پیښور : د را رسیدلو خبرونو پر اساس، په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو چورلکو يو ځل بيا د ډيورنډ د پولې پر پورې غاړه کرمې ايجنسۍ هوایی بريد کړى، چې په پایله کې یی درې پاکستاني امنيتي ځواکونه وژل شوی او درې نور یی ټپيان دي.
پاکستانۍ امنيتي سرچينې وايي، چې دغه بريد تېره شپه ناوخته د افغانستان پولې ته څېرمه د کرمې ايجنسۍ د ترۍ منګل د مندتو کنډاو پر سيمې شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ناټو چورلکو په ياده شوې سيمه کې له هوا څخه ډزې کړې، چې له امله يې درې سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان دي.
ناټو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په ورځ هم د ناټو چورلکو د پولې پر پورې غاړې بمبار کړى، چې له امله يې له ٣٠ زيات کسان وژل شوي وو.