کابل:- د تازه خبرونه پر اساس، دهیواد شمالي ولایتونو دروان کال په تیرو نهو میاشتو کې کابو ۲۷۰۰ ټنه ممیز بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.
دبلخ ولایت د سوداګری او صنایعو ریاست مرستیال عبدالباري بهار په دی اړه داسې وایي:- د دوي اسناد ښیی چې د روان کال په ترځ کې د هیواد له شمالي ولایتونو څخه بهر ته د ممیزو په صادراتو کې ۳۵ سلنه زیاتوالې راغلی دی .
دا په داسې حال کې ده چې په بلخ ولایت کې د برات په نامه د ممیزو د پروسس فابریکې استازي امین الله شباني وایی چې دوي هره ورځ کابو ۲۳ ټنه ممیز پاکوي او له دې لارې ۳۶۰۰۰ امریکايی ډالر ترلاسه کوي.