Posts | Comments | E-mail /

لوګرکې سېلابونو سخت زيانونه اړولي

Posted by on Jul 30th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

محمد آغه:-د لوګرولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې سخت اورښت او سېلابونوپه لسګونو کورونه او په زرګونو جريبه ځمکه له منځه وړې.

د دې ولايت د والي وياند دين محمد دروېش روزخبري آژانس ته وويل چې دغه سېلابونه د مرکز پل علم په ګډون په څرخ،خروار،برکي برک،خوښۍ او محمد آغې ولسوالۍ کې راوتلي دي.

که څه هم نوموړي د اوښتو زيانونو کره شمېره په ګوته نه کړه خو ويې ويل چې سېلابونو په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه، لسګونو ګورنه او په لسګونو د غنمودرمندونه او وښو امبارونه له ځان سره وړي او خلکو ته يې درانه زيانونه اړولي.

دروېش زياته کړه چې يوازې په څرخ ولسوالۍ کې سېلاب ٢٠ کورونه نړولي ١٧ د غنمو درمندونه او په سلګونو د انګورو او نورو مېوو باغونه يې وړي دي.

ده وويل چې د اوني سيدانو په سيمه کې يو جامع جومات هم ويجاړ کړى دى او سلګونه جريبه ځمکه يې له منځه وړې.

د دې سيمې يوتن اوسېدونکي سيدعبدالحميد هاشمي روزخبري آژانس ته وويل چې د نوآباد د اوني سيدانو نه ترپل علم پورې له څلور زره جريبه څخه زياته کرنيزه ځمکه ٢٠ کورونه او له پنځوسو څخه زيات د غنمو درمندونه سېلابونو وړي دي.

ده زياته كړه چې تېر کال په همدې سيمه کې سخت سېلاب راوتلى و خو په وينا يې چې نه هم دولت او نه هم کومې مرستندويه ټولنې ورسره مرسته کړې.

د مرکز د دوشنبې د سيمې يو تن اوسېدونکي خير محمد وايي چې يوازې د دوى په سيمه کې تېره ورځ ١١ بجې سېلاب نږدې څلور زره جريبه کرنيزه ځمکه ١٢ د استوګنې کورونه،١١ د غنمودرمندونه او په همدې کچه د وښو خرې په اوبو لاهو شوې دي.

ده سېلاب ځپلې سيمې ممۍ کلا،دوشنبې،ښادي خان کلا،قطب خېل،باغچه آباد او محمد دل کلى په ګوته کړ.

د مرکز د دادو خېلو د سيمې يو تن اوسېدونکي قلم الدين روزخبري آژانس ته وويل چې سېلاب د ده د باغ په ګډون ١٦د انګورو باغونه ٢٠ درمندونه،١٧ د وښو خرې او په سلګونه جريبه د پيازو ځمکې له ځان سره وړي دي.

ده هم په دولت نيوکه وکړه چې نه يې هم تېرکال له خلکو سره مرستې کړې او نه هم اوس کوم بېړنى پلان لري.

د سيمې اوسېدونکي له دولت او مرستندويه ټولنو څخه غوښتنه کوي چې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ميدان ورګو،کونړ،لغمان،ننګرهار،او کاپيسا ولايتونو کې په تېررو دوه ورځو کې سخت سېلابونه راوتلي چې نږدې د ٥٢ کسانو دمړيني سره سره يې په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه او په سلګونو کورونه نړولي دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه