Posts | Comments | E-mail /

د خصوصي امنيتي كمپنيو تشه بايد په مناسب ډل ډكه شي

Posted by Weesa on Aug 23rd, 2010 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

وړمه ورځ په امنيتي غونډه كې چې د ولسمشر كرزي په مشرۍ په ارګ كې جوړه شوه د امنيتي خصوصي شركتونو د منحل كولو په عملي چارو خبرې وشوې.

په دې كې شك نشته چې د امنيتي خصوصي شركتونو منحل كول يو لوى اقدام دى، يو لوى برى او ستر ګام دى، خو څومره چې لوى او مهم دى، ښې پايلې لري همدومره له ستونزو او ګواښونو ډك هم دى.

دا به پر ځاى پريږدو چې ځينې بهرني لوري به د خپلو اړوندو خصوصي شركتونو دنه لغوه كيدو په باب فشار راوړي او تر ممكن حده به پر چارواكيو او حكومت دا زور واچوي چې د دوى د خوښې وړ شركتونه پر ځاى پاتې شي، خو كه فرضاً حكومت او چارواكي پر دې بريالي شي چې د خصوصي شركتونو كمپله ور ټوله كړي د لويو غير دولتي د دفترونو، سفارتونو او مرستندويو انجي او ګانو امنيت به څوك نيسي؟

ځكه خو سره له دې چې د امنيتي خصوصي شركتونو دروازې تړل او په امنيتي ارګانونو كې د هغوى د وسله والو افرادو جذبول يو لوى كار دى خو چارواكي بايد له هغو ګواښونو او ننګونو نه هم نا خبره او بې پروا نه وي چې په ر اتلونكې كې د امنيت په اړه دوى ورسره لاس او ګريوان دي.

په دې كې هيڅ شك نشته چې ځينې بهرني او كورني هغه لوري چې د دې امنيتي كمپنيو سره په ګټو كې شريك وو ښايي د امنيت د اخلال هڅې وكړي، همدغسې د ملي امنيتي ارګانونو كمزورۍ هم پټه خبره نه ده، ځكه خو تر څلورو مياشتو پورې بايد په پوره جديت د داسې امنيتي ځواك په روزنه او جوړولو كې هڅې وشي چې هېواد وال له باران نه ناوې ته په كيناستلو اړ نشي.

يوې بلې مسالې ته جدي پام په كار دى، هغه دا چې كوم كسان چې له دې منحل كيدونكيو امنيتي خصوصي كپمنيو نه په امنيتي ارګانونو كې جذبيږي د هغوى لپاره پر نورو شرايطو سر بيره بايد دا په پام كې وي چې د يوې كمپنۍ ټول كسان يوه امنيتي ارګان ته جذب نشي، ځكه چې بيا خو يې معنا يوازې د ارګان دنامه بدليدل دي، كه د خصوصي شركت په چوكاټ كې هغوى له قانون سرغړاوى كړى وي كيداى شي د امنيتي ارګانونو په چوكاټ كې هم قانون تر پښو لاندې كړي.

كه خداى مه كړه د امنيت په برخه كې بيا لږ ستونزې زياتې شي هغو بهرنيو لوريو او د هغوى كورنيو ډنډور چيانو ته به د لويو غوغاو جوړولو پلمې په لاس ورشي چې هغوى دلته امنيتي خصوصي شركتونه درلودل او خپل ځانګړي اهداف يې پالل.

د دفاع او كورنيو چارو وزارتونه او د ملي امنيت لوى رياست ددې تشې د ډكولو او د دې لانجو د ځوابولو لپاره بايد په ايماني جذبه او ملي احساس كار وكړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده