خوست:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس، د خوست ولايت استناف محکمې دجزاپه ديوان کې يوتن په اعدام اوڅلور تنه نور په بیلابیلو سزګانو محکوم شول
دخوست استناف محکمې ريئس قضاوت وال مولوي محمدفاضيل عتيق په دی هکله وایی: نن ورځ داستناف محکمې په دفترکې داوو بیلابیلو پیښو په تړاو علني محکمو په لړکې زرولي چې دڅلورو کسانو په وژنه تورن وو داستناف دجزا دديوان لخوا ورته داعدام سزا واورول شوه نظام اومحمدکريم چې په لاره وهونه لوټمارۍ او ددولتي يونفورم څخه په ناوړه ګټه اخيستلو تورن وو په ٧ ٧ کاله تفذي بندمحکوم شول اوهمداشان استناف محکمې دعامه امنيت په ديوان کې دترسره شوي اعلني محکمې په ترڅ کې نوراکبر چې دسړي تښتونې تورن وو اوپه هکله يي موثق اسناد موجودو متهم ته ددفاعي ورکولو اجازه هم ورکړل شوه همر تورن تن ونشول کړاي چې دمحکمې لخواپري لګول تورله ځانه لري کړي دمؤظف څارنوال لخوا دصورت دعوې دلوستلو وروسته تورن په اته کاله بندمحکوم شو همداشان محمد رسول داختطاف په تور په پينځه کاله تنفذي بند محکوم شو.