اسلام آباد:- د تازه خبرونو پر اساس، امریکا وایی چې پاکستان دبشر د حقوقو په برخه کې ډير محدود پرمختګ کړی .
دامریکا د بهرنیو چارو وزارت نن وویل پاکستان دبشر د حقوقو دښه کولو په برخه کې یوازې لږ شان پرمختګ کړی دی .
داپه داسې حال کې ده چې په پاکستان کې اوس هم په زرګونو کسان بې درکه دي . .
دویلو وړ ده چې دپاکستان په بلوچستان ایالت کې تراوسه ډیر کسان بې درکه دي او دبخښنې نړیوالۍ موسسې (ایمنسټي اینټرنیشنل) هم په اکتوبر میاشتې کې په یوه راپور کې له پاکسان څخه غوښتي وو چې په بلوچستان کې دڅه دپاسه څلویښتو سیاسي مشرانو او فعالانو دشکنجې کولو او مړکولو په هکله پلټنه وکړي .