اسدالله وحيدي
وروسته له هغه، چې روسي او ناټو ځواکونو په ګډه د ننګرهار په شينوارو کې د نشه يي توکو لابراتورونه له منځه يووړل، ولسمشر د ناټو دغه ګام وغانده او ددغه ډول خپلسرو عملياتو تر سره کول يې دافغانستان له ملي حاکميت او نړيوالو قوانينو څخه څرګنده سرغړونه وبلله او ګواښ يې وکړ چې ددغه ډول عملياتو تکرار به وړ غبرګون له ځان سره ولري.
خو د ولسمشر له غبرګون وړاندې له نشه یي توکو سره د مبارزې د وزارت مرستیال محمد ابراهیم اظهر ويلي وو، تمه لري چې روسیه به د ننګرهار دعملياتو په څير چې د روسي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي دي، په دې برخه کې نوره مرسته هم وکړي. نوموړي زياته کړې وه، چې که چیرې روسیه له نشه یي توکو سره د مبارزې یوه ځانګړې ډلګۍ هم افغانستان ته راولیږي، نو دوی به یې ملاتړ وکړي.
روسي ځواکونه د چا په غوښتنه، کله او څنګه افغانستان ته راغلل؟ چا ورته په افغانستان کې ددغه ډول عملياتو اجازه ورکړې وه؟ له ناټو ځواکونو سره د روسي ځواکونو دغه ګډ عمليات د کومو نړيوالو قوانينو له مخې ترسره شوي دي؟ په دې عملياتو کې د افغانستان توافق او اجازه ولې نه ده اخيستل شوې؟
دغه او دې ته ورته ګڼې نورې پوښتنې شته چې ناټو ځواکونه يې بايد په اړه افغان دولت ته توضيحات ورکړي.
دا سمه ده، چې د افغان حکومت او روسيې ترمنځ اوس اړيکې ترينګلې نه دي، خو روسيه ( پخوانى شوروي) په افغانستان کې د وحشتونو او جنايتونو يو دردونکى تاريخ لري، روسيه په افغانستان کې د ستونزو اصلي سرچينه ده، د افغانستان د اوسني بد حال لامل هم روسيه ده او ناټو او نور بهرني ځواکونه هم پر افغانستان د روسيې د يرغل د اغيزو په پايله کې افغانستان ته راغلي دي. پر دې ټولو افغانان پوهيږي، په افغانستان د شوروي د يرغل خاطرې لا هم ژوندى دي، لا هم خلک د روسي وحشتونو او جنايتونو کيسې کوي او لا هم ددوى د يرغل له امله لکونه ګونډې، يتيمان او معيوبين ژوندي دي.
په داسې حالاتو کې يو ځل بيا په افغانستان کې د روسي ځواکونو عمليات، هغه که په هره بڼه وي، د افغانانو پر زخمونو د مالګې دوړول دي او له شک پرته چې د افغانانو پراخ غبرګون به له ځان سره ولري.
ددې ټولو ترڅنګ وروستي عمليات چې د افغان دولت له اجازې او توافق پرته ترسره شوي د افغانستان د ملي حاکميت او نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې دي.
افغان حکومت بايد په دې اړه له ناټو څخه د توضيحاتو د غوښتلو ترڅنګ ددې ډول عملياتو د تکرار مخه ونيسي، روسي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت معين له دې امله چې د يرغل او د افغانانو پر زخمونو د مالګې اچولو هر کلى يې کړى له دندې ګوښه کړي او قانوني چلند ورسره وکړي.