Posts | Comments | E-mail /

جعلي محفل كه د ډيموكراسۍ تمثيل!!

Posted by Weesa on Aug 25th, 2010 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

شف شف نه شفتالو

میم. شین

په دې وروستيو كې په ځينو هېوادنيو چاپي رسنيو او برېښنايي ويبپاڼو كې په امريكا كې د افغان سفير سيد طيب جواد او دده د كورنۍ يو شمير تصويرونه خپاره شول چې هغه د ځوانانو په اصطلاح په (ډانس پارټي) ور ګډ دي او دغه پارټي هم په سفارت كې جوړه ده. په لسګونو ځوانې نجونې، لوڅې مټې او څو سندرغاړې، د سرو پيالو په په بدرګه، افغان سفير له ميرمن او زوى سره او د امريكا ځانګړى استازى ريچارډهالبروك له ارغواني جام سره… ريچارډ هالبروك له كومې رسنۍ سره پر دې محفل يوه تبصره كړې چې دا به د افغان سفارت نه وي كه وي نو محفل يې پخوانى دى، يعنې د روژې د مياشتې نه دى، ځكه چې هالبروك وايي چې زه په روژه كې په داسې محفلونو كې سرې پيالې نه څښم!

خو د ولسمشر د وياند مرستيال حامد علمي بيا يوې چاپي رسنۍ ته ويلي چې دا (ګزارش) دروغ او جعلي!! دى.

ګزارش څه دى؟ اصلي منځپانګه يې د سفير، د ده د ميرمنې اويكه زوى تصويرونه، يو د خرمستيو محفل، سندرې او نڅاوې چې د ښاغلي سفير ملكه او ارجمند هم مټې پكې غورځوي! بيا ددې تصويرونو تشريح چې په افغان سفارت كې د روژې په مياشت كې د شراب او نڅا محفل!!

علمي صيب كمال كوي، ګزارش جعلي بولي، خو نه پوهيږم ولې ماته هغه د پاليز په غلا نيول شوى سړى سترګو ته دريږي، ځكه چې دغه خبره اوږده او جړه غوندې ده. وايي چې يوه ورځ يو پاليزوان يو سړى لاس په لستوڼي په پاليز كې په غلا ونيو چې جوال يې له خټكيو ډك كړى ؤ، پاليزوان ورته وويل ولې؟

سړي ورته وويل چې زه ملامت نه يم دلته ستا د پاليز تر څنګ تيريدم چې توند شمال راغى زه يې دلته راوړم.

پاليزوان و پوښتل چې دلته خو شمال راوړې دا خټكي چا وشكول؟

سړي ورته وويل زه دلته هم شمال آرام پرېنښودم بس ما به بوټي ته لاس واچاوه او خټكي به را وشكيدل!

پاليزوان ورته ويل چې دا دې هم منم. خودا راته ووايه چې خټكي په جوال كې چا واچول؟

هغه سړى بې ځوابه غوندې شو ورته وې ويل:

پردې نو زه هم نه پوهيږم!

له علمي صيب سره به دا ومنو چې محفل د روژې په مياشت كې نه دى، دا به هم و منو چې ښايي دا محفل په افغان سفارت كې نه وي، سره له دې چې ريچارډ هالبروك يو ډول اعتراف پرې كوي چې سفارت دى خو بل وخت!

د تصويرونو چاره به څه ډول كېږي؟

تصوير خو يو هم نه دى چې د جعلي ټاپه پرې و لګول شي، د يوه تن هم نه دى، شريك محفل او تر لسو زيات بيلا بيل تصويرونه دي.

نه پوهيږو چې علمي صيب به دې ته څه علمي! استدلال او ځواب لري چې ميرمن مژده او احسان امان به د دې مست محفل كيسې په څومره نورو غونډو كې كړې وي ځكه چې له يوه مهم سفير او د يوه لوى هېواد له ځانګړي استازي سره د شباب او شراب دغه يادګاري محفل خو د ډيرو لپاره لوى وياړ دى چې هر ځاى به يې يادوي، علمي صيب! دا ټول جعلي كيداى شي؟

كه نه ته هم دې ته حيران يې چې خټكي په جوال كې چا اچولي دي.

آشنا يوه خبره واوره آخره زمانه ده، داسې سمدستي پر هر څه ګړندى مه ورځه، كه سبا په واشنګټن كې د افغانستان سفير او د هغه كورنۍ درباندې دعوه وكړي چې موږ په څومره خوارۍ او زحمت د ډيموكراسۍ د تمثيل محفل جوړ كړى ؤ، تا هر څه جعلي و بلل او زموږ پر خواريو دې خاورې واړولې بيا به څه كوې؟!

كه ښاغلي علمي زموږ مشوره منلاى نو د بې ځايه دفاع پر ځاى به دا ورته ښه وه چې ووايي امريكا ده، ملا خو د سفير په توګه نشو ور ليږلاى، همدا ديګ دا شلغمه، دا امريكا او دا يې برګه ډيموكراسي!!

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده
    • سپینه ماڼۍ او له حقایقو تور انځور
    • تبرئه روحانی پاکستانی در محکمه این کشور
    • جنګسالاران دا ځل واك ته پارلماني پلمه كوي
    • وروستيو سيلابونو دګرديز اوخوست دلوى سرک ترټولو لوى پُل نړولى دى