Posts | Comments | E-mail /

د ویکې لیکس په اړه د امریکې د متحده ایالاتو د سفیر کارل ایکن بیري خبرپاڼه

Posted by on Nov 30th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل(ګران افغانستان): په کابل کې د امریکا سفیر  د ویکې لیکس د اسنادو په تړاو یوه  خبرپاڼه خپره کړي. په خبر پاڼه کې راغلي چې د ویکې لیکس ویب پاڼې خاوندان ادعا کوي چې څه نا څه۲۵۰۰۰۰ پټ اسناد په اختیار کې لري چې ډیری یې رسنیو ته ورکړل شوي دي. دغه اسناد په عمدي توګه د امریکې د دفاع وزارت له کمپیوترونو څخه اخیستل شوي او ښکاري چې پکښې د امریکې د متحده ایالاتو د دپلوماتانو لخوا د پالیسيو، خبرواترو، او د افغانستان په ګډون د نړۍ د رهبرانو د ارزونو او همدا راز په دولت کې دننه او بهر د شخصي خبرو راپورونه شامل دي.

د دې اسنادو د خپرولو تر شا که د ویکې لیکس هڅوونکې هر څه وي خو د دغو اسنادو خپرول حقیقي خلک د حقیقي ګواښونو سره مخامخ کوي. مونږ د هغو پټو معلوماتو د افشا کیدلو له امله خوشیني څرګندوو چې باید پټ پاتې شوي وی. او مونږ دغه کار غندو. تر هغه ځای چې د امریکې دولت پورې اړه لري نو د امریکې د متحده ایالاتو دولت ژمن دی چې د خپل د دپلوماتیکو پیغامونو ورکونې سیستم امنیت ټینګ کړي او داسې ګامونه به پورته کړي چې هغه پټ وساتي. مونږ جدي ګامونه پورته کوو تر څو ډاډمن شو چې داسې سرغړونه بیا تکرار نشي.

دا ډیره مهمه ده چې باید واضح شي چې د دپلوماتانو خپل منځي رپوټونه د یو دولت د رسمي بهرنۍ پالیسۍ په اړه وروستی هوډ نه په ډاګه کوي. د امریکې په متحده ایالاتو کې دا له ډیرو جزیاتو څخه یو دی چې زمونږ پالیسي یې په اساس جوړیږي او دغه پالیسي بیا د ولسمشر او یا د بهرنیو چارو د وزیر لخوا ټاکل کیږي.

د افغانستان په اړه زمونږ پالیسي د ولسمشر اوباما لخوا په ویست پوینت کښې د ۲۰۰۹ کال د دسمبر په میاشتې په لمړی نیټه او دا څو ورځې وړاندې په لزبون کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د هغه په وینا کښې په ډاګه شوي دي. د امریکې متحده ایالات د افغانستان خلکو او دولت سره د اوږد محاله اړیکو جوړولو او غښتلي کولو ته ژمن دی. زمونږ ګډې موخې د تیر وخت د دپلوماتیک رپوټ ورکونې د خپریدو پر اساس بدلون نشې موندلای.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې کلنټن او ما له ولسمشر کرزي سره خبرې کړي او مونږ او ولسمشر اوباما دې ته ژمن یو چې راتلونکې ته وګورو او په هغو مواردو پاملرنه وکړو چې د افغانستان د خلکو د بریالیتوب او د امریکې د خلکو د امنیت لپاره ارزښت لري.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار