کابل(ویسا)::- د جمهوری ریاست په یوه خبر پاڼه کې حامد کرزي وایی ؛ په ژورى خواشينۍ سره خبر شوم چې د افغا نستان لوى دينى عالم ، شيخ الحديث مولوى تره خيل دورپيښي نارو غۍ له ا مله له دي فا ني نړى څخه سترګي پټې کړي دي .
انا لله و ا نا اليه را جعون
اروا ښاد مولوى تره خيل خپل ټول شريف عمر ددينى علو مو په زده کړه او تد ريس تير کړ ډير شا ګردان يې ورو زل . د جهاد يو ډير کلک ملګرى و اود جهاد تر بري وروسته يي په افغا نستان کې دسو لې د تامين لپاره له نورو افغا نا نو سره ګډې ډيري زيا تې او د مننى وړ هڅې و کړې، د ده مړينه يوه ضايعه ده .
حامد کرزي د خبر پاڼې په ترڅ کې وایی ؛ دخپلې خواشينۍ اوډاډ ګيرنې مراتب د ده کورنۍ ، دوستا نو اود افغا نستان دينى علما وو ته وړا ندې کوم . الله تعالى دى مولوى صاحب وبخښى او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي