Posts | Comments | E-mail /

د افغانستان سوله او د میانه حلونو ستراتیژي

Posted by on Oct 31st, 2010 and filed under افغانستان در آیینهء مطبوعات جهان, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په اسلام الیوم کې د عبدالرحمن ابوعوف لیکنه

ژباړه عبدالرحمن فرقانی

له کومې ورځې نه چې د واشنګټن ځواکونه دافغاانستان پلازمینې کابل ته ننوتلی او دطالبانو نظام ئې ړنګ کړی دی ، تر نن ورځې پورې دوې داسې ستونزمن کړکیچ سره نه ؤ مخ شوی لکه چې په دې ورووستیو ورځو کې ورسره مخ شوی دی ، او دې داسې تګلارې دانتخاب او غورکولو څخه عاجز او ناتوانه دی ، چې د افغانستان له ګرداب څخه ئې د ډاډمن او مطمین وتلو پخلی وکړی ، د تیرو دو کالونو په ترڅ کې چې د باراک اوباما سیاسی اداره پکې سپینې ماڼۍ ته رسیدلی ده ، او دحکم واږې ئې په لاس کې اخیستی دي ، د افغانستان په کشاله کې ئې په دوه اړخیزه ستراتیژۍ تکیه کړی ده ، له یوه لوری ئې پرطالبانو نظامی او عسکري فشار راوستي دی ، چې خپلې سیاسی او ستراتیژیکې غوښتنې تر ډیره حده راټیټې کړی ، اوبل لوری ته ئې دسولې په هغه پروسه تکیه کړی ده ، چې په پایله کې ئې  د امریکایی شرطونو او غوښتنو پر بنسټ لکه د افغاني دستور (اساسی قانون ) منل ، اوپه سیاسی پروسه باندې اعتراف کړل او د القاعدې سره د اړیکو شلول دي ، باید تر سره شي .

خود افغانستان د ساحې هریوڅارونکی په سترګو لیدلی شي ، چې واشنګټن د دغو هر یوه هدف په تحقق  کې وروسته پاتی اوشکست ئې خوړلی دی ، او دا د سولې او نظامی فشار سیاست د طالبانو د موقف په بدلولو کې اغیزمن نه دی ثابت شوی اوطالبان ئې د خپل موقف نه دیوې ګوتې په کچه نه دی ښورولي ، چې په سرکې ئې د بهرنیو ځواکونو وتل ، او افغانانو ته  خپل واک ورکول دی تر څو خپل سیاسی برخلیک د اسلامی هویت په چوکاټ کې په خپله وټاکي ،  په داسې حال کې چې د دوی نظامی عملیات او فشار هم د طالبان مرکزونه او ځالې  ړنګې نه کړې ، بلکې برعکس طالبانود هرې ورځې په تیریدو سره نوی ساحې او نوي ملګري پیدا کوي ، او د افغانستان ځمکه ئې د اور په سکروټه بدله کړې ، چې امریکا او د ناتو ځواکونه د بې شمیره ستراتیژیو سره سره نه شي کولای چې دا اور مړ کړي .

سیاسی روغه جوړه

د امریکا دغه شکست په افغانستان کې واشنګټن دې ته مجبور کړې ، چې خپله ستراتیژي یوځل بیا له سره وڅیړي ، نو دلڼډ مهال لپاره ئې د مصالحې په پروسه تکیه وکړه ، او ولسمشر ښاغلی کرزی ئې وهڅاوه چې د طالبانو سره د سولې نوې پروسه په لاره واچوي ، او ریاست ئې پخواني ریس برهان الدین ربانی ته ورکړی ، کوم چې طالبانو ئې په کال ۱۹۹۶م کې حکومت ونړاوه او له کابل نه ئې وشاړه ، ترڅو د سولې لارې چارې په طالبانو کې د معتدلو عناصرو سره  په داسې ډول ګړندۍ کړي ، چې افغانستان ته سیاسی ثبات او استقرار راولي ، سره لدې که دا خبرې اترې په پټه اوسري توګه د طالبانوسره د هغو بنسټونو په اساس تر سره شي چې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ او طالبان په دې قانع کړي چې لدې روغې جوړې سره په ښه توګه په مخ ولاړ شي او په هیواد کې د وینو دغو آبشارونو ته دپای ټکی کیږدي .

