Posts | Comments | E-mail /

د پاكستان وروستى بحران او پر افغانستان يې اغيزې

Posted by on Sep 29th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

زبير شفيقي

په پاكستان كې يو ځل بيا سياسي بحران داسې اوج ته رسيدلى چې د اوسني حكومت د ړنګيدو ګونګوسې ورسره را پورته شوې دي.

د دغه بحران اصلي ټكى د واكمن خلكو ګوند د مشرتابه سياسي خاموالۍ او اوږده د فساد او بې كفايتۍ سابقه ده.

د پاكستان د واكمن ګوند لويه غميزه د بې نظير بوټو وژل كيدل وو چې اوس يې د واك پر سر هم دننه په ګوند كې سيالۍ روانې دي او هم د هغه هېواد له نورو سيالو سياسي ډلو، پوځ، بيروكراسۍ او سترې محكمې سره لاس او ګريوان دى.

واقعيت دادى چې بلوڅ نسبه سندى شتمن آصف علي زرداري د خلكو ګوند د مشر او د ولسمشر په توګه څو لويې غلطۍ وكړې چې اوس يې په ولس كې خپل محبوبيت بشپړ له لاسه وركړى دى، همدغه لامل دى چې د جنرال مشرف او بې نظير بوټو ترمنځ د يوه توافق له مخې چې يو سياسي جوړ جاړى وشو په هغو كې زياتو هغو پخوانيو واكمنو چې د درغليو دوسيې يې درلودې هغه ټول د دې جوړ جاړي له مخې وبښل شول، خو د پاكستان قاضي القضات افتخار محمد چودري چې بيرته پر خپله دنده و ټاكل شو د جنرال پرويز مشرف د وروستيو دوو كلونو ټولې پريكړې يې د يوې رسمې پريكړې پر بنسټ غير قانوني او لغوه وګرځولې.

په هغو كې د درغليو او فساد او مالي شتمنيو د اختلاس د دوسيو له منځۀ وړو پريكړه هم وه، په دې لړ كې د آصف زرداري او بې نظير بوټو پر خلاف د سويس په بانكونو كې د سلګونو مليونو ډالرو د بيرته ستنولو مساله هم وه.

پر يادو شويو ميرمن او خاوند دا تور لګيدلى چې د سويس په بانكونو كې يې د ولس لوټ كړي په سلګونو مليون ډالره وړي دي چې بيرته بايد راوړل شي. همدغسې په لندن كې د سرې ماڼۍ په نامه د يوې تاريخي شاهي ماڼۍ ملكيت خبره هم ده چې زرداري او ميرمن بوټو پيرلى ده. په دې وروستيو كې پر پاكستان د سيلابونو د راكيوتلو پر مهال آصف زرداري د فرانسې او انګلستان په سفر وتلى ؤ، هغه د فرانسې په سفر كې يوې بلې لويې تاريخي ماڼۍ ته ولاړ چې هغه هم د دوى ملكيت دى او نوې افشا شوه.

په هر صورت څو ورځې وړاندې د پاكستان قاضي القضات افتخار محمدچودري حكم وكړ چې د سويس په بانكونو كې د لوټ شوي دولت د بېرته راستنولو دوسيه بايد را پورته شي، صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په يوه وينا كې لومړى د دې حكم له منلو انكار وكړ وې ويل چې د هېواد د ولسمشر د شتمنيو د پلټنو اجازه زموږ اساسي قانون نه وركوي.

له دې سره د حكومت د رخصتيدو خبرې بيا زور واخيست. خو يوه ورځ وروسته صدراعظم خپله خبره واخيسته او د سويس د بانكي حسابونو د پلټنو په اړه يې لږ مهلت وغوښت اوس ظاهراً د حكومت د سقوط خطر لرې شو، خو په پاكستان كې اصلاً ملكي حكومتونه هسي سمبوليك شتون لري، د شنبې په ورځ يوه وزير قيوم جتويي د پوځ پر خلاف خبره وكړه، د يكشنبې په ورځ استعفا ته اړ شو، له دې نه معلوميږي چې اصلاً په پاكستان كې ولسمشر، صدراعظم او كابينه يعنې څه؟

د پاكستان او افغانستان ترمنځ د ستونزو د دوام يو لامل همدغه دى چې ډير ځله افغان چارواكيو له پاكستاني هم منصبو سره په خبرو او جوړ جاړي وخت تير كړى خو له اصلي كركټرونه او واكمنو سره يې تفاهم نه ؤ شوى، د هند او پاكستان ترمنځ خبرې هم له همدې لامله څو ځله په هند يا پاكستان كې د حكومت له بدلون سره په نيمه كې پاتې دي او بيا له سره له صفر نه پيل شوې دي.

په پاكستان كې چې ملكي چارواكي سل ځله دا لاپې او اعلانونه وكړي چې آى اس آى نور ړنګ دى، نور كمزورى دى او نور په حكومتي چارو كې لاس نه لري، يا پوځ نور په سياست كې كار نه لري. او خپل مسلكي مسووليتونه به تر سره كوي دا هسې خبرې دي.

د پاكستان د مهاجر قومي غورځنګ مشر الطاف حسين لس دوولس ورځې وړاندې پر پوځ غږ وكړ چې ولس له غلو او فاسدو سياستوالوو ژغوري، دغه غږ د پاكستان پر واكمنو كړيو د آسمان ټكه وه چې را پريوته. معنا دا چې په پاكستان كې اصلاً د واك اصلي محور او د سياستونو او ستراتيژيو اصلي جوړوونكى او پلي كوونكى پوځ او اى اس آى دي، زموږ چارواكي بايد پر دې ټكي زور راوړي او پر ملكي او سياسي څېرو كه هر څومره ظاهراً لوى وي بايد تير نه وزي او خپل وخت ضايع نه كړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • غوث زلمی کیست؟
    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان