Posts | Comments | E-mail /

د قدرشپه ، عظمت اوغوښتنې

Posted by on Aug 30th, 2010 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ژباړه: عبدالرحمن فرقانی

په قرانکریم کې د قدر په سورت کې له هغې لویې اوبا عظمته شپې څخه یادونه شوی ، چې ټولو کایناتو ئې په مسرت ، عبادت او دعا هرکلئ کړی ، هغه شپه د کایناتو د خالق اود مځکې پرمخ د بشریت ترمنځ د پیوستون او وصال شپه وه ، هغه درسول الله صلی علیه وسلم پرسپیڅلی زړه باندې د قران دنزول شپه وه ، هغه د یوې لویې اوبا عظمته پیښې شپه وه ، هغه پیښه چې د بشریت په لارښونه او رهنمایۍ کې د حقایقو لوری ته او دانسانیت په ژوندانه کې د هغې لوی او لوړه اغیزه ساری نه لري ، او دا راز باعظمته او لویه شپه تر دې وړاندې ځمکې نه وه لیدلې .  دا هغه شپه ده چې انسانی فهم او ادراک ئې په کامله اوپوره توګه نه شي درک کولای . (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ ) ژباړه : یقینا موږ هغه د قدر په شپه کې نازل کړی دی ! او ته څه پوهیږي چې څه ده شپه د قدر ، شپه د قدر غوره ده تر زرو میاشتو .

د قرانکریم په مبارکو آیاتونو کې دا شپه داسې انځورشوي : دا هغه شپه ده چې د نور وړانګې پکې هر لوری ته غوړیدلی وي ، پدې باعظمته شپه کې د الله تعالی د لطف ، محبت او رحمت نه ډک نور په ټولو کایناتو کې لیګیدلی وي ،دا نورپه قرانکریم کې نغښتی تول بشریت ته لاره روښانه کوي ، ( انا انزلناه فى ليلة القدر) ژباړه : “یقینا موږ هغه د قدر په شپه کې نازل کړی ” .

پدې شپه کې د ځمکې اوآسمان په منځ کې ملائیکې  تګ راتګ کوي ( تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ ) ژباړه : پدې شپه کې د الله تعالی په حکم او امر د الله تعالی هر امر ملائیکې او جبریل الامین ځمکې ته راوړي ، پدې شپه کې جبریل الامین د نورو ملائیکو سره ځکمې ته رانازلیږی تر څو د ځمکې خلک د دې شپې له فیض اوبرکت نه مستفیض کړي ، پدې شپه کې د ملائیکو او جبریل الامین د نور سره هغه نور چې په ټولو کایناتو کې لګیدلی وي یوځای هر لوری ته خور وي ، او دا نور او روښنایي تر سپیده دم پوری جاري وي ،( سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ)  ژباړه : سر تر پای سلامتي او امان دی ! د سپیدو تر را ختو پورې  .

دا شپه چې د قدرپه سورت کې ورڅخه یادونه شوی وه په سورت دخان کې داسې انځور شوي :

(إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِين o فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ o أَمْرًا مِّنْ عِندِنَا إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَo رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ) ژباړه : ” یقینا موږ هغه د فیض اوبرکت نه په ډکه شپه کې نازل کړی ، او موږ خبرداری ورکړی خلکو ته په نازلولو د دې قرآن ، په دې شپه کې ټول هغه حکیمانه او قاطع فیصلې زموږ په امر تر سره شوي ، بیشکه موږ رالیږی دي رسولان د سلام علیهم السلام اجمعین ، دا دې ستا د رب د رحمت پراساس شوی ، بیشکه هغه هر څه اوري ، اوپه هر څه عالم او دانا دی .  “

ټول پوهیږی چې د قدر شپه د روژې د مبارکو شپو څخه یوه شپه ده ، څرنګه چې د البقره په سورت کې یادونه شوی ده . ( شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ ) ژباړه :”  د روژې میاشت هغه میاشت ده چې نازل شوی پکې قرانکریم ، چې هدایت او لارښونه ده لپاره دخلکو ، او دلیلونه او احکامات دي ښکاره د لارښونه لپاره او د حق اوباطل تر منځ د توپیرلپاره  ”. يعني پدې شپه کې پررسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د قران نزول پیل شوی دی ، ترڅو هغه خلكو ته ورسوي  .

د ابن اسحاق د روایت پر بنسټ پررسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د روژې په مبارکه میاشت کې تر ټولو وړاندې لومړی د سورت علق د ابتدایی څو آیاتونو وحی نازله شوی ده ، کوم مهال چې دی مبارک د حرا په غار کې د عبادت لپاره خلوت اختیار کړی و .

دا کومه شپه ده ؟ :

په دې اړوند متعدد روایتونه شته دی ، د ځینو روایتونو پر بنسټ د روژې ۲۷ د قدر شپه بلل شوی ده ، اوپه ځینو کې ۲۱ ته اشاره شوی ده ، اوځینو نورو روایتونو هغه د روژې په آخر لسو شپو کې ټاکلی ده ، او داسې نور روایتونه هم شته چې دټولې مبارکې میاشتې د شپونه په یوه شپه دلالت کوي ، په هر حال راجحترین قول تر ټولو دا دی چې دا شپه د روژې د مبارکوشپوڅخه یوه شپه ده .

د دې شپې نوم ولې د قدر شپه دی ؟ :

یو مفهوم ئې د بندګانو د تقدیرټاکل اود امورو تدبیر څخه مراد دی ، اوبل مفهوم ئې منزلت ،مقام او ارزښت دی ، دواړه مفهومونه د دې پیښې د عظمت ( قرآن ،وحی او رسالت ) اړوند درست دي  ، د بندګانو د تقدیر اوتدبیر د ټاکلو اړوند د دې شپې تر پيښې بله لویه پيښه کایناتو نه ده لیدلی او نه به ئې وویني .

دقدر شپه تر زرو میاشتو غوره ده :

په قرانکریم کې د دې شپې نه یادونه پدې منظور نه ده چې د عدد ډیریښت ورنه مراد وې ، بلکه  د دې شپې د عبادت اجر او پاداش ډیرښت مراد دی . د انسانانو په ژوندانه کې دا شپه تر زرهاوو شپو بهتره ده ، د انسانانو په ژوندانه کې په زرهاو شپې او کالونه د دې شپې د سعادت اوسوکالۍ په مقابله کې د مقایسې وړ ندي ، پدې شپه کې د بشریت په ژوندانه کې د مسرت او سعادت اړوند  ژور اثر او تحول را منځ ته شوی دی ، د دې شپې د حقیقي عظمت او لویۍ له پوره درکولو څخه انسانی عقل عاجز دی ،( وما ادراك ما ليلة القدر ) ته څه پوهیږی چې  څه ده شپه د قدر؟.

د دې شپې اړوند هغه افسانوي داستانونه چې په خلکو کې تیت او رواج شوی دی ، د دې شپې د عظمت سره هیڅ راز تړاو نه لري . دا شپه د دې لپاره ډیره برکتناکه او دعظمت نه ډکه ده چې د قرآن کریم د وحي د نزول لپاره غوره شوی ده ، هغه قرآن چې پکې عقیده ،فکر، قانون اود انسانانو دژوندانه  لپاره احکامات ، اصول او آداب راغلي دي ، هغه قرآن چې د انسانی وجدان سلامتي پې پورې تړلی ده . او دا شپه د دې لپاره برکتناکه او دعظمت نه ډکه ده چې پدې شپه کې جبریل الامین د نورو ملایئکو سره د الله تعالی په امرد قران سره را نازل شوی دي ، او بیا ملائیکو د دې شپې د لمانځلو لپاره او د خوشحالۍ د اظهار لپاره د ځمکې او آسمان تر منځ ټوله شپه تګ را تګ کاوه  .

نن چې موږ وروسته لدې اوږدې مودې نه هغه شپه او لویه پیښه په خپل ذهن کې انځوروو، اوهڅه کوو د هغې لویې پيښې انځور چې مځکه ئې شاهده وه په خپل ذهن کې انځور کړو ، اوکله چې قرانکریم په خپل بلیغ او لوړ تعبیرهغې شپې ته اشاره کوی ،  ( ما ادراك ما ليلة القدر ) ته څه پوهیږي چې څه ده شپه د قدر ؟ ، لږ څه دا لویه پیښه درکولای شوو .  پدې شپه کې دهغو ټولو حکیمانه امورو اړوند فیصله وشوه ، بدې شپه کې تقدیرونه ، بنیادونه او پیمانې وټاکل شول ، بدې شپه کې برسیره په دې د ملتونو ، نسلونو او حکومتونو تقدیرونه وټاکل شول ، او برعلاوه د دې په دې شپه کې د زړونو تقدیرونه وټاکل شول .

بشریت د خپل جهالت اوبدبختۍ پربنسټ د دې شپې د عظمت نه چې د قرآن کریم وحې پکې نازله شوی غافل دی ، او د دې جهالت پر اساس د الله تعالی له ډیرو نعمتونو اوبرکتونو څخه محروم دی ، د زړه د سلامتۍ له نعمت نه ، د کورنۍ د سلامتۍ له نعمت نه ، او په پای کې د ټولنې د سلامتۍ له نعمت نه چې اسلام خلکو ته په ارمغان راوړی دی .  هغه دروازې چې د مادیت د ارتقا او د ماده پرستانو د تمدن او تهذیب له کبله د بشریت پر مځ خلاصې شوی دی نه شی کولای د هغه الهی تعمتونو تلافی وکړی ، چې الله تعال بشریت ته غوره کړی دي ، د مادی پرمختګ او علمی لاسته راوړنو سره سره نن بشریت د بدبختۍ او بدمرغۍ ښکار دی .

هغه مقدس نور چې کله د انسان په روح کې ولګیږی د انسان او الله تعالی رابطه برقراروی ، هغه نورنن په بشریت کې مړ شوی دی ، او هغه فیض او برکت چې  باید په زړونو کې ځای پرځای شي ، خلکو له لاسه ورکړی ، د روح مسرت او سعادت پرته له هغه نور څخه چې د انسان او الله تعالی رابطه ټینګوی په بل شي کې میسر نه دی . موږ د ایمان او عقیدې خاوندان باید هغه د عظمت او برکت نه ډکه شپه هیره نه کړو ، زموږ سپیڅلی او ګران رسول صلی الله علیه وسلم د هغې  برکتناکه او دعظمت نه ډکې شپې یادول موږ ته په ساده او آسانه طریقه ښولي دي ، اوتر څو چې زموږ ارواح د هغې مبارکې شپې په عظمت پوری تړلې وي نو موږ باید هغه شپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کړنلارې مطابق ولمانځو او هغه د روژې د مبارکې میاشتې په آخرو لسو شپو کې وپلټوو ، اوپدې شپو کې دالله تعالی عبادت ډیر کړو . په بخاری او مسلم کې روایت راغلي چې د قدر شپه د روژې په آخرو لسو شپوو کې وپلټۍ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي : څوک چې د قدر په شپه کې د الله تعالی عبادت د ایمان او احتساب سره پرځای کړي ، تیرې ګناوې ئې بښل کیږي .

اسلام  ظاهری دودونو اورواجونو نه دی ، په همدې منظور رسول الله صلی الله علیه وسلم د قدر د شپې اړوند فرمایلی دي :  پدې شپه کې عبادت باید دایمان او احتساب سره پرځآی شي ، ایمان دا دی چې موږد قدر دشپې اړوند هغه ارزښتناکه او دعظمت نه ډک ارزښتونه په خپل ذهن کې ولرو ، چې عبارت دي له دین ، ًوحې ، رسالت او قرآن څخه . او احتساب دا دی چې موږ خپل عبادت یوازی د الله تعالی د رضا لپاره په خلاص نیت تر سره کوو . په دې صورت کې هغه حقیقت چې په دې باعظمته پیښې  پوری تړلی دی زموږ په زړه کې ژوندی کیدلای شي ، همدارنګه په قرانی احکامو پوری زموږ تړاو او تعلق حاصلیدلی شي .

د اسلام د روزنې نظام کفیل دی چې د عباداتو او وجدانی عقایدو تر منځ رابطه پیدا کړي ، او ایمانی ارزښتونه ژوندی وساتي .  هر کله چې ایمانی ارزښتونه د انسان دفکرپه کړۍ کې ژور شي اوپه زړه او دماغ کې ځای پرځای شي نوبیا عبادت د یوې وسیلې په توګه د الله تعالی د رضا د حاصلولو لپاره  انسان استعمالوي .  دا خبره ثابته شوی ده چې داسلام تربیوی نظام ایمانی ارزښتونه ژوندی ساتلی دی ، او د انسان په عمل او زړه کې ئې په حرکت راولي ، او د داسې کار لپاره دا تر ټولو موزون ترین نظام دي .  او دا خبره هم ثابته شوی ده چې یوازی په علمی ډول  پرته له عمل او عبادت نه د دغو ارزښتونو منل  ژوندی نه شي پاتې کیدلای ، یعنی دا ارزښتونه باید په عملی ژوندانه کې را څرګند شي ، اونه هم کوم بل نظام پرته له اسلامی نظام نه پدې قادر دی چې دغه ارزښتونه په وګړی او ټولنه کې ژوندی وساتي ، او قوت ورکړي .

د قدر دشپې عظمت او لویی او عبادت په دې شپه کې د ایمان او احتساب سره  پرته لدې اسلامی نظام نه چې د بشریت په تاریخ کې کاملترین او هر اړخیز نظام پیژندل شوی بل نظام نه شي پرځای کولای .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده