په ختيځ افغانستان کې دامريکايي پوځ مشر جنرال جيفر ى شلوئزر ويلي دي دافغانستان څخه د تندلارو يوه منظمه ډله پاکستان ته وراوړيدلې ده.
دهیواد په پلازمينه کابل کې جنرال جيفرى شلوئزر وويل کۀ پاکستان ته داخل شوی دغه ترهه گر طالبانو سره ملگري شي نو دپاکستان پوځ به دعملياتو په وخت دسخت مقاومت سره مخ شي.
جنرال جيفرى وايي دغه طالبان په سوات اؤ نورو سيمو کې په روانه جگړه کې دبرخې لپاره پاکستان ته ننوتلى دی.
نوموړيل انديښنه ښودلې ده چې له افغانستان څخه ترهه گرو دپاکستان دصوبه سرحد په ملاکنډ سيمی ته وراوړيدلي دي..
بل لوري ته دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس وايي په افغانستان کې دحکومت او طالبانو ترمينځ دامن تړون امکان ډير کم دى.
نوموړي تیره ورځ وويل ترڅو چې تندلاري دجنگ په ميدان کې په کاميابۍ سره خپل فعاليتونه پرمخ وړي تر هغې پوری طالب مشران به مصلحت ته چمتو نشی.