فیض آباد:- د تازه خبرونو پر اساس پرون وسله والو کسانو، په بدخشان ولایت کې د پخوانیو مجاهدینو یو سېمه ییز قوماندان وژلی دی.
خبر زیاتوی چی د محمد خیبر په نامه د پخواینو مجاهدینو قوماندان، پرون د دې ولایت په کشم ولسوالۍ کې ووژل شو.
د بدخشان ولایت د امنیې قوماندان صفي الله زړګي دا پېښه تایید کړې او وایي، قوماندان خیبر هغه مهال ووژل شو چې د کشم ولسوالۍ په لور روان و او د سپرلۍ په موټر یي نامعلومو وسله والو ډزې وکړې. په دې حملې کې دوه تنه ملکيان هم ټپیان شوي دي. خو تر اوسه پوری د دی حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
.