Posts | Comments | E-mail /

د سي آى اې تنخواه خواره،هم افغانان بربادوي هم امريكا

Posted by on Aug 29th, 2010 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د واشنګټن پوست ورځپانې دغه خبر چې د ولسمشر كرزي د حكومت زياترو كسانو ته د امريكا استخباراتي اداره پيسې وركوي پر ډيرو هغو ناخوالو اعتراف دى چې ځينې با ضميره افغانانو يې له ډيرې مودې خبر دارى وركوي او زموږ هېواد له لويو فاجعو سره مخ كوي.

په دې خبر كې دا صراحت هم شته چې د سي آى اې چارواكي پرې اعتراف كوي چې دې كسانو ته پيسې وركول ضروري دي چې رازونه ترې واخيستل شي!!

كه څه هم دا پر وضعې خبرو افغانانو ته نوى خبر نه دى خو د امريكا د چارواكيو له خولې د دوى په معتبرو رسنيو كې پر دې اعتراف نوې خبره ده.

د دې خبر له افشا سره اوس دا ښه ثابته شوه چې امريكا د افغانستان حكومت او نظام ته په كومه سترګه ګوري او دلته دوى څومره په خپلو موخو پسې دي، تر دې چې امريكا ته له دوى سره په سل مجبوريتونو تړلى حكومت او چارواكي هم هيڅ ارزښت او اعتبار نه لري د حكومت په منځ كې بيا هم خپل استخاباراتي تنخواه خواره او ځري لري چې ټول حساب كتاب د هغوى په راپورونو او معلوماتو پورې تړلى دى.

متاسفانه دا په افغانستان كې د پخواني شوروي د كړو وړو تكرار دى چې د خلق ديموكراتيك حزب او حكومت د ننه بيا هم د كا جي بي كړۍ بېلې وې او ټول نظام د هماغې كا جي بي پرلكۍ ور غوټه شوى ؤ.

امريكا بايد پر دې باوري وي چې كه خپلې تګلارې بدلې نه كړي، د استخباراتو پر ځاى مسايل په شفاف ډول له افغان حكومت او نظام سره تعقيب نشي، د دوى راتلونكې به په افغانستان كې د پخواني شوروي اتحاد له پايلې سره هيڅ توپير و نه لري، موږ دا رجزونه نه وايو چې افغانان به د يوې بلې امپراتورۍ د ماتولو وياړ خپل كړي، امريكا به ماته شي خو كيداى شي چې افغان ولس له ډيرو برباديو او ډيرو نورو ګواښونو سره لاس او ګريوان شي.

افغان ولس پر دې خپه دى چې هر د دوستۍ لاس ورته را اوږد شوى په لستوڼي كې يې خنجر پټ وي. افغان ولس له يوې ترخې دورې او ډيرو تجربو وروسته نړيوالې ټولنې ته لاس اوږد كړ، امريكا د يوه ستراتيژيك دوست او د بشر د حقوقو او آزادۍ د علمبردار په نامه افغانستان ته راغله، دلته د لومړى ځل لپاره د نړيوالو ځواكونو هر كلى وشو، خو دادي نهه نيم كلونه وروسته چې ويكي ليكس او نورې رسنۍ حقايق افشا كوي زموږ د ولس د ستراتيژيكې دوستۍ علمبرداران له هغو يرغلګرو سره يو شان دي چې افغانستان يې د ايډيالوژيكو جګړو په ترڅ كې لوټه لوټه كړ.

په پاى كې ډالر خورو جاسوسانو ته وايو چې د واشنګټن پوست له دې خبر نه عبرت واخلي كه نه هغه ورځ هم راتلونكې ده چې د افشا شويو را پورونو په څېر ستاسو د هر يوه نوم، د ځيرې اندازه او د دندې او استخابارتي ماموريت ساحه ټول افشا كړاى شي، بيا به دې ولس ته په كوم مخ ګورئ چې هره ورځ يې ستاسو په غلطو راپورونو پر كورونو د غم او وير ټغر غوړيدلى وي؟

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک