ېښور: پاکستان د دغه هېواد له لارې وروسته له هغه په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو پر اکمالاتو بنديز ولګاوه، چې د دغو ځواکونو چورلکو د ډيورنډ پولې پورې غاړه د پاکستان پر قبايلي سيمو هوايي بريدونه وکړل.
د روانې اونۍ له پيل راهيسې د ناټو ځواکونو چورلکو درې ځلې د ډيورنډ کرښې پورې غاړه پر قبايلي سيمو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې له ٣٠ زيات وسلوال مخالفين او نن سهار په شوي بريد کې درې تنه سرحدي ځواکونه وژل شوي دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت ځايي چارواکيو ويلي، چې له اسلام اباد څخه ورته امر شوى، چې د ناټو اکمالاتي موټر دې د تورخم پر لوري پرې نه ښودل شي.
خبر زیاتوی چې ياد شوي موټر د پېښور او جمرود ترمنځ په بېلا بېلو سيمو کې درول شوي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستاني سرحدي ځواکونو د ناټو اکمالاتي موټر د خيبر ايجنسۍ په بېلا بېلو سيمو کې درولي او اجازه نه ورکوي، چې د تورخم په لوري ولاړ شي.
د همدی خبر پر اساس، هغه موټر چې په ناټو پورې تړاو نه لري او توکي افغانستان ته لېږدوي، هغوى ته يې اجازه ورکړې چې له پولې واوړي.
بل خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزير قمر زمان کايره، نن په اسلام اباد کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال، که څه هم د دغو بنديزونو په اړه څه ونه ويل، خو د ناټو د هليکوپترو د بريد په اړه يې د خپل دولت سخت غبرګون وښود.