کلات:- په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې، په زابل ولایت کې د یوې خونړۍ ترافیکي پیښې په ترڅ کې شاوخوا ۴۴ تنه مرګ ژوبله واوښته
چارواکي وايي دغه پېښه نن سهار وختي د دې ولايت د مرکز کلات ښار اړوند د پل سنګي په سيمه کې د کابل کندهار د لويې لارې پر سر رامنځ ته شوې
د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي وایی دغه پېښه د يوه ٣٠٣ موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې.
نوموړي زياته کړه چې په پېښه کې ٢تنه وژل شوي او ٤٢نور ټپيان دي.
د زابل د ولايتي روغتون سرطبيب زمري سلطان په دې هکله داسې وایی: له پېښې څخه يې ٣٥ تنه تپيان دوى ته وروړي دي.
دى وايي چې په ټپيانو کې د يو شمېر هغو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دى .
له دې سره په څنګ دا انديښنه هم موجوده ده چې د زابل ولايتي روغتون په یوه ځل د دومره شمېر قربانيانو د درملنې توان نه لري.
خو پر همدې وخت د کندهار د عامې روغتيا رياست خبر ورکوي چې دوى په دې اړه د زا بل له سيميزو چارواکو سره اړيکه نيولي او چمتو دي چې د قربانيانو په درملنه کې لاس په کار شي.
د زابل چارواکي د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې پروايي او زيات سر عت په ګوته کوي.
دا لومړى ځل نه دى چې دغه ډول ترافيکي پېښي د لسګونو بېګناه مسافرو ژوند اخلي .
تر دې مخکې هم څو څو ځله ورته خونړيو ترافيکي پېښو لسګونو انسانانو ژوندى ا خيستى او په سلګونه نوريې بياپه دايمي ډول معيوبه کړي .
که څه هم په دې اړه څو ځله غوښتنه شوې چې د غيرې مسلکي موټرچلونکو د فعاليت مخه دي ونيول شي خو لا تر اوسه يې کومه نتيجه نده ورکړې .