خوست:- دخوست ولايت سيمه ييزو مقا ما تو تاييد کړه چې تيرماښام ددغه ولايت په مربوطاتوکې په نړيوالو ځواکونو ځانمرګي بريد وشو چې عسکرو ته زيان نه دي رسيدلى.
دخوست ولايت دتڼيو ولسوال دولت خان قيومي رسنيو ته ويلي دى دتڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دبهرنيو عسکرو په وسايطو ځانمرګې بريد وشو .
په دې بريدکې يواځى ځانمرګې بريد کوونکى وژل شوى او عسکرو ته زيان نه دي رسيدلى. دافغا نستان په جنو ب کې د نړيوالو ځواکونو خبرځايونو په خوست کې دغه ځان مرګې بريد تاييد کړى او ټينګار يې کړى دى چې په دې بريد کې دهغوې عسکرو او وسايطو ته کوم زيان نه دى اوښتي