پیښور(پژواک):- د قبايلي سيمه شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په هغه بريد کې، چې د تېرې يکشنبې په ورځ ترسره شوی و، د افغانستان او پاکستان لپاره د القاعدې د ډلې مسوول او عملياتي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دى.
په سيمه کې يوې استخباراتي سرچينې د تلې په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د القاعدې وژل شوى چارواکى شيخ فاتح نومېده.
سرچينې زياته کړه، چې نوموړي په پاکستان او افغانستان کې د القاعدې ډلې مشري پر غاړه لرله او د يکشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په دته خېلو سيمه کې، په داسې حال کې چې په خپل موټر کې روان و، د بې پيلوټه الوتکو له خوا پرې بريد وشو او له خپلو څو تنو ساتونکيو سره يوځای ووژل شو.
بې پيلوټه امريکايي الوتکو د تېرې يکشنبې په ورځ پر شمالي وزيرستان دوه بريدونه کړي وو، چې د ځايي دولتي مسوولينو په وينا، ۹تنه يې وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي وو.
د يمن هېواد تبعه شيخ فاتح، د القاعدې له څو مهمو مشرانو څخه يو و، چې ويل کېږي د پوځي عملياتو په رهبري کولو کې يې ځانګړى مهارت درلود.
نوموړی، د روان لمريز کال د غويي په مياشت کې وروسته تر هغې، چې په پاکستان کې د القاعدې پخوانی مسوول مصطفی ابو يزيد د بې پيلوټه الوتکو په يوه ورته بريد کې ووژل شو، د هغه پر ځای ټاکل شوی و.
که څه هم القاعده ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د چارو د شنونکيو په باور، د شيخ فاتح مرګ به د هغه د ډلې لپاره يو ستر زيان وي.
پر وزيرستانونو د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په لړ کې، د سې شنبې په ماښام د سوېلي وزيرستان په انګور اډه کې پر يوه کور بريد شوی، چې د وروستيو راپورونو له مخې، څلور تنه په کې وژل شوي دي.
يوه دولتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بريد د سيمه ييزو وسلوالو پر يوه پټنځای ترسره شوی، خو د په نښه شويو کسانو د هويت په اړه يې څه ونه ويل.
د مير سلام په نوم يوه ځايي اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې که څه هم په سيمه کې وسلوال طالبان اوسېږي، خو دا لا نه ده جوته چې په دغه بريد کې طالبان که ځايي خلک په نښه شوي دي.