Posts | Comments | E-mail /

خیانت لمیټډ

Posted by on Jan 1st, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

عبد الله افغان

خیانت لمیټډ په خیانتستان کې د خاینینو د تولید یوازینۍ شرکت.

خیانت لمیټډ  د خارجی او داخلی متخصیصینو په درلودلو سره ستاسو په خدمت کې دی، اوس تاسو دخاینینو د لټون لپاره ضرورت نلری چې بهرنیو هیوادونو ته لاړ شی ستاسو هرډول فرمایشی خاینان همدلته تولیدیږی.

که تاسو نپوهیږی چې څنګه رشوت اوخورئ، که تاسو نپوهیږی چې څنګه څوکۍ ترلاسه کړئ، که تاسی نپوهیږی چې څنګه چاپلوسی وکړئ، که تاسو نپوهیږی چې څنګه جاسوسی وکړئ اوداسی نور مشکلات نو موږ ستاسو له غوښتنو سره سم په خپل نوې ماډل کې ستاسی ټولۍ غوښتنې په نظرکې نیولی دی.

لکه څنګه چې تاسو خبریاست نن سبا د رشوت او خیانت پرضد کلکې هلې ځلې روانی دی او کله هم خاین  ددې هلوځلو ښکار کیدلی شی نو موږ ددې مشکل دله مخنیوی لپاره حفاظتی سیستم چې د( واسطه په لوړه کچه) په نوم یادیږی له خپل هرخاین سره وصل کړې دې.

او که هرډول خطر د کوم دولتی ارګان له خوا خاین ته متوچه وی نو داحفاظتی سیستم یې دمخنیوی توان لری.

که تاسو یو ځل زموږ تولید شوی خاینان استعمال کړی نو نور خاینان به مو له یاده واوځي،زموږ تولید شوی خاینان په نړیواله سطحه منل شوی دی او زموږ شرکت دا ویاړ لری چې په نړیوالو سیالیو کې یې دوهم مقام ترلاسه کړی دی( سرټیفیکیټ موجوددی.

زموږ د نوې وړاندیز پر اساس تاسو د هرخاین په پیرودلو سره یوه میلمستیا د سیرینا په هوټل کې ترلاسه کولی شی.

نو بیړه وکړئ ځکه دا وړاندیز دلنډې مودې لپاره دی.

پاملرنه!

د هر خاین ترشا دیوه لوړپوړې چارواکی سیریل نمبر موجود دی که تاسو شک لری چې دا خاین واقعا خاین دی او که نه نو په لاندی شمیره  هغه سیریل نمبرموږته په یوه لیکلی پیغام کې واستوی(۰۱۳۸۹-۴۲۰-۴۲۰-۴۲۰) څو شیبې وروسته به تاسو د خاین دتصدیق اویا نه تصدیق په اړه ځوابی پیغام ترلاسه کړی.

له خیانت لمیټډ سره اړیکې ستاسو روښانه  برخلیک ټاکې

آدرس: خیانتستان،خیانت آباد، دخیانت څلورلارې ته څیرمه خیانت لمیټډ

د اړیکو شمیرې:

۰۲۰۰۱-۴۲۰-۴۲۰-۴۲۰

۰۲۰۱۰-۴۲۰-۴۲۰-۴۲۰

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • پاکستان در مذاکرات پروژه تاپی اشتراک نخواهد کرد
    • پردى غم د كلي منځ
    • زور وهل كه سوله؟
    • له فساد سره مبارزه ولې نه بریالۍ کیږي؟؟
    • په خوست ولایت کې د ولسواکۍ د پياوړتيا په موخه غونډه
    • زاخیلوال پر ځينو مسايلو د خبرو لپاره پاکستان ته ولاړ
    • د ولسمشر شلمه تګ، ناکام دي
    • اسلام آباد فردا میزبان کرزی خواهد بود
    • ایتالیا پس از سال ۲۰۱۴ نیز در افغانستان حضور خواهد داشت:صدر اعظم این کشور
    • حامدکرزي د څو تنو ماشومانو په خوله کې د واکسین د څو څاڅکو په څڅولو سره د مني د لومړۍ دورې د پولیو د واکسیناسیون کمپاین پیل کړ