کابل:- د افغانستان د اساسي قانون د څار کمیسيون مشر ګل رحمن قاضی وایی چې د مشرانو جرګې د رییس ټاکنه غیر قانوني ده. نوموړې وایی د مشرانو جرګې د رییس په ټوګه د فضل هادي مسلم یار ټاکنه د هیواد د اساسی قانون خلاف کار دي.
ددغه کمیسيون مشر ګل رحمن قاضي وايي د اساسي قانون له مخې يوازې هغه کسان د مشرانو جرګې رييس کیداي شي چې د ولسمشر له لوري انتصابیږي .په داسې حال کې چې ښاغلي مسلم يار د ننګرهار له ولايتي شورا څخه مشرانو جرګې ته راغلي او د غړېتوب موده يې هم څلور کاله ده چې په دې توګه يوه تقنيني دوره چې پینځه کاله ده نه شي پوره کولاي.
که څه هم تر اوسه ولسمشر کرزي د مشرانو جرګې دريېمه برخه غړي په ا نتصابي ډول دغې جرګې ته نه دي ور پیژندلي خو جرګې وړمه ورځ ټاکنې وکړې او ښاغلي مسلميار د ريیس په توګه وټاکل شو.