ودې سوم محبوبې ستا د زلفو خريدار يمه
واخله مال وسر زما
زه د وطن لور يم د باننګو زلمو يار يمه
ورک دې که بشر له ما
ودې سوم محبوبې خپل وصال باندې مې موړ که ته
غم مې د زړه سوړ که ته
پوه نه شوې په نيمه مړه ته د سره سيال نه يې
سيال مې د جمال نه ېې
سيال دې د جمال يم ډېر دولت لرمه خان يمه
برېت تاووم ځوان يمه
داسې خان دې ورک شي چې د بل لاس لاندې ژوند کوي
ستا خاني څه خوند کوي
مه کوه پېغور مستې دسرو به دې زېور کړمه
موړ به دې ټبر کړمه
هغه مال دې ورک شي چې په ټيټو يې ګټلی وي
نوم يې پرې بايللی وي
نه يمه تيټ سترګی پلار نيکه نه غټ پښتون يمه
تا پسې مجنون يمه
پلار خو دې پښتون و لاکن ته په پښتو پوی نه يې
ته دې دپلار زوی نه يې
څنګه د پلار زوی نه يم د پلار نه دنيا دار يمه
کوم تربور نه خوار يمه؟
ته دنيا پرست يې د خپل پلار غوندې بهادر نه يې
ته د سره نر نه يې
مه وايه دا سپورې نور د قهره بې اختيار يمه
وريت دې کړ ځيګر زما
زه له خپله پلاره څه کې کم يم چې پيغور کوې
دومره څله شور کوي؟
پلار دې ننګيالی و مړه تا غوندې بې ننګ نه و
هيڅوک يې د جنګ نه و
ما خو د خپل پلار او د نيکه نه اړولی دی
ډېر مال مې ګټلی دی
مال پسې دې اور شه مرکه د ننګ ناموس کوم
دې کې زه تپوس کوم
ښه دی چې تپوس کړې بې ننګي زما ښکاره کړه ته
پوه مې دوباره کړه ته
دا دې بې ننګي ده چې د پلار پښتو ته نه ګورې
د بل پيسو ته ښه کورې
زه خو د خپل پلار او د نيکه نه بې همت نه يم
چا ته خجالت نه يم
ولې نه شرمېږې تې غيرته ځه زندان ګوره
جېل کې خپل بنديان ګوره
رب خو دې ړنده کړه چې دې بې اوره کباب کړمه
څومره دې بې آب کړمه
تا دې خالق ړوندکړي چې ستا ورونه يې وژل
تا ټيټ ورته کتل
مخ دې رانه ورک کړه ديارۍ نه دې بېزار يمه
جوړ دې کړه محشر په ما
مخ دې رانه لرې کړه چټي خبرې وايې ته
څومره بې حيا يې ته
خپله بې حيا يې ټيټ سر ناست يې شرمېدلی
کوټې په کونج کې غلی
زه چې غلی ناست يم نو ستا ورونو څو وژلي
په کوم مورچل ختلي
ورونه مې نران دي لکه تاسو ټپسان نه دي
د بل چا غلامان نه دي
څه نر توب يې کړی چې دا دومره جګ غږېږې ته
مونږ پورې خندېږې ته
سور بيرغ ځلېږي دا د ورونو مې کمال دی
لاس کې توره ډال دی
بدې سترګې ستا دي چې په بدو نه شرمېږې ته
قوم ځني بېلېږې ته
زه خو د خپل قوم او قوميت نه نه بېلېږمه
پوه يم نه غولېږمه
څنګه نه غولېږې چې ستا قام نن ازادي غواړي
ستا زړه بربادي غواړي
زه خپلې موقع ته ګورم وخت ته انتظار يمه
وابه ورې خبر زما
زه خپلې موقع ته ګورم نوم به يې درته ورک کړم
بر ناحق دې سپک کړم
دا دې دهمت موقع ده ودرېږه نر شه ته
پا څېږه بادر شه ته
زه که چېرې نر وم دا پيغور به مې ستا هېر نه شي
هېر به مې تر ډېر نه شي
دا پيغور لا څه کړې چې ستا مړو ته پيغور کوي
نور مړي دې ګور کوي
زه به خپل ګور مړي په ګور کې خجالت نه کړم
نور به دا غفلت نه کړم
ته خو دې خپل اصل ته نظر وکړه چې څوک يې ته
ولې دومره پوک يې ته
پوک نه يمه بس دی يور مې مه شرموه پوی شوم
د شمعې په شان توی شوم
ښه دی چې ته پوی شوې رب دې ټول پښتانه پوی لري
نوم دې خالق لوی لري
تل دې وي دايم دې وي دا عزم دا همت زمونږ
دا ملي وحدت زمونږ
زه ملنګ جان سور په وينو خوښ په دغه لار يمه
ګور به شي سره زر زما