Posts | Comments | E-mail /

جوبايډن هوا ګزوي!

Posted by Weesa on Aug 25th, 2010 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د امريكا مرستيال ولسمشر جوبايډن له جګړې څخه ستنو شويو خپلو پوځيانو ته په وينا كې ويلي چې د افغانستان جګړه بايلونكې نه ده، موږ له دوه كلونو غفلت وروسته اوس بيا جګړه پيل كړې ده او دغه جګړه به بريالۍ شي.

د امريكا مرستيال ولسمشر ريښتيا وايي چې جګړه له سره پيل شوې او توده شوې هم ده، خو پوښتنه داده چې له چا سره؟

همدغه ځواب د جګړې پايله ټاكي، كه موږ په دې وروستيو كې په هېواد كې د مرګ ژوبلې پيښې و ارځوو د نړيوالې ټولنې هغه را پور غلط ثابتوي چې د افغانانو د مرګ ژوبلې شپيته سلنه د دولت د مخالفينو له لاسه ده، پرون په بادغيس كې بهرنيو ځواكونو يو پوليس وواژه او 11 تنه ملكي خلك يې د لاريون پر مهال ټپيان كړل، همدا تيره دوشنبه بهرنيو ځواكونو په بغلان ولايت كې خپلسري عمليات تر سره كړل چې 8 تنه ملكي افغانان يې ووژل او 12 نور يې ټپيان كړل، د بغلان والي پېښه تاييد كړې او وايي چې زموږ له خبريدو پرته عمليات شوي دي، دوې اونۍ وړاندې د ميدان وردګو په سيد آباد ولسوالۍ كې بيله دې چې والي او نور محلي چارواكي خبر كړي له كابل نه سپيشل فورس ځواكونو پر يوه كور هجوم يووړ، درې تعليميافته زليمان يې شهيدان كړل.

د جوبايډن خبره ريښتيا ده جګړه بيا تونده شوې ده، خو امريكا څه چې د نړۍ د ختيځ او لويديز ټول پوځونه را ټول شي دغه جګړه ګټلاى نشي.

په كومه جګړه كې چې دښمن تعريف شوى نه وي، هدف نا معلوم وي، دوست او همكار نه وي، ګډه همغږي او ګډې موخې نه وي، پردي پوځونه په يوه پردۍ خاوره كې په يوه بې هدفه جګړه بوخت وي د دې معنا داده چې بهرني ځواكونه اصلاً له دې ولس سره په جګړه نښتي دي.

د كوم ارمان لپاره، په كومه انګيزه؟

پر دې د سياست او واك د خاوندانو او جنګياليو پوځيانو تفاهم نه دى شوى، دغسې جګړه له رسوايۍ او ماتې بله پايله نه لري، تاريخ تر اوسه د داسې جګړې د ګټلو سارى نشي وړاندې كولاى، جوبايډن چې سل ځله دا رجزونه تكرار كړي داسې جګړه د ګټلو نه ده. آيا د كوم ولس پر خلاف د كوم يرغلګر پوځ جګړه بريالۍ شوې ده؟

كه داسې نه وي د بغلان د بې ګناه وګړو، د وردګو د معصومو زلميانو او د هېواد په ساره او اوږدو كې د د غو خويندو، ميندو او بې ګناه افغانانو وژل د كوم قانون كومو اصولو او كومو اخلاقو له مخې تر سره شول؟

آيا دوى كورنۍ، خپلوان او دوستان نه لري؟

آيا هغوى به دې بهرنيو پوځيانو ته له قاتلينو پرته په بل نظر و ګوري او آيا ممكنه ده چې د دې بې شميره قربانيانو وارثان دې پر امريكايي پوځيانو د فتحې په وياړ ګلونه ور وشيندې؟!

هيڅكله نه، په خداى سوګند چې په افغانستان كې به هيڅكله هم داسې تكرار نشي.

د بې ګناه وينو په ټولو كې جګړې ګټل كيداى او امپراتورۍ پاتې كيداى شواى د تاريخ لومړنۍ امپراتورۍ به تر اوسه پاتې واى.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده