عبدالرحمن فرقاني
پارلماني ټاکنې ، د دیموکراسۍ بله لوبه په افغانستان کې
پارلمان ..ولسی جرګه ..ملی شوری .
دا دهغه تشریعي ځواک نمونه دی چې په یوه دیموکرات نظام کې د حکومتدارۍ لپاره د ولس په ګټه قانونونه او دستورونه ایږدی ، اوبیا د دیموکراسۍ پر بنسټونو ولاړ حکومت دا قانونونه او دستورونه په ټولنه کې تنفیذوي . د دې لپاره چې په دیموکرات نظامونو کې بنیادی اصل دا دی چې ( د ولس حکومت پر ولس باندې ) نو پارلمان یا ملی شوری ته په مستقیمه توګه د ولس نه وکیلان (نمایندګان ) ټاکل کیږي ، تر څو د ملت حقوق د حکومت په چوکاټ کې تر لاسه کړی ، د حکومت له چارو څارنه وکړي ، او د ملت اړتیاوی او غوښتنې حکومت ته ورسوی ، د ملت له مصلحتونو نه دفاع وکړي ، ځکه چې دوی د ملت په استازیتوب ولسي جرګې ته لاره پیدا کړی وي .
که د دیموکراسۍ په نظام کې حکومت تنفیذي ځواک دی ، خو دا تنفیذي ځواک د حکومتدارۍ لپاره بیا یوه بل تشرعی ځواک ته اړ دي ،چې د تنفیذ لپاره د ملت په ګټه قانون ورته کیږدي ، تر څو هغه قانون تنفیذ کړی ، نو لدیه ځایه پارلمان په دیموکرات نظامونو کې ډیر پیاوړی ځواک دی .
په افغانستان کې پارلمان هم د دولت د نورو ځواکونو په څیر د بهرنیو د سیالی میدان دی . د ګاونډیو هیوادونو نه نیولی تر اشغلګرو هیوادونو پوری هر لوری هڅه کوی په افغانستان کې خپل سیاسی مصلحتونه ته د پارلمان له لارې ځان ورسوي .
د استعماری قوتونو د نظامی اشغال په پایله کې افغانستان هم د دیموکراسۍ لدې نعمت (پارلمان) څخه برخمن شو ، او په ظاهري توګه ذهنیت داسې واخیستل شو، چې ګواکې ولس د دیموکراسۍ له اساساتو سره سم خپل استازی پارلمان ته وروپیژندل . خو په حقیقت کې پارلمان له هغو شخصیتونو او سیاسی قوتونو نه جوړ شو چې د بهرنیو له حمایت نه برخمن وو او د بهرنیو د سیاسی مصلحت لپاره ئې کار کاوه ، نه په علمی کچه ددې وړ وو چې د ملت کړاونه درک کړی او بیا ئې د تداوۍ په لاره کې مبارزه وکړی ،او نه هم په سیاسی ډګر کې د تدبیر او سنجش خاوندان وو تر څو د پردیو دسیسې او توطئې کشف کړی او ملت ورنه وژغوري . له کومه ځایه چې افغانستان تر اشغال لاندې ؤ ، او اشغالګرو په خپل وار د افغانستان سیاسی او فکری فضا هر ډول بهرنیۍ مداخلې ته پرانیستی پریښی وه ، نو ټولو هغو هیوادونو چې د افغانستان له کشالې سره په یو ډول نه یوډول تړاو درلود ، خپلې مداخلې ته ئې د افغانستان په سیاسی جریاناتو کې ادامه ورکړه ، هغه هیوادونو چې ِغوښتل په افغانستان کې د سیاسی لحاظه اغیزه ولری نو دپارلمان په چاپیریال کې حضور ورته ډیر د اهمیت وړ ؤ . لدې ځایه هر بهرنی سیاسی قوت د افغانستان پارلمان ته خپل لاسپوڅي ورسول ، تر څو دافغانستان په سرنوشت کې خپله ونډه ولری ، او داسې یو پارلمان په افغانستان کې رامنځ ته شو ، چې پکې د مختلفو سیاسی او فکری تمایلاتو څیښتن شخصیتونه راټول شول ، طبیعی وه چې دا ډلې او شخصیتونه چې نه ئې تر منځ د فکر انسجام ؤ اونه هم د سیاست انسجام ، د هر یوه د تحرک ریموټ د بل چا په لاس کې ؤ ، نو ځکه به د افغانستان د پارلمان تر ګمبذې لاندې هر ناسته په ناندریو پیل او د بوتلو په ویشتلوبه پای ته رسیدله ، په هر ناسته کې به د افغانستان وقار او حیثیت تر پوښو لاندې کیده ، په هر غونډه کې به د افغانستان عزت او ویاړ نړیوالو ته لیلامیده ، په هره غونډه کې به نړیوالو لیدل چې افغانان د خپل ملت په کور کې هم سره په جنګ دي . د ملت په نامه ئې داسې خلک پارلمان ته ورسول چې نه د ملت غم ورسره ؤ او نه هم دهیواد ، درانه درانه معاشونه بې د ملت دخدمت په نامه اخیستل اوبیا به ئې په دوبۍ او اوروپا کې ورباندي خپله عیاشۍ کولی . ځکه چې اکثریت ئې هغه مهال چې ملت په وینو کې غرق ؤ په اوروپا او بهرنیو هیوادونو کې خپل اوساه ژوند کاوه .
اوس بیا د دیموکراسۍ د اساساتو پر بنسټ په افغانستان کې د رقیبانو تر منځ د ملت په نامه لوبه توده ده ، څوک پارلمان ته د رسیدو لپاره د وهمي نمرو (دکور ځکمه) وعده د خلکو سره کوي ، او څوک هغه پیسې په خلکو ویشي چې بهرنیو د دې موخې لپاره دوی ته ورکړی دي ، او ملت د بیوزلۍ او بې کارۍ له امله د دغو توطیئو ښکار کیږي ، د همدردۍ او کومک په نامه یو څه په لاس کې ورکړي تر څو رایه ورنه واخلي . سیاسی شعور خو په عامو خلکو کې دې سویې ته نه دی رسیدلی چې پدې وپوهیږی چې زما رایه یعنی زما اراده ، زه چې خپله رایه هر چا ته ورکوم داسې ده لکه خپله اراده چې هغه ته ورکړم .
که دافغانستان تیر پارلمان ته یوه ځغرنده کتنه هم وشي دا قناعت په آسانۍ حاصلیدلی شي ، چې تیر پارلمان د افغانستان دملت لپاره هیڅ هم ونه کړل ، او نه به دا راتلونکی پارلمان د پام وړ خدمت وکړای شي ، ځکه چې هغه پارلمان هم داشغالګرو په خوښه جوړ شوی ؤ او دا به هم د اشغالګرو قوتونو په خوښه جوړیږی ، هغه هم د اشغالګرو ځواکونو د پلانونو د تبریر لپاره فیصلې کولې او دا نوی پارلمان به هم د بهرنیو قوتونو په ګټه فیصلې کوي .
د نړۍ پر مخ او په ځانګړی توګه په اسلامی نړۍ کې داسې نه ده پیښه شوی چې د استعمار قوتونو د دیموکراسۍ تر شعار لاندې یرغل کړی وی ، او بیا په واقعی ډول هلته هغه دیموکراسی رامنځ ته کړی وي ، چې د خپلو هیوادونو وګړو ته ئې ورکوي ، په هر هیواد د یرغل لپاره شعار دیموکراسۍ وي ، خو بیا د کلونو کلونو اشغال په اوږدو کې هغه هیواد د دیموکراسۍ مخ نه ویني ، بلکې بې امنیتي ، چور اوچپاول ، غارت ، ترور …هر ډول جرمونه په ټولنه کې خواره وي . لیری به نه ځو په معاصره زمانه کې زموږ اوتاسو په زمانه کې د دیموکراسۍ تر شعار لاندې ئې پر عراق یرغل تر سره کړ ، تر څو خلک د صدام حسین له دکتاتور حکومت نه وژغوري ، او ددیموکراسۍ له نعمت نه ئې چې ورنه محروم دي برخورداره کړي ، تر نن پورې په عراق کې د دیموکراسۍ نښه هم چا ونه لیدله ، او عراق ئې پرته له یو منتخب حکومت نه ایران ته پریښود .نن په عراق کې هغه خلک چې د صدام حسین د حکومت له اړخه زوریدلی ؤ ، هیله کوی چې د صدام حسین دکتاتور حکومت بیرته راوګرځی ، تر موجودې دیموکراسۍ نه د صدام حکومت ښه بولي . اوس څوک دا تصور کولای شي ، چې د عراق ملی اوردو دې د ایران د اردو په وړاندې مقابله وکولای شي ؟ ، عراق بیا دهغه اردو خاوند نه شي کیدلای چې د ایران په وړاندې وجنګیږی ، څرنګه چې د صدام حسین د حکومت پر مهال جنګیده .
د دیموکراسۍ د ذایفو شعارونو تر شاه د اسلام ضد مشؤمې توطیئې خلکو نور درک کړې دي ، اوپه دې غولونکو شعارونو نور نه غولیږي ، اونه هم پرې باور کوي . چیرته چې د اشغال په موجودیت کې په نهو کلونو کې پارلمان د ملت لپاره څه و نه کړل ، په راتلونکي کې به هم څه د پام وړ بدلون رامنځ ته نه کړاي شي .
عبدالرحمن فرقاني