Posts | Comments | E-mail /

د سولې عالي شورا، هيلې او انديښنې

Posted by on Sep 29th, 2010 and filed under افغانستان در آیینهء مطبوعات جهان, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

له اوږده انتظار وروسته د سولې عالي شورا اعلان شوه، په دې شورا كې واقعاً داسې كسان هم شته چې په ولس كې وزن لري او په سوله او جوړجاړي كې رول درلوداى شي او داسې كسان هم چې د بن د پريكړو مجبوريت دى چې زموږ نظام به يې خداى خبر دى تر كومه زغمي.

په دې شورا كې د خبرې او استدلال ميړونه هم شته، داسې څوك چې  د ولس سترګې ور اوښتلاى شي او داسې څوك هم چې ښايي د سولې د سبوتاژ له ويرې په شورا كې نيول شوي وي.

خير اوس پر دې څه نه وايو، دغه شورا هسې تشريفاتي يو دمځاى هم كيداى شي چې سياست ځپلي ياران د خپلو تيرو ترخو خاطرو داستانونه پكې تكرار كړي او د هېواد د ملي يووالي او ملي همغږۍ يو تالار هم كيداى شي چې غږ يې د سولې په رسا غږ او ګام يې د هېواد د جګړې ځپلي ولس د ارمانونو د رژيدو او ژغورنې د مز له پيلامه شي.

ولسمشر خپل فرض تر سره كړ، د سولې او تفاهم دروند مسووليت يې د دې 68 تنو پر اوږو ور واچاوه چې هر يو يې نام خدا د ټول هېواد د زعامت او رهبرۍ دعوه دار دى.

دا يو ديني او ملي مسووليت هم كيداى شي چې زمږ سپين روبي مشران د خپلو سياسي تيروتنو كفاره پكې ادا كړي او د مظلوم اوغيرتي افغان د بدې ورځې د ختمولو لپاره په يوه غږ را پورته شي، هم خپله غاړه خلاصه كړي. هم ولس له يوه لوى ناورين نه را و باسي.

او خداى مه كړه دا د ياغي هوسونو او بې قابو شويو نفسونو، او د دنيا د جيفې د ټولولو او قاروني خزانو تر لاسه كولو يوه پلمه هم كيداى شي. خو زموږ هيله دا ده چې خداى د سولې عالي شورا د دغو اعلان شويو غړيو مخه پر خير كړي، زموږ دعا ده چې همدغه شورا زموږ د دغو مشرانو د نفسونو د تزكيې يو وياړلى منځى شي، چې دوى په ګډه سره كيني د خپلو ډلو، خپلې كورنۍ او زامنو د امتياز پر ځاى پكې د خپل آخرت او د خپل ولس د راتلونكې غم و خوري.

خداى دې دغه شورا همدغسې كړي، تير په هير خداى دې د دې شورا غړيو ته دا توفيق وركړي چې د خپل ستر او مظلوم ولس د روانو بدمرغيو د لرې كولو په لار كې مخلصانه ګامونه اوچت كړي او له دې شورا نه بالاخره د ولس د ارمانونو د تر سره كيدو داسې زيرى واورو چې اوس يې ډير لږ افغانان د اوريدو تمه ترې كوي.

(آمين)

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • غوث زلمی کیست؟
    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان