پرون په افغانستان كې د امريكا سفير كارل ايكن بيري او د ناټو او امريكايي ځواكونو عمومي قوماندان د يو شمير رسنيو له مسوولينو سره په غونډه كې د افغانستان اومريكا پر ستراتيژيكو اړيكو او له افغانستان سره د امريكا د مرستو پر دوام ټينګار وكړ.
دواړو جګپوړيو مقامونو د رسنيو د مسوولينو ځينو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل، خو په دې ناسته كې ځينې پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې او دا فرصت تر لاسه نه شو چې دغه دوه مهم امريكايي چارواكي ځواب ورته ووايي:
دوى دواړو په تيره جنرال پټرايوس پر دې ډير ټينګار كاوه چې د امريكا او افغانستان دغه ستراتيژيكه ملګرتيا به نوره هم مزبوته شي او دوام به وكړي!!
پوښتنه داده چې كومه ستراتيژيكه ملګرتيا؟ آيا دا ستراتيژيكه ملګرتيا ده چې د افغانستان حكومت او چارواكي خبر نه وي امريكايي خاص ځواكونه د شپې پر كورونو چاپي اچوي او بې ګناه خلك وژني، د كورونو حريم ته درناوى نه لري، داسې وسايل ږدي چې د چارواكيو په شمول د مهمو شخصيتونو تيلفوني مكالمې واوري او ثبت يې كړي؟
آيا دا ستراتيژيكه ملګرتيا ده او افغان ولس پرې قانع كيداى شي چې د امريكا استخباراتي اداره دې په افغان كابينه كې جاسوسان ولري چې د دوى په وينا رازونه ورته معلوم وي؟
آيا دا ستراتيژيكه ملګرتيا ده چې افغان ولسمشر فرياد كوي چې ملكي مرګ ژوبله و دروئ، خو لا زور نيسي؟!
په دې كې شك نشته چې د سياست په قاموس كې د كمزوريو او زورورو ځايونه معلوم دي، د دواړو لوريو ترمنځ د برابرۍ پر بنسټ اړيكې ممكنې نه دي، اوس امريكا چيرته او تر پښو لاندې ځپل شوى افغانستان چيرته!
خو له ترهګرۍ سره د مبارزې په ډګر كې او يا په مجموع كې د نړيوال امنيت لپاره نن د افغانانو كلى او كور د جګړې ډګر دى، ځكه خو دلته افغانان حق لري چې كه په دې مبارزه كې په ريښتيا شراكت وي نو د دوى لومړيتوبونه، ارزښتونه او غوښتنې بايد درك او و منلې شي.
دا په دې جګړه كې تر ټولو لږ امتياز دى چې افغانان يې غواړي خو نړيوال په تيره امريكا سترګې پرې پټوي.
آيا دغسې بې انډوله او يو طرفه لوبه ستراتيژيكه ملګرتيا بلل كيداى شي او افغان ولس به پرې قانع شي؟
نه، هيڅكله هم، راتلونكې به زموږ دغه ادعا ثابته كړي.