Posts | Comments | E-mail /

د ایرانی مصنوعاتو له پیر او پلورنه دې ډډه وشئ

Posted by on Dec 31st, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

عبد الله افغان

لکه څنګه چې هیوادوال مو خبر دی دایران منافقو چارواکو له څه مودې راهیسی زموږ په زرګونو دتیلو ټانکرونه له پولې هاخوا درولی او دراتلو اجازه نه ورکوی، اوسره له دی چې زموږ یو حکومتی پلاوی هم ددی موضوع په اړه له دی منا فقینو سره وکتل خو لا تر اوسه هم دی ټانکروته د راتلو اجازه نده ورکړل شوی.

اوله خبره خو داده  کله چې زموږ د ولسمشر لمړی مرستیال قسیم فهیم سره له یوشمیر جګپوړوچارواکو دایران هوایی ډګرته ورسیدل نو دهغوی دهرکلۍ لپاره دایران نپوهیږم کوم وزیر سره له یو څو نورو کسانو سره راغلی وو نو له همدې ځایه معلومیده چې آخوندخیلو زموږ ورغلی هیئت ته چندان په درنه سترګه نه کتل ځکه اصولا باید  د ولسمشر مرستیال هرکلۍ ته راغلی وای، او بیا وروسته له خبرو اترو ایرانی منافقینو په خپله وعده وفا ونکړه. او داچې ولی دوی داسې کوی نو ددې لامل ټولو هیوادوالو ته څرګند ده، او داڅه لومړنۍ ځل نده چې دایرانیان خپله کرکه او بخل راڅرګندوی.

اوس دیوه وطندوسته ملت په څیر زموږ مسئولیت دادې چې موږ هم دایرانی چارواکو ددې عمل او تردی پخوا نورو ناروا اعمالو په وړاندې دغبرګون په ډول له ټولو ایرانی توکو نه چې دی وطن ته راواردیږی له پیرلو ډډه وکړو .

زما غوښتنه له حکومتی چارواکو نه داده که دملت په خاطر نه وی نو دځان د بی عزتی غچ خوباید له دی منافقینو نه واخلی.

او له ملی سوداګرو نه می هم داهیله ده چې آخوند خیلو ته ددې کړنې په ځواب کې د هرډول ایرانی مصنوعاتو له واردولو ډډه وکړی.

ایران هسې هم د ملګرو ملتو د بندیزونو له امله له ډیرو اقتصادی مشکلاتو سره مخ ده او که ددوی دمصنوعاتو له راورادولو نه ډډه وشی نو له یوی خوابه آخوندی حکومت له داخلی فشار سره مخ شی او له بلې خوابه زموږ له طرفه دوی ته داو ښودل شی چه که هرڅو موږ په خپلو مینځو کی سره اختلاف لرو خو ستاسو په وړاندی موږ ټول سره یولاس یو،او افغانستان او س هغه پخوانی افغانستان نده چه څه ستاسو زړه وغواړی هغه وشی.

او ترټولو مهمه خبره داده چې د هوټلونو پرځای باید ددی وطن په صنعتی کولو کی پانګونه وشی ترڅو له یوې خوا خپلو خلکو ته د کارکولو زمینه برابره شی او له بلې خوا زموږ هغه وطنوالوته چې په ایران او پاکستان کی اوسی خپل وطن ته د راتګ زمینه برابره شی .

او له خپلو وطنوالو په خاصه توګه ځوانانو نه داهیله کوم چې خپله شپه او ورځ  یوه کړی او د تعلیم په ډګر کې د ځانونه هغه مقام ته ورسوی چې موږ هیچا ته محتاج نه اوسو ، افغانانوته خدای پاک ډیر لوړ استعداد ورپه برخه کړی ده راځئ دخدای پاک له دې نعمت څخه ښه ګټه پورته کړو او دې وطن او ملت ته په ښه شان سره خدمت وکړو.

یادونه: دایران جاسوسان او تالۍ څټی له دی خبرو مستثنا دی.

ومن الله توفیق

فرستادن/حفظ کردن

3 Responses for “د ایرانی مصنوعاتو له پیر او پلورنه دې ډډه وشئ”

  1. Vote -1 Vote +1Abdullah Afghan says:

    حمید جانه وروره!
    سلام ته مو وعلیکم السلام
    د افغانانو په صفت موږ اوتاسو خپلی دندی ترسره کوو او داکار له وطن سره دمینی په احساس کیږی او دا دخدای پاک لوی نعمت ده چه دچا په برخه شی . اوس نو دا دهر افغان دنده ده چه دایران حکومت ته په کلکه غبرګون وروښیی چه افغانان سره یو دی او تاسوته دځواب درکولو توان لری.
    وروره ستاسو وړاندیز هم ډیر پرځای دی او زه له ټولو هیوادوالو نه هیله کوم چه دوطن په خاطردخپل توان په چوکاټ کی داکار ترسره کړی
    مننه وروره

  2. Vote -1 Vote +1حميد says:

    ګران ورور عبدالله خان افغان ته سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کووم ! زه باور لرم چي ستاسو دا وړانديز ټول په هيواد ميين خلک مني او په عمل کي به يي پلي کړي ، خو فکر کووم چي په افغانستان کي دننه به ډير کم خلک وي چي له کمپيوټر او انترنت څخه ګټه پورته کړاي شي ، نو ستاسو د وړانديز په دوام دا وړانديز کووم چي که هغه وطنوال کوم چي د هيواد په دننه کي ژوند کوي او په خاصه توګه هغه خلک چي په ټولنيزو رسنيو کي کار کوي ، د خپلو ټولنيزو رسنيو له خوا نشر کړي څو عادي خلک پوه سي او دي وړانديز ته عملي بڼه ورکړي . مننه

  3. Vote -1 Vote +1پیر بابر says:

    این واقعا ً یک پیشنهاد منطقی و افغانی است

    رژیم سفاک ایران در کنار پنجابی های کثیف و بویناک چتلستان از هیچ جنایتی در حق مردم بیگناه ما حذر نمیکنند این دو رژیم خون آشام که خود را اسلامی هم میدانند از هر غیر مسلمان ، روس ، چنگیز و… بیشتر به کشور و مردم مسلمان افغان بدی روا داشته اند

    لعنت بر خامنه ای
    نفرین بر خمینی

    لعنت و نفرین ابدی بر پنجابی های کثیف و بویناک چتلستان

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې
    • جنگ ناتو و طالبان را فراموش کنید، جنگ اصلی افغانها، رقابت هند با پاکستان است
    • کشته و مفقود شدن پنج تن از اتباع چینایی در شهر کابل
    • ديني عالمان:وسله وال مخالفين دې له تاوتريخوالي لاس واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې دې سوله يز ګډون وکړي!
    • د یوشتمې پیړۍ متلونه – درییمه برخه