Posts | Comments | E-mail /

دا په وينو لژند کال خو تيرشو دا بل به څنگه وي؟

Posted by on Dec 31st, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.


حبيب الله غمخور

ترهر څه لومړۍ دلوي ځښتن دربارته دعجزاوزاری لاس پورته کوم چي زموږ پر خوار اوزوريدلې ملت ورحمېږي اوترټولوهغو گناهو ورتيرسي دکوموپه سبب چي داملت زورېږي .
دانسانانوپه ژوندکي يوه شېبه چي ثانيه ورته ويل کيږي هم دستر ارزښت درلودنکې ده اودبشري ټولنې  دتاريخ يو فصل دی . دا  ۲۰۱۰ عيسوی کال هم لکه دبشرې ټولنې دنوروولسونولپاره زموږ دهيوادپه تاريخ  او برخليک کښي بې تاثيره نه وو. که دنوروهيوادو خلک ددې تېرېدونکي کال دښو اوبدوپه هکله بحث ،ليکنې اوتفسرې کوي، موږ هم دبشري ټولنې ديوجز په توگه ددي کال ارزونې حق لرواوبايد وئي ارزو،ښه اوبد،بريا وي اوتيروتنې ئي پرتله کړواودهغوپر بنياددراتلونکي کال لپاره تياري ونيسو.
کله چي يو کال په بل بدلېږي خلک ورته دنووارزگانو هيله کوی ،هوسېږي او خوښی کوي ،داکارهغه وخت هم کېږي کله چې موږ دهجری شمسی کال دزاړه نه نوی ته دبدلون شپه په اوه رنگه خواړو لمانځواودښو راتلونکی هيله کوو .غواړم يوه تاريخی ټکی ته دلوستونکوپام راواړم چي دنړی ټول بشريت  دخپلو عقيدو له مخې يوه جنتری لري اوددوي دجنترۍ له مخې يوه ورځ ددوي لپاره دنوې کال ورځ ده . ددغې ورځې درارسېدوپه وياړ دولتي ارگانونه خپلې نوې پرېکړې تر ولسه رسوی اوعام خلک دښه  ژوند اونوو ارزوگانودسرته رسولو هيله کوي .
زه اوس دتېرکال ژوره ارزونه اوڅېړنې څخه تيرېږم ،داکارډير نږدې راتلونکی ته پرېږدم ،خوزموږ دهيوادپه اړوندپه ځغاسته يوڅغلنده نظردتيرکال ښه اوبدوته اړوم  .
په تيرکال کي دافغانستان نوم دهر سياستوال اوژورناليست پرخوله وو،اودنړۍ په هر هيوادکي سياست والو اودولتی چاروکودميزدسرخبره همدادافغانستان مسله وه .دنړۍ داسي ډله ايزه رسنۍ نسته چي هر ورځ دې دافغانستان په هکله يوڅه نه وي خپاره کړي  .همدا ډول دنړۍ داسي دولتي جگپوړی چارواکی ندی ليدل سوی چي له خپل هيوادنه بهرئي سفرکړی وي اوهلته دې دکوربۀ  هيوادسره دخپل منځی اړيکو اومسايلوترڅنگ دافغانستان مسله  نه وی مطرح کړې  .
اروپايي ټولنې اوبارک اوباماخودافغانستان په اړه دستراتېژيوپه جوړولواودهغوي دپالوپه څېړلوستړې سول ،نوې مطرح کېدلې اودزړې ارزونه روانه وه . کله به ئي ويل حالت ښه دی اوکله به بياويل چي ترپرون نن امنيتي حالت ترينگلی دی ،افغانان اونړيوال ئي په همدې سردرگمه سياست کي دايوکال وساتل .
اوباماپرېکړه وکړه چي ددوي اوافغانستان دولت دمخالفينودځپلو لپاره پر شته پوځ نور دېرش زره تازه دمه عسکر افغانستان ته ولېږي چي په رسېدوسره ئي دمخالفينو بېخ اورېښه وباسی ،هغوي راغلل خودمخالفينو درېښې بېلگه ئي چاونه ليدلې .دامنيت په مقابل کي سره ددې چي ښاغلي بارک اوباماوويل حالات ښه سوی نږدې يوه اونۍ وړاندي خبرخپورسوچي دملگروملتوسازمان دخپلو کارمندانواوخپلو فعاليتونودسرته رسولولپاره دوې نوی پټې نقشې لري ،چي په هغوباندي په هېدوسره داسي څرگندېږي چي امنيت نور ټکنی او ان دشمال په ۱۶ ولسواليوکي چي پخوا امنيت نسبی ښه وو اوس بېخې خراب سوی دی .
دبهرنيانواوددوي دمخالفيوترمنځ په افغانستان کي جگړه کله په يوه اوکله په بل نامه په درب روانه ده ،ددوي ترمنځ په جگړه کي تر هرچازيات بېگناه اوعام افغانان دژوندنه محرومېږي  .دنوی عيسوی کال پيل ته يوه ورځ پاته وه چي دهلمند ولايت دسنگين  په ولسوالى کي دسړک دغاړي دماين په چاودنه كې څوارلس ولسي وګړي ووژل سوی اوڅلور ټپيان دي.
افغانستان اوس هم دجگړې تودتنوردی ،سړۍ نه پوهيږي چي ولي اودڅه لپاره دادومره انساني اومالي تلفات؟
پدې کال دنړی زياتوهيوادوولسمشران  ،دبهرنيو چارو دفاع ،سوداگری اوټولنزو چارو اوبرخو کي وزيران له ډالرواوايرونه ډکوجېبوسره راغلل ،خوافغان ولس ته کومه برخه پکښي ونه رسېدل ،غيب سول ،ځکه داسي ماهردولتي چارواکي لروچي درياب غوندی هرڅه ئي په جېبوکي غرقېږي .
دافغانستان په اړه په کابل ،ترکيه ،اروپايي هيوادو ،مسکو،دوشنبې ،ازبکستان اوترکمنستان ،هندوستان ،اونوروکي لوي ،لوي کنفرانسونه جوړ سول ،ډيرې اميدوارېدونکې پرېکړې وسوې ،خولکه چي افغانستان ته گفت سوی وي ددې پرېکړوگټه هم افغانانوحس نکړه ،وبه گوروچي نوربه لاڅه کېږي!
پدې شپو اوورځوکي له يوې خواافغانستان ته دنوروتازه دمه پوځيانودرالېږلومسله پر ژبوده اودبلې خوا دامريکاد ولسمشر  مرستيال جوبايډن ددسمبرپر ۲۰ په داين بي سي تلویزیون سره  په مرکه کښي په ډاگه کړه په هر صورت موږ خپل پوځ له افغانستان څخه  د۲۰۱۴ کال تر پاي پوري باسو.
خودادی دادملگروملتودپټونقشوډول اوازهم  په خرپ  اورېدل کيږي،دخلکو نه لارورکه ده چي جوبايډن سمه خبره کوي اوکه دملگروملتوسازمان خپلو مامورينوته رښتياوايي ؟
ددې تر څنگ اوس بهرنيان  پدې پوهېدلې چي ((کلې په زورنه کيږي))  اوددوي پلاس روزل سوی اوس له دوي نه امتيازات اخلی اوپدې لارښه بلد دی . په همدې خاطر دسولي دپېلېدوخبري هم هر لور رواني دي ،کرزی صاحب خوورته دسولي داسي عالي شوراجوړه کړ ه چي نه دسولي سره علاقه لري اونه دسولې په خبروپوهيږی ،خوکرزی صاحب ته ورکړه سوی هدایت  چي دنړيوالي ټولنې عام خلک پرې ارام سی چي دادی هلته دسولي بهيرهم پيل سوداسي يوگام پورته کړ اوداشورا ئي جوړه کړه . اوس خپله هدايت ورته کوي چي داسي وکړي ، هلته ولاړسی،خوددې منډوترړپايله دهغه  اولې ورځې دخلکولپاره معلومه وه چي څه ده .
البته پدې منډوترړوکي بهرنيان هم داسي څرگندوی چي علاقه لري اوددې بهيرنه ملاتړ کوي .کاشکی چي پدې شورا کي دعام ولس په خوښه کسان واي ،له هغوداشوراجوړه سوی واي چي په سوله او امن کښي ئي گټه درلوداي .
په هر حال خداي دي وکړی چي داهڅې په رشتاد دافغان ولس لپاره وي،که امريکاپه هغه ورځ چي پر افغانستان ئي ير غل کاوه دغه ټکې ته موتوجه سوی واي ،په غټ گمان داسي ستونزي به مو اوس نه درلوداي . خو په لومړۍ ورځ امريکا يي چارواکي دمسلې حساسيت اوپېچلتوب ته متوجه نه سول ،دوي فکر کاوه دابالکان دی خو دابالکان  نه وو. دعراق ،بالکان او افغانستان تر منځ زيات بېلتون اوتفاوتونه شته چي يوئي کلتوري اوملي مسايل دی او بل ئي کورته څېرمه پاکستان ،ايران اوشمالي نوی جوړسوی هيوادونه دي . تر ډيره مسالو لامهمه داده چي افغانستان دنړيوال سياست اونړيوالو سياليو څلور لارې ده،دلته داسيالی اوگټې پورته کونې په زغرده معلومېږي  . پدې اوبوکي چي هرڅوک ماهيان نسي موږ ئي پخپلو سترگو وينو،خوچنگک دماتولوتوان ئي نلرو اونه غواړودټولې نړی سره دښمني وکړو،ځکه په دښمنۍ او اختلاف کي زموږکومه گټه نسته .
دتيرکال په جريان کي دايران سره تاوده اويوپه بل پسې ملاقاتونه پايله ددولت دمخالفينو سره مرستي اودعام ولس سره داسلامي اخوت په نامه دتيلو ۰۰ ۱۶ ټانکرونوراگرځول سول .کرزی صاحب ته دايوروتوري خلطي دتوروموخولپاره لېږي  مگردافغان ولس سره پدې سره ژمی کښي خپله دښمني سرته رسوی . داچي دبېگناه افغان کډوالواعدامولوته ئي په سپينوسترگو ملاتړلې وه دتاريخ نه هېرېري .
دنړيوالومسائيلواومنډوتروترڅنگ چي بې گټې پاته سوی ، په کور دننه کې موهم دولتي چارواکوداسي کوم کارندی کړی چي سړۍ پرې ووياړي.
دڅوبېلگوپه يادولوسره ليکنه رانغاړم  :
دجمهوري رياست اوپارلمان ټاکنوناندری لاتراوسه په خپل ځاي پاته دي ،جمهوررئيس وټاکل سو،خو دټاکنو له بهيرنه شکايتونه اوسرټکونه لکه دپارلمانی انتخاباتونه تراوسه دخلکوپر ژبه ده .
دپارلماني ټکنودرغليودوسيه خو څارنوالی حل نکړاي سول اوس دستری محکمې تر څنگ يوه بله ځانگړې جوړه سوې محکمه پرې غورکوي ،خداي دي وکړه چي دامحکمه عادلانه اودولس په گټه يوه پرېکړه وکړی اودې ناندريوته دپاي ټکی کښېږدي .
ددولتی فسادچي اوس ئي قانوني بڼه غوره کړې دښاغلي کرزی صاحب لخواعاموخلکواونړيوالي ټولنې ته دټولووعدوسره سم په خپل ټول قوت اوطاقت پر خپل ځاي پاته دی . يوافغان  تذکره اويومتعليم ،يامحصل  شهادتنامه اوديپلوم بېله واسطې اوپيسونسي ترلاسه کولاي ، داچي په نوروشعبولکه مالې ،سوداگری ،کرهڼې ،عدلېارگانو،روغتيايي چارو اووسلوال پوځ اړونده ادارو اووزارتخانوکي څه تېريږي لوې څښتن مو ځيني وساته ،تر درباره خوپه رشوت کي حق  ياونډه رسېږي .رشوت ،دملي شتمنيو چور،هېروئينو پټه او ښکاره سوداگري يومعمولي کارگرځېدلی .
داتېره شپه ئي داريانا افغانستان  په تلوزيون کي ښودل چي دعالي دارالمعلمين ځينو فارغانوته ديپلوم وېشل کيږي ،خوهلته ددي پر ځاي چي دوي خوشحاله اوسی خوابدی وه ،ځکه ويل ئي دولت موږته دکار امکانات نه برابروي . دوي ويل دتيرکال دفارغانو زيات شمېربيکاره پاته دي .تردې لاجالبه چي  څه موده وړادي داروپاپه يوه هيوادکي يوې ښځينه ډاکتري راته وويل ،وروره افغانستان ته ولاړم چي نورخپل ولس ته خدمت وکړم ، ددې پر ځاي چي هرکلی راته ووايي دمقررېدونه ئي معذرت رانه وغوښت،بيايوبل چاراته وويل ډاکتر صاحب که ډيره ليونۍ ئې اوغواړي دلته کاروکړي نورشوت ورکړه چي مقرره سې .
لوږه  اوبېکاري خپل ورستنيوپړاووت رسېدلې ،په ميليونوماشومان دتعليم اوتحصيل نه  محروم پاته دی ،بهرته دپيسو اوقدرت خاوندانوزامن لېږل کېږي ،دښونې اوروزنې وزيرددې پر ځاي چي خپلو کاروته پام وکړی اوهغه سمبال کړی کله په جرگو اوشوراگانو جوولومصروف وي اوکله دکرکټ دلوبغاړوسره .داسي معلوميږي چي په ملک يوازنۍ سړی دی چي داټول کارونه بيله ده نسي کېداي .دښونځيودرک نسته اوکه کومه سته هلته نه کتاب اونه هم  ښوونکۍ درک لري .له بهرنيانونه اخيستل سوی کمپيوټرونه په تحويلخانوکي زاړه اوله موډه ولوېدل . په ولاياتو اوولسواليوکي دښونې اوروزنې چارواکولوي ليستونه جوړکړي چي گويا شاگردان لري خوپه عمل کي هيڅ نسته ،هغه شاگردان چي راځې وايي ټوله ورځ خپلې قسې کوو،درس درک نلري ،ځکه ددرس وسايل نسته . خوددې وزير صاحب نه چي درباراوبهرنيانوته منلی دی هيځ څوک دپوښتنې انتقاد کولوجرات نسي کولاي .داچي دعالي تحصيلاتووزارت په څه مصروف دی اوڅه ناندری روانې دي ټول ئي وينی ورته جنجالونه او ورته ناخوالي هلته هم قانوني بڼه لري .
دنړيوالوسازمانودڅېړنې له مخې ددسمبرپر ۳۰ مه اعلان وسوچي  دميليارومرستو سره دمگړی ۷۰ په سلوکي افغاناندخوراکي توکوله بحران اوکمی سره مخامخ دي .دوي وايي ۷ مليونه اودرې سوه زره افغانان مرستې ته اړتيالري .
ترټولودشرم خبره لاداهم ده اوښاغلي کرزی ددې مسائيلواوگوتنيونې په اړوند معافيت حاصل کړی ،دارګ په يوکيلومتری کښي دا اته کاله کيږي له ولاياتونه بېځايه سوی کورنې ژوندکوی ،خوکرزی صاحب ددوي غم ونه خوړ اونه ئي ددوي چيغه تر غوږوورسېده. همدا تيره شپه يوه ماشوم وايي ((موږ کالي نلرو يخ دی ،اوبل ئي وايي موږ کاغذونه ټولوو چي اورپه بل کړوځکه يخ دی اودبټو پيسې نلرو.)) دا ماشومان هم خدا لري که بل وارث نلري .نوکه دښاغلی کرزی صاحب نه داپوښتنه وسی که ستاسود نازولي يو دوه ساعت دغسی ژوند نصيب سي ستاسوبه څه حال وی ؟؟؟؟؟ داهم افغانان اوددې خاوری بچی دی اوستاسودنازولي غوندی پر دې ملت اودولت حق لري،خوبدبختی ئي داده چي دغريب زوی دی اويابې پلاره دی .
په دې کال کي دپخواپه څيردروغتيايي مرستواوخمتونو دبېلگو څرک ونه ليدل سو. له يوې خواپه جگړه اودبلې خوادروغتيامرستواودرملودنه شتون له امله دډيرو عادي ناروغيوله امله همدا سږکال په زرهاوافغانان مړه سول هديرې په ډکې سوې  .دبيلگې په توگه د روغتیا نړیواله ټولنه وايي، چي ۳۱ میلیونه افغانان د لشمانیا ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي . تاسو خپله فکر وکړی چي دادولتی چارواکي اوښاغلی کرزی صاحب ملت ودکوم خدمت خبري کوي  ؟
يوازنۍ ښه اوگټورکارچي سوی هغه د افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان ترمنځ په عشق اباد کي، د افغانستان له لاري هند او پاکستان ته د ګازو د نل لیکي د غځېدو تړون لاسلیک کېدل دي .
درنو هيوادوالوکه ئې راشمېرم کتاب ځنې جوړېري ،لوی څښتن دی هغو ته جزاورکړی چي پردې ملت ظلم کوی ،خپله په لکسو کورونوکي اوسي خوملت له يخنۍ اولوږې رپېږي .
پدې هيله داليکنه رانغاړم چي ددې ولس هوښيار،عالم اوبادرکه کسان دخپل هيوادناخوالوته پام راوړوي او دنندارچيا نوپه عوض ددولتي ارگانوڅخه ددوي حق وغواړياو له دې بدبختيونه دملت دخلاصون لاره ولټوي .   ومن الله التوفيق


فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد
    • مسکو حاضر است در تامین امنیت افغانستان کمک کند: وزیر دفاع روسیه
    • رئیس جمهور حامد کرزی با جورج دبلیو بوش صحبت تیلفونی کرد
    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته د اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې