Posts | Comments | E-mail /

د كندهار عمليات، ماتم او ښادي دواړه

Posted by on Oct 31st, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

عنايت الرحمن مايار

د ناټو ځواكونو او يو شمېر افغان امنيتي چارواكو د كندهار په ارغنداب، پنجوايي او ژېړۍ ولسواليو كې له تېرې يوې مياشتې راهيسې پيل شوي عمليات بريالي بللي دي.

د ناټو ځواكونو عمومي قومندان جنرال پټريوس ويلي چې د كندهار په عملياتو كې له توقع زيات پرمختګ شوى دى:(( په ژېړۍ او پنجوايي ولسواليو كې له تېرې يوې مياشتې راهيسې عمليات روان دي، زرګونه تنه افغان، امريكايي او كاناډايي سرتېري په كې ګډون لري او په بيړه پرمخ روان دي.))

په كندهار ولايت كې روان عمليات د دې ولايت لوېديځ پلو ته له ارغنداب ولسوالۍ څخه پيل شوي چې لا هم په ژېړۍ او پنجوايي ولسواليو كې دوام لري.

د كندهار د والي وياند زلمي ايوبي ويلي چې اوسمهال دغه عمليات په زنګاواټ سيمه او پنجوايي ولسواليو كې د ملي پوليسو، ملي اردو، د عامه نظم پوليسو، سرحدي پوليسو او آيساف ځواكونو له لوري پرمخ روان دي:(( په دغو عملياتو كې يو شمېر ماينونه او چاودېدونكي توكي ترلاسه شوي او له منځه وړل شوي دي.))

بل پلو د دفاع وزارت هم په يادو شويو درې ولسواليو كې د بهرنيو او كورنيو سرتېرو له لوري پيل شوي عمليات بريالي بللي دي.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په كابل كې يوې خبرې غونډې ته وويل:(( د كندهار ولايت عمليات د نورو عملياتو په نسبت ډېر پراخ او بريالي ښكاري او هم په كې د ولسي وګړو له مرګ ژوبلې مخنيوى شوى دى.))

نوموړى زياتوي چې په دغو عملياتو كې د پنجوايي، ارغنداب او ژېړۍ ولسوالۍ ډېرى سيمې د خلكو په مرسته او همكارۍ د وسله والو مخالفينو له ولكې وتلې دي:(( د كندهار تر عملياتو وروسته به په نورو ناامنه ولايتونو كې عمليات پيل كړو، موږ د كندهار په عملياتو كې تجربه وكړه چې د خلكو له همكارۍ پرته هېڅ وخت هم كاميابېدلى نه شو.))

د عظيمي په خبره، د دغو عملياتو مشري ملي اردو كوي او ملي اردو د دې توانمندي پيدا كړې چې په يوازې ځان عمليات پرمخ بوځي.

افغان او بهرنيو ځواكونو دغه عمليات په داسې حال كې بريالي بللي دي چې ډېر شمېر ولسي وګړي او په ولسي جرګه كې د هغوى استازي له روانو عملياتو خوښ نه دي او د هغو په اړه يې د افغان او بهرنيو ځواكونو څرګندونې تبليغات بللي دي.

د كندهار پوهنتون محصل صفت الله د افغان او بهرنيو ځواكونو دغې بريا ته د شك په سترګه ګوري او وايي، لا هم په سيمه كې جګړه روانه ده او په اړه يې قضاوت كول له وخت نه مخكې دي:(( افغان او بهرنيو ځواكونو تر دې مخكې هم ډېر ځله خپل عمليات بريالي وبلل، خو د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته بېرته طالبان په سيمه كې ځاى پر ځاى شول او هماغه ناامني بيا پيل شوه.))

د كندهار ولايت د پنځمې ناحيې اوسېدونكى وحيدالله وايي، د عملياتو له پيلېدو راهيسې په ښار كې ناامني ډېره شوې او د شپې له خوا طالبان د ښار په لارو او كوڅو كې خلك تلاشي كوي:(( دې عملياتو ته څنګه بريالي ووايو؟ هره شپه طالبان په ښار كې خلك تلاشي كوي، ترور او د خلكو وژنې نور هم زور اخيستى، دولت په ولسوالۍ كې خپل عمليات بريالي بولي، خو د ښار له وضعيت نه ناخبره دي چې ډلې ډلې طالبان په كې ګرځي.))

بل پلو په ولسي جرګه كې د كندهار د خلكو استازى خالد پښتون هم د ښار په دويمه، درېمه او پنځمه ناحيه كې د شپې له خوا د طالبانو پر تلاشۍ اعتراف كوي او وايي، په يادو سيمو كې طالبان د شپې له خوا خلك تلاشي كوي:(( په دې كې شك نه شته چې د دغو عملياتو په نتيجه كې طالبان له ولسواليو څخه ښار ته ننوتلي دي.))

پښتون د دې پړه د دولت پر غاړه ور اچوي چې د عملياتو پرمهال يې د كندهار ښار له دروازو سمه ساتنه ونه كړه:(( له دغو عملياتو سره په ښار كې ناامني ډېره شوې ده، د كندهار ضعيفه او په فساد ككړه اداره په دې ونه توانېده چې د ښار دروازې ټينګې وساتي او ښار ته د طالبانو له را ننوتلو څخه مخنيوى وكړي.))

خالد پښتون ښار ته د طالبانو د ننوتلو يو علت دا بولي چې هغوى د روانو عملياتو په ترڅ كې تر سخت فشار لاندې دي:(( د همدغه فشار او ښار ته د هغوى د را تښتېدلو پر بنسټ ويلاى شم چې اقغان او ناټو ځواكونه په خپلو عملياتو كې لاس بري دي.))

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار
    • فردی که در اسلام آباد فیر های هوایی می کرد، دستگیر شد
    • محتوای ایمیل جی میل محفوظ نیست
    • نن به بیا د اخوان المسلمین ګوند غړي په مصر کې مظاهرې وکړي
    • بدون شرح
    • فيضى: رييس جمهور کرزى از کانديدای خاصى حمايت نميکند