کابل:-د افغانستان د وزیرانو شورا وړاندیز کړی، چې تر دې وروسته په کابل کې د جمعې د ورځې ترڅنګ د پنجشنبې ورځ هم د روان کال تر پایه پورې رسمي رخصتي اعلان شي.
د وزیرانو شورا وايي، چې دغه وړاندیز يي په کابل کې د چاپیریال د کړکړتیا او په انسانانو باندې د هغه د ناوړې اغیزې له امله شوی ده.
د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مشر تېره ورځ د وزیرانو شورا ته وویل، چې په کابل ښار کې د ډیرو زیاتو موټرو تګ راتګ، د بې کیفیته تیلو واردېدل او د کثافاتو تراکم ټولې هغه ستونزې دي چې کولای شي د دغه ښار اوسیدونکو ته ډول ډول ناروغۍ پیدا کړي.
د وزیرانو شورا هم د دغو خطرناکو ناروغیو د خپرېدو د کنټرول او مخنیوي لپاره دغه وړاندیز چې په کابل کې د جمعې د ورځې ترڅنګ د پنجشنبې ورځې هم رسمي رخصتي اعلان شي.