Posts | Comments | E-mail /

نن دوبۍ کې د پانګوالو د راجلبولو په موخه یو کنفرانس جوړیږي

Posted by on Nov 30th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل (هميم جلالزى ):- ټاکل شوې چې د سې شنبې پر ورځ د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان او اماراتو د حکومتونو په نوښت افغانستان ته د پانګونې د راجلبولو يو ورځنی کنفرانس جوړ شي .

افغان چارواکي وايي ددغه کنفرانس د جوړولو ژمنه عربي متحده اماراتو په کابل کنفرانس کې کړې وه.

دا يو ورځنی کنفرانس دی چې د افغانستان له لوري د بهرنيو چارو، ماليې، سوداګرۍ، کانونو او صنايعو، کرنې او مخابراتو وزيران پکې برخه لري .

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې يا ايسا مشر نورالله دلاوري چې دا مهال په دوبۍ کې دی وايي د منځني ختيځ او خليج پر هېوادونو سربېره د امريکا، ايټاليا، هند و پاکستان او يو شمېر نورو نړيوالو ادارو استازي هم په دغه کنفرانس کې برخه لري .

((په پام کې ده چې نن ورځ د کانونو، کرنې، انرژي او بېخبينايي چارو په برخه کې د پانګونې د هڅونې کنفرانس پيل شي.

زما د معلوماتو له مخې د زياتو هغو هېوادونو استازي چې په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره دلته راغلي دي، په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې يو شمېر زياتو هېوادونو لېوالتيا ښوولې چې دغه کنفرانس ته راشي او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د شته فرصتونو په اړه يو څه واوري. ))

ښاغلي دلاوري وويل په هره برخه کې به افغان استازي به کنفرانس ته معلومات ورکوي، له بهرنيو پانګوالو سره به بحثونه کوي، په افغانستان کې به پانګونې ته چمتو فرصتونه ور په ګوته کوي او په ټوله کې به هغوی دلته پانګونې ته راماتوي.

دا مهال په افغانستان کې روان ترينګلي امنيتي حالات د پانګونې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي چې له امله يې بهرني پانګوال زړه نه ښه کوي په افغانستان کې پانګونې وکړي.

ښاغلی دلاوري وايي له دې سره سره چې په افغانستان کې حالات ښه نه دي خو د بهرنيو پانګوالو لېوالتيا ته په پام سره تمه لري چې هغوی به وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونې وکړي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار