Posts | Comments | E-mail /

پښتو: پیر محمد کاروان

Posted by on Dec 31st, 2010 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډا شي نو
چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو
والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو
څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو
درد لري د مينې د شپونکي د شپېلۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي
حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي
ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي
چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي
ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده
ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده
ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده
واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده
جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښېني د غره څوکه شي
کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي
ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي
زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي
جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده
پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده
ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده
جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد
    • مسکو حاضر است در تامین امنیت افغانستان کمک کند: وزیر دفاع روسیه
    • رئیس جمهور حامد کرزی با جورج دبلیو بوش صحبت تیلفونی کرد
    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته د اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې