Posts | Comments | E-mail /

په افشاشويو اسنادو كې د امريكا اصلي څېره

Posted by on Jul 31st, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

عاصم

د څو لسيزو را په دېخوا زموږ هيواد له راز راز ناتارونو سره مخ شوى دى او هر ناتار په خپل وار سره زموږ د هېواد د زيات شمېر وګړو د وينو د تويېدلو او ځورېدلو لامل شوى دى. د معمول په شان هر ناتار زموږ د ګرانو هيوادوالو سره د دوستۍ تر شعار لاندې پيل شوى دى چې په پاى كې نه يوازې د اشغالګرو د سرونو په زيانونو بلكې زموږ د بېوزلو هيوادوالو د وينو په سيلابونو سره پاى ته رسېدلى دى.

په وروستي ځل كې امريكايانو او د دوى خواخوږو هېوادونو ۹ كاله وړاندې زموږ په هېواد كې په پټو زيرمو پسې خپل لښكر راوستل اوسنۍ جګړه چې عملا ۹ كاله وړاندې زموږ له ملت سره د مرستې او په هيواد كې د ديموكراسۍ د نظام تر عنوان لاندې پيل شوه، زموږ د زيات شمېر مسلمانو او بې ګناه هېوادوالو ويني پكې تويې شوې چې دا لړۍ لا هم پسې روانه ده. دا چې دا لړۍ ولې روانه ده او شپه او ورځ يې ولې له امله زموږ ګران هيوادوال يوه لوري ته په زندانونو كې رټل، وهل او وژل كيږي او بل لوري ته په فردي او اجتماعي ډول سره په ګوليو ويشتل كيږي او يا په ودونو، جوماتو او كليو ړانده بمونه غورځول كيږي، لامل يې روښانه دى او هغه د هغو كسانو شومې موخې دي چې له امله يې دا ډالر لرونكي وږي زموږ هيواد ته راغلي دي، له همدې امله دي چې نه د طالب ډنډوره تماميږي او نه هم د ترياكو د كښت مسئله پاى ته رسيږي. دا چې دا ضمني او مرموز استعمارګران د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره لا هم ژمن دي، له همدې امله په هېواد كې د جګړې اور ته لمن وهي او د دولت او د هغه د مخالفينو په منځ كې د قواوو توازن ساتي او نه غواړي چې بغير له دې څخه چې خپلې موخې لاسته راوړي، زموږ له هيواد څخه پښې سپكې كړي. ښايي په دې كې يو عمده لامل دا هم وي چې دغه ځواكمن هېوادونه نه زموږ دولت او نه هم د هغه مخالفينو ته سپين مخ لري. اوس چې يو شمير چارواكي په دي پوهيدلى دى چې پردې كټ تر نيمو شپو وي او هم په هغو كسانو كې چې پرون يې د همدې بهرنيانو د ډالرو په مرسته ځانونه واك ته رسولي وو چې بايد د دې ملت او خاورې لپاره كار وكړي، دوى اوس په دې حقيقت پوهېدلي دي چې د داسې خارجيانو دوستي څومره اعتبار لري.

اصلي خبرې ته به رانشو د دې تېرو نهو كلونو ټولو جرياناتو ښه په اثبات ورسوله چې هېڅ خارجى هېواد زموږ له ملت او خاورې سره خواخوږي نه لري، دوى دلته د خپل هدف لپاره راغلي دي او هڅه هر څنګه چې وي دوى به خپل اهداف په لاس راوړي، له همدې امله دي چې نه يې زموږ پر هېوادوالو زړه سوى دى او نه يې هم پر خپلو وسله والو مخالفينو. په دې جګړه كې يې هر راز ملي، نړيوال او بشري ټول قوانين تر پښو لاندې كړي دي او زموږ زيات شمېر هېواد وال يې په يوه او بل نامه تر خاورو لاندې كړي او يا يې د زندانونو تورو تمبو ته اچولي دي.

په دې وروستيو كې د هغو بهرنيو رسنيو په څنګ كې چې د زيات اعتبار څخه برخمنې دي، د ويكي ليكس په نامه  يوې ويبپاڼې ۹۲۰۰۰ داسې اسناد خپاره كړل چې په وضاحت سره ښيي چې د امريكا ځواك زموږ د بې ګناه هېوادوالو د عمدې وژنو په څنګ كې له آى اس آى سره په يوه مرموزه لوبه اخته دي او د هيواد په يو شمېر نا آراميو كې پراخ لاس لري. دوى زيات داسې عمليات كړي دي چې په هغه كې بېګناه ملكيان وژل شوي دي او دا كار په داسې وخت كې تر سره كوي چې دوى هم پرې پوهيږي چې ملكيان مري. له دې څخه زياته د خطرناكه خبره يې داده چې امريكايان په دې ښه خبر دي چې د پاكستان څارګره اداره (اى اس اى) د دولت مخالفينو ته مرستې وركوي تر څو له دولت سره وجنګيږي. بايد ووايو چې دا دومره پټ اسناد وو چې په افغانستان كې نه د ناټو نور مشران او نه هم له هغه چوكاټ څخه بهر خارجيان پرې خبر دي. كوم اسناد چې د ويكي ليكس ويبپاڼې له خوا له يو شمير معتبرو نړيوالو رسنيو سره شريك شوي دي تر اوسه په پوره بڼه نه دي ارزول شوي. په اړه يې بهرنيو رسنيو ويلي دي چې دا زيات پټ اسناد دي او خپرېدنګ يې ممكن په افغانستان كې د خارجيانو پر ضد د پاڅونونو د پايوړتيا او د بهرنيو ځواكونو دزياتې مړينې لامل شي.

د يادونې وړ ده چې د دې اسنادو خپراوي نه يوازې په امريكا كې بلكې د نړۍ په كچه زيات غبرګونونه را پارولي دي، تر دې دمه د ټولو هغو ارګانونو او كسانو چې په دې اړه يې خپل نظرونه وركړي دي، په افغانستان كې يې د جناياتو عاملين په سختو ټكو غندلي دي او دا كار يې نه يوازې د افغانستان بلكې د ټولې نړۍ لپاره زيات خطرناك ګڼلى دى. ويلي يې دي چې په دې اړه بايد لا زياتې څېړنې وشي.

افغان دولت ته او ټولو سياسي ډلو ته په كار دي چې په دې برخه كې له امريكا نه جدي وضاحت وغواړي او لږ تر لږه په افغانستان كې د روانې ګونګې او پر فريب ولاړې ستراتيژۍ او پاليسۍ بدلون ترې و غواړي، جګړه زموږ په كليو او ولسونو كې ده، كورونه او كلي زموږ پكې ورانيږي، پكې وژل كېږي افغانان، خو د افغانستان ستراتيژيك ملګرى امريكا هه رازونه پټ ترې ساتي چې د افغان جګړې حقايق روښانوي، دا څه ډول ائتلاف، دوستي، او يا ملګرتيا كيداى شي؟

(www.whistleblower.org/storage/documents/FoundationfortheFuture.pdf

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • اگر به ترجمانان افغان در بریتانیا پناهندگی داده نشود؛ امکان دارد که آنها با خطر مرگ مواجه شوند: نواسهٔ وینستون چرچیل
    • د هندوستان د آزادۍ ورځ په کندهار کې ولمانځل شوه
    • دخوست د ښار جوړونې رياست ته نوى ريس وروپېژندل شو
    • آغاز عملیات تصفیوی عقاب در ولسوالی امام صاحب ولایت قندز
    • القاعده از سرحد افغانستان- پاکستان نقل مکان می کند
    • امریکا و متحدانش باید فورا تعداد نیروهایی را که پس از سال 2014 در افغانستان حضور خواهند داشت، اعلام کنند: قوماندان سابق نیروهای ناتو
    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي