Posts | Comments | E-mail /

په هند كې د امريكا د پخواني سفير د خبرو په غبرګون كې افغان كارپوهان: كه ټولپوښتنه وشي تر ۹۹ سلنه زيات افغانان واحد افغانستان غواړي

Posted by Weesa on Jul 31st, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 (كابل ويسا خبر) د پنجشنبې په ورځ د سيمه ايزو مطالعاتو مركز په هند كې د امريكا د يوه پخواني دپلومات رابرت بلك ويل د څرګندونو په اړه په كابل انتركانتيننتال هوټل كې يو كنفرانس وركړ، دې كنفرانس ته د دپلوماسۍ د انستيتيوت رئيس ډاكتر سخي غيرت، جعفر مهدوي، دادنوراني او استاد رسول باوري خبرې وكړې.

د كنفرانس ويناوالو وويل چې سره له دې چې په افغانستان كې اوږده موده بحران او جګړې وې خو بيا هم زموږ ولس يو موټى او د هر ډول ويش او تجزيې خلاف دى، وينا والو وويل چې كه په افغانستان كې په دې اړه ټولپوښتنه وشي نو تر ۹۹ سلنې زيات هيوادوال به د تجزيې پر خلاف رايه وركړي.

په دې كنفرانس كې استاد رسول باروي وويل چې له نيكه مرغه زموږ په ولس كې د تجزيې پر ځاى د هيواد د بشپړتيا احساس او غوښتنه زوروره ده، زموږ اكثريت ولس د تحميل شويو كرښو د ماتيدو په هيله دي نه د بيليدو او تجزيې.

باوري په تيرو پنځو كلونو كې څو ځلې د هيواد د تجزيه كيدو د ډنډورو راپورته كيدو بهير ته اشاره وكړه، وې ويل چې هر وخت د افغانستان مركزي حكومت كمزورى شوى دى ځينو كړيو د تجزيې خبرې راپورته كړې، ځينو سياسي څېرو هم داسې هيلې ښودلې خو افغان ولس بيا دا هيلې ناكامې كړې دي.

سخي غيرت او جعفر مهدوي هم پردې ټينګار وكړ چې د افغان ولس سره اوبدلې او د تجزيې امكان يې نشته، كه بهرنيان هر څو وغواړي دا هيله يې نشي پوره كيداى.

داد نوراني وويل چې زموږ ولس خپل ملي وحدت ساتي خو سياسي ډلې ټپلې شته چې اختلافونو ته لمن وهي، نوموړي دا هم وويل چې د رابرت بلك ويل خبرې هسې تشې خبرې نه دي، د ښكيلاكي لوريو او لويو هيوادونو دغه نقشې لومړى د يوه نظر په توګه مطرح شي تر څو د ولس غبرګون وګوري او بيا خپل پلان جوړوي، نوموړي وويل چې د سمدستي لپاره د افغانستان د تجزيې خبره مطرح نه ده، خو د امريكا په راتلونكيو پلونونو كې به خامخا وي.

د سيمه ايزو مطالعاتو مركز مشر غفور ليوال ويسا ته وويل چې اصلاً د رابرت بلك ويل د خبرو زيان پخپله امريكا ته واوښت چې په يوه حساسه مساله كې يې زموږ د ولس حساسيت راوپاراوه، او د افغان ولس ذهنيت يې تر ډيره حده په همدې خبره پر خلاف واوښت.

د كنفرانس ګډونوالو دې ته هم اشاره وكړه چې سره له دې جې په كابل كې د امريكا سفير له ويسا ورځپاڼې سره په مركه كې په هند كې د امريكا د پخواني سفير خبرې چټيات وبلل خو دې مسالې ته بايد بې توپيره پاتې نشو.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • اگر به ترجمانان افغان در بریتانیا پناهندگی داده نشود؛ امکان دارد که آنها با خطر مرگ مواجه شوند: نواسهٔ وینستون چرچیل
    • د هندوستان د آزادۍ ورځ په کندهار کې ولمانځل شوه
    • دخوست د ښار جوړونې رياست ته نوى ريس وروپېژندل شو
    • آغاز عملیات تصفیوی عقاب در ولسوالی امام صاحب ولایت قندز
    • القاعده از سرحد افغانستان- پاکستان نقل مکان می کند
    • امریکا و متحدانش باید فورا تعداد نیروهایی را که پس از سال 2014 در افغانستان حضور خواهند داشت، اعلام کنند: قوماندان سابق نیروهای ناتو
    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي