Posts | Comments | E-mail /

د كندهار پوځي عمليات او بيځايه خوشباورۍ

Posted by on Sep 29th, 2010 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

په كندهار ولايت كې په درې ولسواليو (ژيړۍ، پنجوايي او…) كې د ښامار ګوزار په نامه پوځي عمليات پيل شول چې بهرني او افغان چارواكي يې د برياؤ لاپي وهي.

په تيرو څو كلونو كې د جالبو او خطرناكو نومونو په نامه څو ځله د هېواد په ګوټ ګوټ كې ډير درانه پوځي عملايت تر سره شول، خو پايلې يې لږ تر لږۀ د افغان ولس له نظره هغسې په زړه پورې نه وې چې دعوې يې كيدلې.

د كندهار وروستي عمليات د جنرال پټريوس د عمومي قوماندانۍ پر دنده ټاكل كيدو راهيسې تر ټولو ستر پوځي تحركات دي او يوه انګريزي جنرال ويلي چې ښايي په راتلونكيو ورځو كې به په دې درې ولسواليو كې خونړۍ جګړې وشي، خو كه د هلمند د مارجې عمليات او يا پخوا د زرمت د شاهي كوټ او د پكتيا، پكتيكا او كندهار او هلمند د پخوانيو لويو پوځي تحركاتو له عينكو د كندهار اوسنيو عملياتو ته نظرواچوو پايله به بيا هم د يو شمير كورونو له ړنګيدو او د يو زيات شمير ملكي وګړو د مرګ ژوبلې او ځوريدو نه پرتله بل څه نه وي.

پينځه ورځې وړاندې د وردګو په چك ولسوالۍ كې امريكايي او افغان ګډو ځواكونو پوځي عمليات تر سره كړل چې درې ورځې دغه ځواكونه په سيمه كې پاتې شول.

په دې درې ورځو كې د سيمې اوسيدونكي په كورنو كې كلابند وو په ټوله ولسوالۍ كې د ويرې ترهې فضا خپره وه، پايله دا چې درې تنه طالبان د يوه قوماندان په شمول ووژل شول.

د بهرنيو او افغان ځواكونو له وتلو سره سم اوس پر سيمه بيرته د دولت د مخالفو ګروپونو راج دى، دغه پېښې يو ځل نه په وار وار د هېواد په ګوټ ګوټ كې تكرار شوې دي ځكه خو د كندهار د وروستيو پوځي عملياتو په باب د ښو پايلو خوشباورۍ تر اوسه له وخته مخكې دي.

متاسفانه په دې وروستيو كې د همدغسې عملياتو د منفي اغيزو نښې ډېرې جوتې دي چې ولس يې ښې احساسولاى شي، د ساري په توګه د داسې قوماندانانو وژل كيدل چې د سيمې مشرانو خبره او تفاهم ورسره كولاى شواى د مخالفينو د ځواك د ماتيدو پر ځاى برعكس داسې څېرو ته د تبارز زمينه برابره كړې چې نه د ولس سپين روبي په خبره ورسره پوهيږي او نه هغوى پر داسې تفاهم اوجوړ جاړي باوري دي، تر ډيره حده د دولت د مخالفينو نوى نسل تر پخوانيو زيات توند لاري او ولس ته سر خوږى دي.

په ټوله كې د مجردو پوځي عملياتو پايلې كه هر څومره زيات دوام وكړي په سيمه كې د امنيت د راتلو پر ځاى د ولس د زيات ځوريدو سبب شوي دي. يو ښه سارى يې د هلمند د مارجې پوځي عمليات وو چې ځينو كړيو تر ويتنام وروسته دا د امريكايي پوځيانو تر ټولو ستر پوځي عمليات بللي وو، خو هغه ولس تر ننه د هماغه عملياتو له امله د نورمال او عادي ژوندانه نه بې برخې او سرګردانه دى.

په هر صورت تر څو په دغسې پوځي عملياتو كې د عام ولس د غوښتنو او مجبوريتونو په اړه فكر نه وي شوى او هغه څه و نه شي چې ولس يې غواړي هيڅكله هم نه د ښامار ګوزار او د سيمرغ بريدونه او په نورو هيبتناكو پوځي عملياتو پريكنده پايلې راوتلى شي او نه به دا بهير ودريږي، متاسفانه د افغان مظلوم ولس غږ نن د نړيوالې ټولنې د مرستې او شتون تر ظاهري شعارونو لاندې داسې خپ شوى دى چې هيڅوك هم دا تصور نشي كولاى چې له دې ولس سره څه ډول لوبه روانه ده او څومره خطرناكه او خونړۍ لوبه ده!

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • غوث زلمی کیست؟
    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان