Posts | Comments | E-mail /

د اسنادو افشا كيدو اصلاً كاذب سياستونه رسوا كړل

Posted by on Jul 31st, 2010 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د افغانستان د جكړې په اړه د امريكا د زرګونو نظامي اسنادو د افشا كيدو ګزك ورځ تر بلې زياتېږي،  كه څه هم د امريكا ولسمشر بارك اوباما په دې اړه زياته اندېښنه ونه ښوده او وې غوښتل چې خبره ساده تيره كړي، خو دادي اوس د هغه هېواد د دفاع وزير كلكې اندېښنې ښيي چې د دوى او متحدينو پوځيانو ژوند به له ګواښ سره مخ كړي.

دا هسې يوه خبر ده، اصلاً ددې اسنادو له افشا كيدو سره د افغانستان او امريكا د ستراتيژيكې انډيوالۍ څرنګوالى افشا شو چې څومره پر اخلاص ولاړ ؤ!

امريكا په افغانستان كې د جګړې پر ټولو لاملونو، انګيزو، ترشا ملاتړونو او نورو اسرارو خبره ده خو له خپل ستراتيژيك ملګري سره هيڅ راز نه شريكوي، معنا يې څه ده؟

كه څه هم اوس لويديزو او په دوى پورې اړوندو سيمه ييزو او افغاني رسنيو هم په دې افشا شويو رازونو كې ډير زور د پاكستان د آى اس آى په لاسوهنو او د ايران پر وسلو راوړى چې د افغان دولت مخالفينو ته يې وركوي، خو دلته اصلاً تر ټولو مهمه خبره د هغه اعتماد نشتوالى دى چې ظاهراً سره شريك لوري يې يو پر بل نه لري.

ډيره ګرانه ده چې افغان چارواكي او ولس له دې ګونګ حالت سره بې توپيره پاتې شي. او د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس اصلي اندېښنه ښايي همدغه وي.

افغان چارواكي بايد اوس د دې نوي حالت او نويو انكشافاتو په رڼا كې په صراحت له امريكا سره خبرې وكړي.

كه د تيرو جفاو حساب نه غواړي لږ تر لږه د راتلونكې په باب بايد خبره ورسره سپينه شي، په افغانستان كې تر يو سل او پنځوس زرو بهرنيو پوځونو زيات د څه لپاره راغلي دي، دلته زموږ پر كليو ولې بمبارۍ كېږي كه د دښمن خبره وي هغه خو دا دي د دوى د خپلو اسنادو له مخې افشا شوى چې چېرته دى او څوك دى؟

د افغان ولس په وړاندې چې څومره د دې اسنادو له افشا كيدو سره د پاكستان د لاسوهنو خبره كره او ثابته شوه همدومره د امريكا د نه اخلاص او نه ملګرتيا واقعيتونه افشا شول.

د پاكستان د آى اس آى د لاسوهنو او وسله والو مخالفينو تر شا د دوى د لاس درلودو خبره زموږ ولس ته پټه هم نه وه، خو د دې اسنادو له افشا سره هغه دوستان هم چاته مخ نه لري چې د مراد قبله يې امريكا وه او د امريكا هرې جفا او ناكردې ته به يې يو پرتوګ ور اغوست، اوس خو هغه ياران هم بې ځوابه او شرمنده شول.

په هر صورت دا ساده خبره نه ده، افغان چارواكي بايد له شهامت نه كار واخلي په پوره جرئت دې د دې مسالې په رڼا كې د امريكا او نړيوالې ټولنې د جنګي ستراتيژۍ د جدي بدلون خبره مطرح كړي، ځكه چې په ستراتيژيكه ملګرتيا كې داسې ټګي او چل ول هيڅ ځاى نه لري.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه