Posts | Comments | E-mail /

د راتلونكيو پارلماني انتخاباتو په اړه يوه اندېښنه

Posted by Weesa on Aug 25th, 2010 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

دا چې راتلونكي پارلماني انتخاب به څه ډول تر سره شي، امنيتي ننګونې به دومره را مهار شي چې د راتلونكيو پارلماني ټولټاكنو مشروعيت زيانمن نشي تر اوسه په دې اړه ډيره دقيقه خبره نشي كيداى. خداى دې وكړي دغه بهير په ښه ډول تر سره شي چې زموږ ولس وكولاى شي خپل استازي ولسي جرګې ته واستوي او د ولسواكۍ را روان ګوډ او مات بهير نور اخلال نشي.

خو پر طبيعي امنتيي ستونزو سر بيره اړوند چارواكي بايد يوې بلې مسالې ته جدي پام وكړي، ښايي په انتخاباتو كې د لاسوهنو او درغليو د عنوانولو داسې هڅې بيا وشي چې د ولسمشريزو ټولټاكنو په پروسه كې يې موږ شاهدان وو.

په ولسمشريزو ټولټاكنو كې درغلۍ او لاسوهنې وې، د بل هر هېواد د انتخاباتو په څېر په هغه پروسه كې لاسوهنې وشوې، د يوه نوماند لپاره نه بلكې د هر نوماند لپاره وشوې خو په كوم ډول چې د انتخاباتو پايلې مسخره كړاى شوې او د افغان ولس په رايو په كوم ډول ملنډې ووهل شوې د دې سارى لږ موندل كيداى شي.

دا اوس د ولسي جرګې په ټاكنيز بهير كې هم چې تر اوسه دنوماندو د كمپاينونو پړاو دى د ځينو هغو ادارو لخوا چې د بهرنيانو پر مليوني ډالرو يوازې د غوغاو جوړولو لپاره فعالې شوې دي د درغليو او لاسوهنو زمزمې كېږي. امكان لري بيا هم هدف داوي چې پر ولسي جرګه هماغه تورونه و لګيږي چې ځينې كړۍ يې د ولسمشرۍ لپاره كاروي.

دلته مو موخه د احمد او محمود پلوي او يا د كوم بل چا مخالفت نه دى، موخه مو داده چې د ولسي جرګې د ټاكنيز كمپاين او پروسې په خير بشپړيدل د هېواد په خير دي، سره له دې چې نظام ټول شړيدلى دى او كه بيا را ټينګيږي دا بۀ معجزه وي، بيا هم دا د ولس په خير ده چې د ولسي جرګې ټولټاكنې دامن په فضا كې د درغليو له غوغاؤ نه پرته تر سره شي.

كه څه هم هغه پړاو لا لرې دى چې كه په ريښتينې معنا زموږ د ولس په رايه پارلمان جوړ شي او د زور او زر له كارولو پرته په شعوري ډول زموږ ولس خپلې رايې و كاروي او داسې څېرې غوره كړي چې د خدمت جوګه وي بيا به د دې شړيدلې نظام په بيرته سنباليدو كې هم رول و لوبوي، خو د اوس لپاره كه همدومره وشي چې پر روانو ستونزو او بدمرغيو سر بيره د پارلمان د جعل او تقلب كومه بله ډنډوره پرې ور زياته نشي دا به هم غنيمت وي. ځكه خو اړوند چارواكي بايد په دې اړه جدي پام وكړي او چاته د غوغاو جوړولو پلمې په لاس ورنكړي.  دوى پر دې هم ښه پوهيږي چې ښايي د بلې داسې غوغا د فشار زغم هم و نه لري.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده
    • سپینه ماڼۍ او له حقایقو تور انځور
    • تبرئه روحانی پاکستانی در محکمه این کشور