کندهار:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس، نن سهار نهه بجې د کندهار ښار د کابل دروازې په دوه لاري سيمه کې د ملګرو ملتونو پر موټريز کاروان د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې.
د عيني شاهدانو په وينا، دوه تنه عام وګړي پكې ژوبل شوي دي.
د كندهار ولايت د امنيت امر فضل احمد شيرزاد وايي، چې دلته د ګاز يوه ډبه چاودېدلې، خو د مرګ، ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي او د والي وياند ځان ناخبره ښيي.
د ميرويس روغتون مسؤلين وايي، چې د يادې پېښې څخه يې څوک نه دي وروړي.
وسله والو مخالفينو هم د پېښې په اړه خپل غبرګون نه دى ښوولى.
.