Posts | Comments | E-mail /

افغان دولت په يوه اعلاميه کې: د سي اى اې له خوا افغان کارکونکو ته پيسې ورکول بې ځايه خبرې دي

Posted by on Aug 29th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

يو شمېر بهرنۍ خپرونې غواړي د دا ډول خبرونو په خپرولو سره په جنګ ځپلو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان کې نفوذ پيدا کړي

ځيني بهرنيو رسنيو په خپلو توهينوونکو څرګندونو سره د افغانستان هېوادپاله مسوولين بدنامه کړي ( دولسمشرۍ اعلاميه)

کابل- افغان دولت پرون په يوه اعلاميه کې د يو شمېر بهرنيو رسنيو هغه څرګندونې بې ځايه بللي ، چې ګويا د افغان حکومت نيمايي کارکوونکي د امريکا له استخباراتي شبکې څخه معاش اخلي.

تېره اونۍ امريکايي ورځپاڼو نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ، د امريکا د څارګرې ادارې د يوه جګپوړي متقاعد کارکوونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کړې وه، ليکلي وو، چې د افغان حکومت نيمايي کارکونکي د امريکا له څارګرې ادارې (سي اى اې) څخه معاش اخلي. د نیویارک ټایمز په راپور کې دا هم ویل شوي وو چې د کرزي د ادارې ډېرو نورو لوړپوړو غړیو ته ایران، ترکیه او سعودي عربستان معاش ورکوي.

خو د ولسشمر له مطبوعاتي دفتر څخه پرون رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ددې څرګندونو د رد او غندلو ترڅنګ ويل شوي، چې يو شمېر بهرنۍ خپرونې غواړي د دا ډول خبرونو په خپرولو سره په جنګ ځپلو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان کې نفوذ پيدا کړي.

سرچينې زياته کړې، چې په داسې مواردو کې افغان دولت ډېر جدي دى او د دا شان څرګندونو کره پلټنه کوي.

د سرچينې په حواله، يو شمېر بهرنۍ رسنۍ د ځينو سياسي کړيو له لوري د يو مطبوعاتي جنګ لپاره هلې ځلې کوي او غواړي، چې په خپلو توهينوونکيو څرګندونو سره د افغانستان هېوادپاله مسوولين بدنامه کړي.

په کابل کې د متحده ايالاتونو سفير کارل ايکن بيري، پرون د يوې غونډې پرمهال د اړوندې موضوع په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې نه غواړي د خپل هېواد د استخباراتي شبکې د کړنو په اړه څرګندونې وکړي.

خو دا په داسې حال کې ده، چې سي اى اې هم د افغان حکومت کارکوونکيو ته ددې ادارې له خوا د معاش ورکولو په اړه د ياد ورځپاڼو څرګندونې نه دي تاييد کړې.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده