Posts | Comments | E-mail /

دوه تابعيته افغانان، څو ترخه حقايق

Posted by on Aug 29th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

م- خبريال

په داسې حال كې چې د ولسي جرګې ټولټاكنو ته درې اونۍ پاتې دي په مركز او ځينو ولاياتو كې د بيلا بيلو نوماندو لخوا كمپاينونه ښه په درز كې روان دي، ځينو هېوادوالو د دوه تابعيته كسانو د نوماندۍ خبرې بيا را پورته كړې دي، په دې اړه د انتخاباتي شكاياتو د كميسيون وياند استاد احمد ضيا رفعت وايي چې د هغو دوه تابعيته كسانو په باب چې يو يې افغاني وي په انتخاباتي سياليو كې د ګډون اجازه شته ځكه چې د انتخاباتو په قانون كې د دوى د نه ګډون په باب هيڅ اشاره نه ده شوې.

د هېواد قوانين به پر ځاى پريږدو په دې اړه په ټوليزه توګه په هېواد كې دوه نظره دي، يوازې د ولسي جرګې د غړيو په باب هم نه بلكې د كابينې او نورو لوړ پوړيو چارواكيو په اړه دوه نظره دي. ځينې هېواد وال استدلال كوي چې د اوږدو بحرانونو له امله د علم او پوهې خاوندان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي او د هغوى زياته برخه په بيلا بيلو هېوادونو كې تابعيتونه ترلاسه كړي دي، اوس چې افغانستان د بيارغاونې په درشل كې دى او كدرونو ته اړتيا لري بايد پر هغو كسانو دلته د دندې بنديزونه و نه لګول شي چې پخوا هېواد پرېښودو ته اړ شوي وو او د نوروهېوادونو تابعيتونه يې اخيستي دي.

دغه ډله استدلال كوي چې دا اوس هغوى هېواد ته را ستانه شوي او خدمت ته چمتو دي همدغه د دوى د وطندوستۍ ښه دليل دى.

خو د دوهم نظر خاوندان بيا پر دې نظر دي چې هېواد ته يوازې هغه څوك ښه او مخلصانه خدمت كولاى شي چې په ټولو مصيبتونو كې له خپل ولس سره پاتې شول او خپل برخليك يې له هېواد سره غوټه كړى ؤ.

په دې دواړو نظرونو كې بيا د اعتدال او افراط خاوندان شته او دغسې مسالې متاسفانه د جنګسالار اوغرب سالار او دې ته ورته نورې اصطلاوې دود كړې او په ولس كې يې يو ډول اختلاف راوست، له نورو هېوادونو په تيره له لويديزه راغلي افغانان په هېواد كې پاتې كسان بې سواده او بې تعليمه ګڼي او دوى ځانونه د نويو علمي تجربو او پوهې خاوندان بولي، دوى د ولتي مهم مقامونه د ځانونو حق بولي.

دوهم لورى چې جهادي ډلې پكې شاملې دي ادعا كوي چې دوى له هېواده دښمن شړلى، دغه ناندرۍ كه څه هم تل نه تكراريږي خو د ولس په ذهنيت كې شته، وخت پر وخت په ځينو سياسي حالاتو كې را ښكاره شي او آن د ولسي جرګې اجندا ؤ ته لاره وكړي.

كله چې ولسمشر كرزي تير كال د ولسمشرۍ كرسۍ دوهم ځلي و ګټله خپله شخصي دارايي يې اعلان كړه او د كابينې او نورو لوړ پوړيو چارواكيو ته يې هم د خپلو شتمنيو د اعلان حكم وكړ، په دې لړ كې سره له دې چې ښايي د ځينو كسانو د اعلان شويې شتمنۍ په باب ټول هېواد وال قانع نه وي، بيا هم دغه دود تر سره شو او په لوړ پوړيو چارواكيو كې داسې كسان هم شته چې په بهرنيو لويديزو هېوادونو كې كورونه لري د دوى په باب كه څه هم رسنيو ته څه نه دي را وتلي خو په رسنيزو كړيو كې ډېر تاوده بحثونه پرې شوي دي. په هر صورت د ولسمشريزو انتخاباتو پر مهال هم د ځينو نوماندو د دوه تابعيته خبره توده وه چې ښايي همدې مسالې د دوى په رايو منفي اغيز هم درلودلى وي.

دلته يوه مساله ډيره واضح ده. هغه دا چې متاسفانه په دې او نورو ډېرو ستونزو كې بحثونه زياتره احساساتي او عقده يي وي، هېڅكله د دې لانجو د حل لپاره پر منځلاره فكر و نشو، په داسې ډول چې نه مو ټولنه وويشل شي او نه يې يو لورى يا پاړكى په خپله ګټه وكاروي.

په دې كې شك نشته چې افغان ولس تر درې لسيزو زياته موده په جګړه او بحران كې تيره كړې ده چې ډير مغزونه او كدرونه يې دې بدمرغيو ترې خوړلې دي.

همدغسې له يوه پلوه يو زيات شمير افغانان چې د ښو تجربو او زده كړو خاوندان وو لويديزو هېوادونو ته ولاړل، هلته دوى او د دوى اولادونو ته د زده كړو ښه زمينه برابره وه، اوس هېواد د دوى پوهې او تجربې ته اړتيا لري.

همدغسې په دې كې هم شك نشته زياتو افغانانو په لويه قربانۍ هېواد ساتلى او دفاع يې ترې كړې ده، اولادونه او يا پلرونه يې شهيدان وركړي دي، د زده كړې د وخت قرباني يې وركړې ده د دوى يو استدلال پر ځاى دى چې وطن د هغه چادى چې پر ساتنه يې قرباني وركوي.

د دواړو اړخونو ترمنځ خبره سپينه ده، د راتلونكې لپاره شفافه او د منلو وړ خبره همدغه ده چې وطن د ټولو افغانانو شريك كور دى. په ګډه يې بايد جوړ او آباد كړو، د زه او ته خبره نه ده ټول افغانان او ټول (موږ) يو، نه مجاهد بايد وطن خپل تر لاسه كړى غنيمت و بولي او نه بهر ته تللي افغانان هېواد ته د كارو بار او د ګټې وټې د مركز په سترګه و ګوري.

مجاهد به مني چې د كوم خدمت توان لري پر همغه به قناعت كوي، د وطن جوړولو فريضه يوازې په رسمي ماموريت پورې اړونده نه ده، همدغسې له بهر نه بيرته راستانه شوي افغانان هم بايد و مني چې د وطن په آبادۍ كې به خپله فريضه ادا كوي كه وزارتونه رياستونه او لوړ معاشونه وي او كه نه. همدغسې څوك چې يو وطن ولري چې د ژوند او خدمت ټول شرايط ورته پكې برابروي دوهم تابعيت ته يې بيا څه اړتيا ده؟

كوم افغان چې د خپل هېواد لپاره د بل هېواد د تابعيت قرباني وركولاى شي هغه په هېواد كې تر ټولو د ښه مقام او امتياز حقدار دى. خو د كوم افغان چې نن ډالري معاش بند شي او هغه بيا يوه ورځ هم په هېواد كې اوسيدو ته چمتو نه وي، ياكوم څوك چې يوازې د ولسي جرګې دغړيتوب او يا د كوم وزارت او رياست لپاره تشريف راوړي چې مراد ته و نه رسيږي بيا دې هېواد ته را ګوري هم نه، ولې به ولس پرې باور كوي؟

متاسفانه د حكومت د بدليدو او يا نوي كيدو پر مهال په كابل كې د بهرميشتو افغانانو غومبر جوړ وي، واك ته نږدې د دربار مركزونه ټول له دوى نه ډك وي، خو چې د كرسيو او مقامونو د ويش پروسه بشپړه شي بيا همدغه ولس د غم چپاوونو، ځانمرګيو بريدونو، او د بهرنيو ځواكونو ړندو ګوزارونو ته يوازې پروت وي. د ولس ډيره ستره معنوي شتمني له هېواده بهر پرته ده، خو دريغه دوى د پاكستان او نورو ګاونډيو ولسونو د بهرميشتو كسانوپه څېر د خپل ولس په هره ښه او بده كې د ولس سره پيټى په اوږه كړى واى. كه همدغه پاړكي په روان حالت كې مسوولانه رول ادا كړى واى نن به هېواد د ګوتو په شمار د جهاد او سياست ټيكه دارانو په انحصار كې نه واى او نن به زموږ د ولس برخليك داسې له تيارو سره نه ؤ مخ چې اوس دى.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده