Posts | Comments | E-mail /

د فساد اصلي جرړې چيرته دي؟

Posted by on Mar 6th, 2009 and filed under سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

dollar

څه موده وړاندې را پورونه خپاره شول چې په افغانستان كې د امريكايي پوځيانو تر اتيا زره ميله زياته وسله پر مخالفانو پلورل شوې ده. دغه راپورونه پخپله په لويديزو رسنيو كې د هغوى خپلو خبريالانو افشا كړې وو، خو وروسته خبره چوپه پاتې شوه، ځكه چې وسلې په افغانستان كې وركې شوې او مخالفينو ته رسيدلې وې، ددې وسلو د ګوليو خوراك ككرې هم زياتره د افغانانو دي او كومې ميندې چې بوريږي هغه هم افغانې دي. ځكه خو دومره لوى شمير وسلو د غلا او مخالفينو ته د رسيدو په باب داسې غږ اوچت نشو چې بايد راپورته شوى واى، اوس دادي د عراق او افغانستان په مرستو كې د پيسو د غلاو خبره را پورته شوه چې دا هم پخپله د لويديزو رسنيو كار نامه ده، همدا اوس يو جګپوړى امريكايي پوځي د اوه سوه زره ډالرو په غلا تورن او په محاكمه كې دى.

د افغانستان او سيمې د بحران د ژورتوب او د بد امنيو، مرګونو او بې ثباتۍ اصلي لاملونه اصلاً همدغه دي چې متاسفانه شعارونه يو څه دي او تر شا نورې لوبې روانې دي.

ظاهراً د افغانستان د امنيت او ثبات ترڅنګ د ترهګرى پرخلاف مبارزه ده، نړيوال ځواكونه راغلي دي، د مليارډونو ډالرو د مرستو ډنډورې دي، خو له وسلو نه تر 86 زره ميله پورې نورو لاسونو ته لويدلې، د اقتصادي پروژو وضعه به پر ځاى پريږدو عملاً يو بل كارو بار روان دى چې زموږ د ولس د وينو او سرونو په بيه دوام لري.

د امريكايي پوځي مايكل دانګ انګوين د غلا پيښه چې د 7 سوه زره ډالرو په غلا تورن شوى او محاكمه يې روانه ده د دې تور كارو بار يو وړكى سارى دى.

نړيواله ټولنه چې په افغان دولت كې د فساد پرشتون ډنډورې غږوي  بايد پردې واقعيت هم اعتراف وكړي چې ددې فساد ريښې په واقعي معنا د نړيوالې ټولنې او مرستندويو ادارو تر لوړوپوړيو چارواكيو پورې غځيدلې دي، كه په افغانستان كې په مجموع كې دغه ناخوالې له بنسټه اصلاح نشي، د ادارو او څيرو بدلون او يا د شعارونو بدلون به هيڅكله هم وضعه بدله نه كړي او هيڅكله به نړۍ له دې اړخه د آرامۍ احساس و نه كړي، هيڅكله به افغان ولس قانع نشي او هيڅكله به هم دغه تاوده شعارونه و لوبې همدغسې دوام و كړاى شي.

 

 

فرستادن/حفظ کردن

4 Responses for “د فساد اصلي جرړې چيرته دي؟”

  1. Vote -1 Vote +1وردګ-هالنډ says:

    دغه خبری هم واورئ، چی کله څوک د الله سره ، د جهاد سره، ملت سره خیانت کوی، داس خبری به آوری:
    https://www.youtube.com/watch?v=9IEPL9aun34&feature=related

  2. Vote -1 Vote +1وردګ-هالنډ says:

    چکری صاحب، حالی شما کدام حصه یی موټر کرزئ شدید، سلنګسر، بت شټپنی………………………………………………………………..لاندی ویډیو وګورئ د چکری خپلی خبری:

    https://www.youtube.com/watch?v=u-8NqETbXyk
    https://www.youtube.com/watch?v=97XLWMhgnXk&feature=related!

  3. Vote -1 Vote +1وردګ-هالنډ says:

    په ریښتیا هم، چي کله اروپا کی وکتل شی، نو ډیر داسی خلک شته، چي هفوی دریم درجه ملکو ته یواځی په دی نیت ځی، چی پیسی پیدا کړی، کله چي هلته لاړشی، هر څوک د خارچی په سترګه ورته ګوری، خو په ریيښتیا سره به یو خرکار هم نه وی.
    ځینی افغانان وروڼه هم، چي په دي ښه پوهیږی، چي یوا ساعت مکدونالد کی پاکاری، پنځه یورو یا اوه ډالره کیږی، ولی افغانستان کی، ځان ته په میاشت کی د اروپا د کال ګټه ونه کړی.

    همدارنګه نن خبر شوم، چي کرزی صاحب یو بل غل، د حج او اوقافو وزیر کړئ،، په داسی حال کی ، چی په کلتور وزارت کی دوسیه هم لری، دا چکری غل، په ځان ته نوری د چکر پيسی هم ټولی کړی، دا خدای او رسول، او شهیدانو رټلی کسان بیا ولی د خلکو په اوږ ور سوروی؟
    که دا نن ڼړیواله ټولنه نه وی، دوی به انتخاباتو ته ولاړ وو؟
    د دوی دا خړ پکولونه د ورک شی، چی د آخرت په ورځ یواځی ددی ځواب ورکړی، چي ولی دوی د مجاهد پاک نوم بد کړ هم ډيره به وی.

  4. Vote -1 Vote +1ahmad jana says:

    i like this article it is very nice can you guys fix a link so if we can forward the article to someone

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    رښتیا ښه دی که درواغ؟

    March 1st, 2012

    طنز  محمود نظری رښتیا ښه دی که درواغ ؟!       یو دوکان[...]

    پاى ته رسيدونکى ژمى، ختيځ او ناامني

    March 1st, 2012

      ارشادرغاند د افغانستان دولت د يو شمېر نورو فرصتونو پ[...]

    نخستین نشست سه جانبه افغانستان چین و پاکستان برگزار شد

    March 1st, 2012

    : کابل:- نخستین نشست نمایندگان افغانستان، پاکستان و چین [...]

    مصر از دستگيري سيف العدل، جانشين موقت بن لادن خبر داد

    March 1st, 2012

      قاهره:- مسئولان  میدان هوایی مصر از دستگيري سيف ال�[...]

    نشستی برای آماده گی کنفرانس توکیو در کابل برگزار می گردد

    March 1st, 2012

    کابل:-بر اساس اعلامیه ریاست جمهوری » حامد کرزی رئیس جمه�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars