پیښور:. د پاکستان د پیښور ښار په قمرالدین ګړهی نومی سیمه کې نن یو ځان وژونکې برید ترسره شو.
پدې پیښه کې د پولیسو د یوه افسر رشید خان په ګډون څلور کسه وژل شوی او پینځلس نور ټپیان دی.
یوه پولیس د پاکستان له جیو نیوز تلویزیون سره په مرکه کې داسې ویلې دی.
همدا چې د رشیدخان موټر د قمرالدین ګړهی سیمی ته ورسیدل یو ځانمرګې د هغه د موټر خواته راغې او ځان یې والوځول چه پدی برید کې رشیدخان او ورسره دوه ساتونکې او یو لارروې ځاې پرځاې ووژل شول او پیځلس کسان ټپیان شول.چه بیا په ټپیانو کې یوه تن په روغتون کې ساه ورکړه.
د یادونې وړ ده چې پر نوموړې افسر تردې دمخه هم د ګلبهارپه سیمه کې ځانمرګې برید شوې وو خو په هغه برید کې ده ته کوم زیان نه وو رسیدلې.