Posts | Comments | E-mail /

موږ مجبور يو چې د شپې عمليات وکړو:‌کارل ايکن بيري

Posted by on Nov 30th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:-د امريکا د متحده آيالاتو سفير کارل ايکن بيري وايي چې د دولت د وسله والو مخالفينو د لمنځه وړلو له پاره د شپې له عملياتو پرته بله لار نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ پکتيا ته د خپل سفر پر مهال په ولايت کې يوې غونډې ته وکړې.

په دې غونډه کې د ولايتي چارواکو او ولايتي شورا د غړو په ګډون ګڼ شمېر د پکتيا قو مي مشرانو هم برخه اخيستې وه.

په غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا رييس محمد لايق منګل وويل چې لا هم په دې و لايت کې د امريکايي ځواکونو له خوا د شپې عمليات کېږي چې په وينا يې بايد ودرول شي.

خو د امريکا سفير کارل ايکن بېري د خلکو د دې غوښتنې په ځواب کې وويل((موږ د تر هګرو د ختمولو له پاره د شپې له عملياتو پرته بله لار نه لرو،موږ مجبور يو چې د شپې عمليات وکړو.))

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا په ګډون نېږدې د هيواد په ټولو ولايتونو کې ولسي خلکو له افغان دولت او نړيوالې ټولنې څخه په وار وار غوښتي چې د بهرنيو ځواکونو خپل سري او د شپې عمليات ودروي. .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها
    • امریکا آمادهٔ پذیرش یک رئیس جمهور زن است:- میشل اوباما
    • کشته و زخمی شدن ۱۰ نفر در نتیجهٔ انفجار ماین کنار سرک در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
    • ولسوال نام نهاد طالبان برای ولسوالی بغلان مرکزی کشته شد
    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور