نورستان:-د تازه خبرونو پر اساس، د نورستان چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د دغه ولايت پر ځينو سيمو د واورې ورېدل پيل شوي دي.
خبر زیاتوی چې د ولايت د مرکز پارون پر اړونده ګڼ شمېر کليو تېره او وړمه شپه له يوه فټ زياته واوره ورېدلې ده.
همدا راز خبر وایی چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د ختيځ نورستان برګمټال ولسوالۍ د واورې، ګلۍ او يخنۍ تر سختې څپې لاندې راغلې ده.
د نورستان والي جمال الدين بدر په دی هکله وایی که د واورې ورښت دوام وکړي، نو پر ځمکو ولاړ د جوارو فصلونه به له يخنۍ وچ او پر واورې پوښلې ځمکه باندې به د غنمو کر ناشونى شي.
د نورستان والي وايي، چې د غرني نورستان ډېرى خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې د يخنۍ له امله يې د بانډو په پرېښودو پيل کړى دى.