واشنګټن:- دامريکا سي، ان ، ان شبکي د ا مريکا د حکومت ديو جګپوړي چاروا کى دڅرګند ونو له مخې خبر ورکړ د خصوصي امنيتې کمپنيو د زيان په اړوند د افغا نستان د جمهور رئيس دريځ مو جه بلل شوى دى .
په افغا نستان او پا کستان کې د ا مريکا د متحده ايالاتو خاص استازي ريچارد هالبرو ک د جمعى په ورځ په يوه مرکه کې وويل: نړيوالى ټولنې اود ا مريکا متحده ايالاتو د خصوصي امنيتې شرکتونو دړنګولو په باب د افغا نستان د حکومت پر له پسي اعلاميو ته پا ملرنه ونه کړه . ترڅو چې افغا نستان ددغو شرکتونو په ړنګولو اقدام و کړ .
هالبرو ک په يوه خبرې غونډه کې د خصوصي امنيتې کمپنيو دړنګولو په اړوند د افغا نستان د جمهور رئيس د تصميم ملا تړ کړى دى ده د خپلو خبرو په يوه برخه کې د افغا نستان د جمهور رئيس تصميم منطقى و باله او زيا ته يي کړه : نړيوالى ټولنې د افغا نستان د حکومت دغى انديښنې په پا م کې نه و نيو لى په داسي حال کې چې د افغا نستان حکومت ددغو شرکتونو په ړنګولو جدى دى هالبروک دخپلوخبرو په يوه برخه کې دخصوصي شرکتو نو کسا ن په لسګو نو زره تنه وبلل او بيلا بيل هيوادو نه يي ددغو شرکتو نو دسمبالولو په کار کې شا مل و بلل او وي ويل يو شمير دغه شرکتو نه په فساد ککړ دى ، له څو مرا جعو سره يي تړو نو نه لاسليک کړي دي ده هغه رپوټو نه چې ګنې جمهور رئيس کرزي د نړيوالى ټولنې فشارونو ته تسليم شوى ، رد کړل اوڅرګنده يي کړه د افغا نستان جمهور رئيس غوا ړي چې په دې اړوند دده حکم تطبيق شي.
افغانستان يو خپلوا ک هيواد دى اود افغا نستان خپلوا کى او واکمنې ته درنا وي ضروري دى دا څرګند ونې په داسي حال کې کيږى چې د افغا نستان حکومت تيره اوونۍ اعلام و کړ چې يوه کميټه به جوړه کړى چې ددغو شرکتو نو دړنګولو بهير په سمه تو ګه وڅاري ترڅو چې عمرا ني او پرمختيا يي پرو ژى زيا نمنى نه شي دغه کميټه چى د افغا نستان د کور نيو چارو وزارت په مشري اود ناتو د استا زو په ګډون جوړه شوى ددغو کمپنيو دړنګولو لپاره ديو مهال ويش د برا بر ولو مسوو ليت په غا ړه لرى چې دغه سند به دروان کال د نوامبر د مياشتې په پنځلسمه نيټه جمهور رئيس ته وړاندې کړى