وړاندې لدې چې د دې پروسې په مؤثرتوب او بریالیتوب خبری وکړو ، په داسې حال کې چې په دې نوې پروسه کې  د تیرو پروسو په پرتله څه نوی شي هم نه شته ، پکار ده چې د رباني د شخصیت ، سیاسي پریکړو او د طالبانو سره ئې د سختې دښمنۍ اړوند په هغه پوښتنه رڼا واچوو،چې په پراخه توګه په سیاسی ډګر کې مطرح کیږي ، او دا پوښتنه دا ده : آیا داسې سړی چې د ربانی غوندې سابقه (ماضي ) او شخصیت ولري د هغې سولې د عالی شوری د ریاست لپاره مناسب سړی دی ، چې تمه ترې کیږي چې طالبان په دې قانع کړی چې وسله کیږدي ، په داسې حال کې چې سیاسی ډګر ته د طالبانو راګرځیدل اوپه سیاسی برخلیک کې شریکیدل به حتما د دې لامل شي چې د ربانی او دهغه د شمالی تړوالې رول او اهمیت د افغانستان په سیاسی ډګر کې کم او راټیټ کړي ، که ئې بالکل له سیاسی ډګر نه ګوښه نه کړي ، بلکې دا کار د دې لامل شوی چې خلک په دې باور شي ، چې د ربانی د سولې عالی شوری به هم د صبغت الله مجددي له شوری اواصلاحي کړنلارې څخه توپیر ونه لري .

لیرې له دې نه چې آیا ربانی د دې دندې لپاره مناسب سړی دی که نه په خپله  د سولې  په دغه پروسه کې ډیرې پوښتنې نغښتی دي ، پرځای د دې چې ځوابونه پکې نغښتی وي ، په تیره بیا لدې اړخه چې په همدغه مفهوم او بنسټ چې د طالبانو له معتدلو عناصرو سره خبرې وشي او دې ته اړشي چې وسله په مځکه کیږدي  په سیاسی برخلیک کې شریک شي ،  دافغانستان اساسی قانون ومني ، دالقاعدې سره اړیکې وشلوي .. تکراری پروسه بریښي ، او دا هغه ټکي دی چې طالبانو په کراتو رد کړی ، او هر هغه دسولې وړاندیز ئې رد کړی چې د یرغلګرو ځواکونو د وتلو مهال ویش  له وړاندې و نه ټاکي ، او دا هغه موقفونه دي چې واشنګټن ته او دهغه اتلافي ځواکونه ته د ناتو په پیمان کې او همدا راز په کابل کې سیاستمدارانو ته د منلو وړ نه دي .

د سولې د پروسې په هکله دا پوښتنه مطرحیږي ، چې د سولې په دې وړاندیز کې څومره داسې مؤثر بدلونونه رامنځ ته شوی چې په دې قادر وی تر څو د طالبانوپه  موقف  کې بدلون رامنځ ته کړي ، او دامریکا سیاسی اداره څومره په دې قادره ده چې معتدل طالبان له سختدریځه طالبانو څخه بیل کړي ، او آیا په طالبانو کې داسې مختلف سیاسی دریځونه شته دي ،چې په معتدلو او سختدریځو وویشل شي ؟  طبیعي ده چې ځواب نه دي . ځکه چې د طالبانو سیاسی موقفونه اوپریکړې د سولې د پروسې او نورو مسایلو اړوند په خپل حال دي ، او د سیاسی مشرتابه او د میداني مشرانو تر منځ ئې یوالی شته دي ، دا سره لدې چې هغه وړاندیزونه چې امریکایانوطالبانو ته په دې وروستی کې وړاندې کړی د ځینو طالبانو خلو ورته اوبه کړی او د ځینو نومونه ئې د تروریزم د تور لست نه لیرې کړي،هم د دې لامل نه شول چې د طالبانو د سیاسی موقف اوپریکړې په نرمولو کې مؤثر ثابت  شي  .

طبیعي ده چې د طالبانو په موقف کې بدلون رامنځ ته نه شی ، خو کیدای شي چې د امریکا په چنلونو کې ډیرې داسې اوبه بیدلی وي ، چې د امریکا اداره د اوباما په مشرۍ دې ته اړه کړي ، چې د طالبانود حرکت اړوند ئې په موقف کې بدلون رامنځ ته شي ، چې د افغانستان په پراخه سیمو برلاسه دی ، اوځینو رپوټونو او څیړنو خو دا برلاسی ۷۰ ٪ ښولی دی . لدې څخه هغه اوازه چې د امریکا د اداره له پټو خونوڅخه روتلی او پدې دلالت کوي چې د امریکا اداره حاضره شوې ترڅو په اساس قانون کې بدلون ته پدې اعتبار سره غاړه کیږدي چې هر شی د بدلون وړ دي ، او د دې پلمې پر بنسټ چې د افغانستان اوږد تاریخ په دې دلالت کوي چې پارلماني حکم د دې هیواد لپاره مناسب حکم دی ، اوپه دې هیواد کې د ثبات او استقرار لامل کیدي شي . او دا هغه موقف دی چې د طالبان دحرکت د مشرتابه له غوښتنې سره تر ډیره حده توافق لري ، کوم چې غواړي  دهیواد لپاره اساسی قانون له سره جوړ شي ، اوښایي چې  د حرکت په منځ کې ګڼ شمیر خلک د دې مطلب سره توافق  وښيي .

میانه حلونه

د امریکا په موقف کې بدلون تر دې کچې نه منحصریږي ، بلکې  په اساسي قانون کې د بدلون سربیره  کیدای شي د لویدیځ هیوادونه او په سرکې ئې امریکا  د دې اعتبار پر بنسټ چې د اوباما اداره له وړاندې په کال ۲۰۱۱م کې د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهال ویش ټاکلی له افغانستان څخه وتلو ته غاړه کیږدي ،  او دا هغه اشاره ده چې په دې دلالت کوی چې ګواکې واشنګټن دې ته حاضر دی ، تر څو هغه میانه حل د طالبانو سره ومني چې د دوی ستراتیژي کړکیچ ته د پښتنو په هیواد کې د پای ټکی کیږدي . خو دطالبانو سره میانه حل ته د واشنګټن غاړه ایښودل  پدې مانا نه دی چې طالبان دې په هیواد کې بیا هغه پخوانی سیاسی رول ولوبوي ، بلکې د واشنګټن څیړل شوی تنازلونه طالبانو ته پدې منظور دی چې پر ټول افغانستان باندې ئې د برلاسی مخ ونیسي ،  د اوسنیو سیاسی واکمنو قوتونو سره ئې په حکم کې شریک کړی ،  د القاعدې نفوذ ته په افغانستان کې دپای ټکی کیږدي . او کیدای شي د دغې نظریې پخلی هغه بې دریغه مالی مرسته وکړي چې په هیواد کې د امنیتي قوتونو او موسسو د پیاوړتیا لپاره وړاندې کیږي ، تر څو په دې قادرشي چې د طالبانو د برلاسی مخه ونیسي . او واشنګټن سره لدې چې د نظامی تګلارې په ناکامۍ پوهیږي ، خو نه غواړي افغانستان طالبانو اود هغوی سره ملګریو قوتونو القاعدې  ته د ساده او آسانه نمړۍ په څیر پریږدي .

دا یادونه اړینه ده ، چې د امریکا له لوری د طالبانو سره د سولې د پروسې  تائید او د منځنۍ سیمې  لپاره د امریکایی مسؤل جنرال پیټریوس په خوله دا اعلان چې د طالبانو یو مهم مشر ته ئې اجازه ورکړې چې کابل ته راشي او د سولې د پروسې پرامکاناتو او څرنګوالی د دولت سره خبری وکړي ، سره لدې چې په دې کې د سولې د پروسې تایئد او ورسره د مرستې اشاره ده ، خو په دې کې د واشنګټن هغه هیله هم نغښتی ده چې د طالبانو په منخ کې د اختلافاتو غوښتونکی ده ، او غواړي په دې تګلاره د طالبانو ځیني خلک ورنه راګوښي کړي ، چې لدې پروسې سره یو ځای شي ، دا په داسې حال کې چې تر اوسه  د طالبانو موقف  دسولې هر هغه وړاندیز ردوي چې د دوی شرطونه ونه مني .

سربیره په دې د ځمکې پرمنخ وضعیت ، د امریکا او ناتو پرځواکونو د طالبانو دحملو ډیروالی  ،او د اقتصادی بحران وده ، د اوباما د ادارې په وړاندې د لوبې ساحه تنګه وي ، او د اوسنی وضعیت په بنسټ ئې په افغانستان کې دوام او پاتې کیدل هغه ګواښ دی چې له یوه لوری د واشنګټن نړیوال زعامت په خطر کې اچوي ، او له بل لوری د اوباما  د ادارې په سیاسی راتلونکی چې خلک د افغانستان نه د امریکا دځواکونو راستنیدل ورنه غواړی بده اغیزه وکړي ، او د دې اعتبار په اساس چې دا جنګ د خپل واک پربنسټ جنګ دی نه دې کوم مجبوریت په اساس ، باید په افغانستان کې  له هغو  یو اړخیزه پریکړې  څخه ډډه وشي ،چې کیدای شي د امریکا د قوتونو پرضد د خلکو د دښمنۍ احساسات راوپاروي .

مختلف لیدلوري

په افغانستان کې د سولې د پروسې څخه د واشنګټن او دهغه د ملګرو هیوادونو ملاتړ په دې مانا نه دی ؛ چې نړۍ د ثبات او استقرار لوری ته ورنیږدې شوې ده ، د طالبانو موقف د سولې د پروسې د وړاندیزونو اړوند لا تر اوسه په خپل حال دی ، د حرکت جهادی طبیعت اورنګ د دې مخنوی کوی چې د واشنګټن سره خبرو اترو ته کیښینې ، او دا په داسې حال کې که چیرې په اساسی قانون کې  هغه بدلون رامنځ ته نه شي  ، چې د هیواد اسلامی هویت وساتی ، او امریکایان له افغانستان نه ونه وځي ، دا سربیره په دې چې د طالبانو سره د سولې د پروسې  د ریس برهان الدین ربانی اړوند  د کلک  شک باور شتون لري ، چې د سولې دې زیار ته به مناسبه فضا رامنځ ته نه کړي ، خصوصا چې ربانی به په هیڅ ډول حاضر نه شی چې داسې پریکړې وکړي چې د طالبانو راګرځیدل د افغانستان سیاسی برخلیک ته تضمین کړي ، بلکې د داسې پریکړو هڅه به وکړی چې د شمال ټلواله په دې قادره کړي ، تر څو د افغانستان د سیاسی برخلیک ډیره برخه ترلاسه کړي ، دا سربیره په دې چې د طالبانو سره د روغې جوړې  دا پروسه بهرنی او داخلی ملاتړ نه لري اوپه سرکې ئې د طاجیک ،اوزبک او هزاره (شیعه ) نه غواړی چې د طالبانو سره دسولې پروسه بشپړه شي او یو ځل بیا د طالبانو او پښتنو حکومت راوګرځي .

دلته یوه خبره ډیره د اهمیت او پام وړ ده چې باید ورسره په جدي توګه برخورد وشي ، او هغه د سولې د پروسې اړوند  د پاکستان د حکومت او دهغه د عسکری استخبارتي شبکه موقف دی ؛ د هیچ چا نه  پټه نه ده ، چې د اسلام آباد او د کرزی د حکومت تر منځ  اړیکې څومره سړې دي  ، ځکه چې اسلام آباد په دې باور دی چې په افغانستان کې د هند هغه نفوذ مخ په ډیریدو دی  چې د پاکستان په کلابندۍ کې ډیر اغیزناک دی او د هرې سولې په پایله کې به د طالبانو د برلاسی مخنوی وکړي ، د مثال په توګه د یوه نوی اتلاف تشکیل چې پکې ټول سیاسي قوتونه راټول شي ، او د افغانستان سیاسی نقشه له سره انځور شي د پاکستان سیاستمدارانو او نظامیانو ته د منلو وړ نه ده ، چې په خپل وار ئې د دې پروسې مخالفت ته راپاروی چې د طالبانو د برلاسي مخنوی پکې نغښتی دی ، او طالبان دې ته هڅوی چې د دې پروسې اړوند مخالف موقف ولري ، او دا موقف کیدای شي دا د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي که چیرې امریکا او د کابل حکومت هڅه ونه کړي چې  د پاکستان حکومت سره روغه  جوړه و کړي  ، او دطالبانو په هکله ئې مرسته تر لاسه نه کړي ، آن تردې که دا خبرې پټې اوسري هم وي .

د طالبانو د مخالف دریځ ، د پاکستان تحفط او د سیمیزو اطرافود متفاوت دریځونه په  دغه چاپریال کې  ستونزمنه ده چې د افغانستان د سولې اړوند څه وړاندوینه وشي ، په داسې حال کې چې د مختلفو اطرافو دریځونه متفاوت اویوله بل نه لیري دي ، د بیلګې په څیر د طالبانو دغې ِغوښتنې ته چې باید له افغانستان نه دامریکا او بهرني ځواکونه ووځي ، دخیل بهرنی هیوادونه ورته غوږ نه نیسي ، خصوصا چې دغه وتل نن له افغانستان نه په دې مانا دی چې سبا طالبان برلاسی شي ، او دطالبانو شروطونو ته غاړه ایښودل په دې مانا دي چې د افغانستان له تاریخ څخه دا  نه کاله  تاریخ په بشپړه توګه لری شي ، اودامریکا حضور ته دپای ټکی کیښودل شي ، او دا کار به حتما د امریکا د ستراتیژۍ ماتی په مانا وي ، چې هیڅ کله بې  ئې امریکا و نه مني .

دلته یوه اشاره ډیره اړینه ده چې طالبانو ته د دوی جهادی خصوصیت او په سیاسی او نظامی ډګر کې په مخالف دریځ باندې ټینګار په سیاسی لوبه کې پراخه ساحه ورکوي ؛ اوپه هیڅ صورت کې دې ته اړ نه دی چې واشنګټن ته تنازلونه ومني ، اوښایي صبر وکړي او انتظار وباسي چې تر دې ښه وړاندیز ورته وشي ، اوپه داسې حال کې چې د عسکري تګلارې په اساس یو لوری هم د بشپړ بری قدرت نه لري ، نو په افغانستان کې  سوله  ډیره لري  بریښي ، دا سربیره په هغه سیمه ایزو اړخونه چې نه غواړی دا پروسه بشپړه شي ، اوکیدای شي  دا اوسنی وضعیت دوام پیدا کړي ، چیرې چې امریکا نه حاضزیږي چې له کومې لوری راغلی  له هغې لارې بیرته ووځي ، او طالبان د امریکایانو په شړلو او ماتی باندې ټینګار کوی او وایی : چې امریکایان به هم په افغانستان کې شورویانوته په ورته انجام ګرفتار شي .

او د دغو دو متضادو موقفونو په منځ کې ښایی د افغانستان ملت ډیرو کالونو ته اړتیاولری چې د اشغال پاڼه واړوي  ، او یوه نوی تګلاره پیدا کړي ، چې له سره د افغانستان ټولنه داسې جوړه کړي چې تیرکشمکشونه ویر کړي او یو نوی ژوند پیل کړي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار
    • فردی که در اسلام آباد فیر های هوایی می کرد، دستگیر شد
    • محتوای ایمیل جی میل محفوظ نیست
    • نن به بیا د اخوان المسلمین ګوند غړي په مصر کې مظاهرې وکړي
    • بدون شرح
    • فيضى: رييس جمهور کرزى از کانديدای خاصى حمايت نميکند