Posts | Comments | E-mail /

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم د افغانستان لپاره یوه تل پاتې ملي شتمنې ده. کابل کې د امریکا سفیر

Posted by on Nov 30th, 2010 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل(ګران افغانستان):- کابل کې د امریکا سفیر ښاغلي ایکن بیري د افغانستان د کریکټ ټيم ته د مبارکي پیغام استولې. د دې پیغام یوه کاپې ګران افغانستان ته هم رارسیدلې ده . په پیغام کې راغلي : زه   غواړم د امریکې د خلکو په استازیتوب د افغانستان د کریکټ ملې لوبډلې ته د چین به ګوانژو ښار کښې د آسیایې هیوادونو په سیالیو کې هیواد ته د سپینو زرو د مډال د راوړلو په ویاړ د زړه له کومې مبارکې ووایم. کریکټ په ۲۰۱۰ کال کې د مډال وړونکې سپورت په توګه وپیژندل شو او د هانګ کانګ او پاکستان د لوبډلو په وړاندې د بریا وروسته، د افغانستان لوبډلې د دغو سیالیو د سپینو زرو د مډال په ګټلو سره خپل نوم د تاریخ په کتابونو کې ثبت کړ.

د امریکا سفیر زیاتوي مونږ پوهیږو چې دا د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړو او د افغانستان د خلکو لپاره یو د خوښي وخت دی چې کولاې شې د ملي لاسته راوړنې په توګه په دې بریا ویاړ وکړي. په داسې حال کې چې مونږ پوهیږو چې دا بریا غښتلیو او وړتیا لرونکو ځوانو افغانانو د کرکټ په میدان کې په خپل زیار سره لاسته راوړې دی خو مونږ په دې هم پوهیږو چې دغه بریا به د تیارتیا او تمرین په وخت د افغانانو د ملاتړ او هڅونې پرته شونې نه وی.

ایکن بیري وایي: د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړیو: تاسو زمونږ احترام خپل کړی او د ځوانو افغانانو او امریکایانو لپاره یو بیلګه کرځیدلي یاست. تاسو دا ثابته کړه چې که څوک خپلې هیلې تقعیب کړي، زیار وباسي او په راستې سره لوبه وکړي نو بریا به لاس ته راوړي.

د کرکټ بورد اجرایوی مشر داکتر حمید شینواري وویل چې تاسو به افغانستان او نړۍ ته وښایی چې “افغانستان له جګړې، بمونو او مرمیو څخه پرته نور څه هم منځ ته راوړلی شي او دا به ستاسو تر ټولو لویه لاسته راوړنه وي. تاسو ملیونونه انسانانو ته هیله ورکوی او د افغانستان په خلکو او په ځانګړي توګه په ځوانانو بی څاري اغیزه کوی. دا لوبډله د افغانستان لپاره یوه تل پاتې ملي شتمنې ده.”

زه له دغې وینا سره په بشپړه توګه موافق یم. مبارک مو شه!

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • په مزار شريف ښار کې اورلګیدنې شاوخوا ٢٠٠هټۍ سوځولې
    • تحولات مصر از نظر آگاهان بحران مصر
    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار