Posts | Comments | E-mail /

د افغانستان په ګډون دهند په لویه وچه د افغانانو حاکمیت:(10) په زړه پورې تاریخې ناول

Posted by on Jul 12th, 2010 and filed under آنلاین کتابتون. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په تیر پسي
دقریب الرحمن سعید ژباړه

په بله ورځ سهار شهزادګۍ کیتهل او کنپل دیوي دواړه د ماڼي هغه برخې ته راغلې چیرې چې ګل بهشت او دهغه زوې شاهین اوسیدل. په دې وخت کې دواړه مور او زوې ناست و ، دکنپل او کیتهل په راتللو سره یی دهغوې دروند استقبال وکړ . او هغوئ ته یي د کیناستو له پاره وویل خو کیتهل او کنپل د کیناستو په ځاې په ولاړه ولاړه شاهین ته مخ کړ او ورڅخه یی وپوښتل :

شاهینه ! ستا هغه بل ملګرې چیرې او څوک دې چې په هغه ورځ یې له تاسره یوځاې زما او د کنپل عزت او عصمت د لوټمارانو څخه د جمنا د دریاب په غاړه خوندی کړ. زه غواړم چې هغه ووینم او خبرې ورسره وکړم . د شهزادګۍ په دې خبره باندې د شاهین څیره زیړه شوه . تر یوه وخته پورې تړتړې و او بیا یي وویل :

ستاسې د دواړو دهغه بې کاره او بې غیرته سره څه کار ؟ خو کیتهل ورته وویلې : شاهینه کار مار پریده خو صرف دومره ووایه چې هغه دویم کس څوک دې ؟ ځکه کنپل غواړي د هغه سره همداسې معامله وکړي لکه ما چې له تاسره د محبت په اړه کړي ده . دا د کنپل غوښتنه ده ، ګوره شاهینه ! چې انکار و نه کړې . شاهین د خپله ځایه را پورته شو او ویی ویل : کیتهل ! په هغه کس باندې لعنت ولیږه ، هغه زما د هغه ضرورت په وخت کې په کار را نغې او راڅخه و تښتید . خو کیتهل ورته کلکه شوه او ورته یي وویل ، دا چې هغه تښتیدلې او که له تاسره یي په جنګ کې برخه اخستې ، هغه پخپل ځاې پریږده . زه غواړم چې ته هغه کس زمونږ دواړو سره مخامخ کړې . زه تر ماښامه پورې تاته مهلت درکوم ، ته تر نن ماښامه پورې هغه سړې زما د ورور راجکنور کورته راولیږه . خو که چیرې تر ماښامه دې هغه را ونه لیږه نو بیا به په ژوند هم درسره مخ نه شم او نه به درسره خبرې وکړم. زما اوستا تر منځ اړیکي به دتل له پاره پاې ته ورسیږی.

شاهین لږڅه فکر وکړ اوبیا یي دمکارۍ خندا وکړه اوشهزادګۍ کیتهل ته یي وویل : کیتهل ! تاسې دواړه خویندې خو یوارې کینئ ! تاسې دواړه خو داسې ولاړې یاست لکه زما پر خلاف چې کومه سازش شوي وي . کینئ ، او ارام وکړئ ، زه له تاسې سره وعده کوم چې زما هغه ملګرې به چې په هغه ورځ یي زه ځانته پری ایښې و م او را نه تښتیدلې و د ماښام د اذانه وروسته پخپله له ځانه سره ستاسې کور ته درولم.

دهغه په دې خبره شهزادګۍ په لږ څه ډاډمنه توګه وویل : شاهینه ! زه د کنپل سره یو ځاې ځم ، ماښام به مونږ هملته په حویلۍ کې په ډیره بې صبرانه توګه ستا او ستا دملګری انتظار کوو ، ددې خبرې سره سم شهزادګۍ کیتهل او کنپل دیوي دواړه دهغه ځایه را ووتلې ، شاهین او دهغه مور ګل بهشت ډیر ه هڅه وکړه چې هغوې هملته تم کړي خو هغوې هلته د تم کیدو څخه انکار وکړ.

*****۱۲

بله ورځ دماښام د لمانځه وروسته کریم الدین د راجکنور د حویلۍ په سالون کې ناست و د راج کنور نه علاوه دهغه ښځه کولاب دیوی ، کنپل دیوي او شهزادګۍ کیتهل هم د هغه سره په خبرو کې بوخت و . د کریم الدین د زخمونو حالت هم د پخوا څخه ښه شوې و په دې خاطر په کټ کې د څملاستو په ځاې یی ناست و او یوې سترې تکیه ته یي ډه ډه وهلې وه او د مجلس د ګډونکونکو د خبرو څخه یی خوند اخیست او پخپله یي هم یوه بله خبره کوله . په همدې وخت کې د حویلۍ په دروازې ټک ټک وشو . ټولو هغه لورې ته وکتل ، راجکنور پورته شو او ټولو ته یي مخ کړ او ویی ویل چې داسې بریښې چې شاهین را غې او کیداې شي د خپله ځانه سره یي دکیتهل د ډاډ منې کیدو په خاطر هغه سړې هم راوړې وې چې دهغه د وینا په مطابق په هغه ورځ دهغه سره ملګرې و. او په کومه ورځ چې هغه د کیتهل او کنپل د خوندې کیدو ډرامه جوړه کړې وه . زه به ورته دروازه پرانزم او هغوې به همدلته راولم . ددې خبرې سره راجکنور را ووت او د دروازې لورې ته ورغې . کله یي چې دحویلۍ دروازه پرانسته نو دهغې خبره سهي وختله ، ددروازې شاته شاهین د یوه ځوان سره ولاړ و ، راجکنور دواړو ته ډیر ښه ښه راغلاست ووایه ، اوبیا یي دواړه له ځانه سره یو ځاې د ناستې سالون ت یوړل . په سالون کې چې کله د شاهین سترګې په کریم الدین باندې و نښتې نو د یوې لحظې پورې یي رنګ تک ژیړ شو خو ډیر ژر یی خپل ځان سنبال کړ او د راجکنور د وینا سره سم په یوه ځاې کې کیناست ، هغه ځوان چې له هغه سره یو ځاې راغلې و هغه هم هملته د شاهین تر څنګ کیناست . په دې وخت کې شهزادګۍ کیتهل خپلې خبرې پیل کړې او ویی ویل :

شاهینه ! ایا دا همغه ځوان دې چې په هغه ورځ باندې زمونږ د عزت د خوندي ساتلو په خاطر یی له تاسره ملګرتیا کړې وه . شاهین په ډیره ډاډمنه توګه وویل : بلې ! دا هماغه زما ملګرې دې . خو دې هلته زه یواځې پریښوم او را څخه و تښتید. نه پوهیږم چې په هغه وخت کې دده په زړه کې څه تیر شوې و چې په داسې یوه ښه کار کې یی دبرخې اخستو څخه ځان و سپماوه ،

کیتهل تر یوه وخته پورې په ډیره عجیبه توګه شاهین ته کتل ، بیا یی په یوه سوال کونکې توګه هغه ځوان ته وکتل او ورته یي وویل :

ګوره دوسته ! بدبختانه چې زه تا نه پیژنم ، چې ستا نوم څه دې ؟ خو زه له تا څخه د یوې خبرې پوښتنه کوم او له تا غواړم چې ما ته به درواغ نه وایی .

د کیتهل دخبرې نه وروسته سمدستي کریم الدین وویل : کیتهل خورجانې ! که ته ماته اجازه راکړې نو زه به ددي ځوان څخه یو څو پوښتنې وکړم . تا ته ډاډ درکوم چې زه به په ډیره ښه توګه حقیقت را څرګند کړم .

د کریم الدین په دې خبره باندې سمدستي شاهین خپلې تورې ته لاس کړ او په ډیره قهره امیزه توګه یی کریم الدین ته مخ کړ او ورته یی وویل : کریم الدینه ! په خپل ځاې کینه ، ته څوک یی چې زمونږ په امورو کې را ننوځې . په یاد ساته ، که بیا دې داسې وکړل نو ډیر زیات زیانمن به شې .

د شاهین په دې خبره باندې د کریم الدین په وجود کې اور ولګید. د هغه حال لکه دسمندر د توپانې چپو په څیر ور ګرزید ، دهغه مخ د غم او درد او کرکې بڼه و نیوله ، په یوه وار یی خپله توره د نیام څخه راوویستله، او دخپله ځایه را پورته شو او په ډیره قهرجنه توګه یی شاهین ته وویل: شاهینه ! ته په کوم وهم ، او غلطې انګیرنې کی ځان مه اچوه ، زه د ژوندانه په هر میدان کې تاته د مقابلې بلنه درکولې شم . زه دهغه کمال الدین ملګري یم چې تاسې دواړو مور او زوې ته یی ذلیل ناکه ماتې درکړه . ایا ته فکر کوې چې ته به د تورې لاستي ته په لاس ور وړلو سره ما د رښتیا ویلو څخه منه کړې ؟

کله چې شاهین و کتل چې کریم الدین په ډیر غضبناک او قهرجن حال کې دې نو هغه د خپله ځایه څخه پورته شو او د کریم الدین د ناڅاپې حملې څخه د خوندي پاته کیدو په خاطر څو قدمه شاته ولاړ . په دې وخت کې راجکنور سمدستي را پورته شو د سالون دروازه یي بنده ، او ددننه څخه یي زنځیر کړه اوبیا هغه هم په یوه وار خپله توره په پوره قهر او غضب سره را وویستله او شاهین ته یی وویل : شاهینه ! دا فکر مه کوه چې کریم الدین ستا تر مخه یواځې ولاړ دې ، ما کریم الدین اوکمال الدین دواړو ته ورونه ویلي دي ، یادساته چې تا مخکې هم د خپلو کسانو په واسطه په کریم الدین باندي نا څاپي حمله کړي وه ما ته همغه کافي ده چې زه تاته دهغې پوره پوره سزا درکړم . خو دا د کریم الدین شرافت دې چې هغه مونږ ټولو ته وویلې چې دهغې د زخمي کیدو په اړه کمال الدین ته و نه وایاست ، خو ستا د کړچار په کتلو سره زه مجبوره یم چې ستا ددې ناولي جرم په اړه کمال الدین خبر کړم .

شاهینه ! د یوې لمحې د ضایع کیدو پرته خپله توره په تیکې کې کیده ، او که نه یاد ساته چې کریم الدین به یواځي تا نه ، بلکه دغه درواغژن انسان چې له تاسره راغلې ددواړو څټونه له یوه سره پرې کړي . اودسلطان علاؤالدین دربار ته به یي یوسې او فریاد به وکړي چې ته پرې د حملې کولو له پاره د خپل ملګری سره یوځاې حویلې ته راغلې وې . او دا هم یاد ساته که چیرې داسې و شول نو بیا به دې مور ټول عمر په تاپسې ژړا کوی .

د راجکنور دا ګواښ ډیر اغیزمن ثابت شو . شاهین خپله توره په تیکي کې کیښوده ، بیا شاهین راجکنور ته په مخ کولو وویل چې کریم الدین ته هم ووایه چی خپله توره په تیکې کې کیږدي ، په ځواب کې راجکنور په ډیر ښه توګه کریم الدین ته مخ کړ ، په همدې وخت کې کنپل دیوي هم په ډیره بې تکلفۍ سره را پورته شوه او کریم الدین یی ددواړو بازوګانو څخه و نیوه اوپه ډیره مینه یي ورته وویل چې ته هم خپله توره په تیکي کې کیږده . غصه لرې کړه ،مونږ پوهیږو چې دا غلطي د شاهین ده ، نو ته یی و بښه ، کریم الدین په ډیره ژوره توګه کنپل دیوي ته وکتل او په خندنۍ توګه یي خپله توره په تیکي کې ور ننویستله اوپه خپل ځاې کیناست. راجکنور هم خپله توره بیرته په تیکي کې کړه او په خپل ځاې کې کیناست .

بیا معلومه نه شوه چې په کریم الدین باندي کوم پیرې کیناست چې یو ناڅاپه د خپله ځایه را پورته شو او د شاهین سره یو ځاې راغلې ځوان یی له لاسه و نیوه او را کش یی کړ او دخپلې ناستې ځاې ته یی له ځانه سره یوړ، او په خپل څنګ کي یی کیناوه ،او ورته یي وویل : ګوره ځوانه ! هغه څه چې زه یی درڅخه پوښتم ، د هغې سهي ځواب راکړه او که نه په مفته کې به لاړ شې . د کریم الدین په دې کار ، شاهین یوځل بیا د خپله ځایه پورته شو او دراجکنور لورې ته یی وکتل او ویی ویل : راجکنوره ! ته ګورې چې دا کریم الدین څومره تیري کوې؟ راجکنور ورته وویل چې شاهینه ما تاته پخوا هم ویلي دي چې دخپله حده به نه تیریږې . ته درواغژن یی ، ته فریبي اودوکه باز یی ، او یاد ساته چې ستا درواغ به همدا اوس په همدې خونه کې را بربنډیږي . که چیرې تا د خپل زغم نه کار وانه خست نو ما تاته پخوا هم ویلي دي چې بیا به ستا حالت څه ډول وي ، هغه څه چې کریم الدین یی کوي او یا هغه څه چې هغه پوښتي ، نو هغه پریږده چې په ازادۍ سره یی وکړي . ته چپه خوله په خپل ځاې کې کینه .

په دې وخت کې شهزادګۍ کیتهل او کنپل دیوي دواړو یو بل ته په سترګو سترګو کې وکتل ،یوې بلې ته اشاره وکړه اوبیا د سالون د شا له اړخه دروازې څخه بیرون ووتلې ، د لږځنډ وروسته هغوې بیرته را ستنې شوې خو دا ځل یي په لاسو کې تورې نیولې وې . ددوې په لاسو کې د تورو په کتلو سره د شاهین اندیښنه نوره هم زیاته شوه . رنګ یي تک ژیړ شو . کیتهل او کنپل دواړه بیرته په خپلو خپلو ځایو کیناستې او کریم الدین د هغوې د راتلو سره سم بیا په خبرو پیل وکړ .

ګوره ځوانه ! زه نه پوهیږم چې ته څوک یی او نوم دې څه دې ،؟یا چیرې اوسې او نیکونه او غور نیکونه دې څوک دي ؟ اویا دا چې شاهین تا ته کوم لالچ درکړې چې ته یي دلته له ځانه سره راوړې یي ؟ ګوره ! شاهین هم پوهیږې او ته هم شاید پرې وپوهیږې چې د جمنا ددریاب په غاړه د راجکنور خور کنپل دیوي او شهزادګۍ کیتهل باندې احسان کونکي تاسې دواړه نه یاست . بلکه هغه زه او دسلطان علاؤالدین د لښکر سر قومندان کمال الدین دې . اوس رښتیا ووایه چې دې شاهین ته په څومره باندې اخستې یې . او که چیرې ته ریښتیا و نه وایي نو بیا به زه له تا پوښتم چې: هغه وخت چې ته د شاهین سره یو ځاې د جمنا د دریاب په غاړه د نجونو د عصمت او عزت د خوندي ساتلو له پاره د شمال په لورې ولاړې نو تا دکومک له پاره ددې نجونو اوازونه څو ځلې واوریدل . او دا چغې هر ځل د څو نجونو وې .

د کریم الدین دې پوښتنې هغه ځوان لیونې غوندې سرګردانه کړ . هغه بیا بیا په لیونۍ بڼه د شاهین په لور کتل ، په دې وخت کې شاهین غوښتل څه ووایي خو کریم الدین او راجکنور یي خوله ور بنده کړه اوپه ډیره قهرجنه توګه یي ورته د چپ پاته کیدو وویل. دحالاتو په کتلو سره کریم الدین نور هم مخته ولاړ او دخپل لباس څخه یي خنجر را وویست او ددې ځوان په مرۍ یی کیښود او ورته یي وویل چې رښتیا ووایه او که نه په خداې سوګند چې دا خنجر به ستا کار تمام کړي ، رښتیا ووایه چې دې شاهین ته د درواغو د ویلو په خاطر په څومره باندې اخستې یی ؟ هغه ځوان تړتړې شو او ویی ویل :

زه نه پوهیږم چې ستاسې او د شاهین تر منځ څه خبره ده ؟ او تاسې په خپلو منځو کې د کومې دښمنۍ قصاص اخلۍ ؟ خو دې شاهین ماته یوه ډیره ستره قصه کړې . او هغه قصه ددوه نجونو ده چې د جمنا د دریاب په غاړه یي عزت او عصمت خوندي کړل شوې دې . ما ته یي ویلې و چې زه تا د یو څو کسانو مخته وړم ، هلته ولاړ شه او ورته ووایه چې په هغه ورځ چې ددوه نجونو عزت خوندی کړل شوې و نو په هغه ورځ زه ورسره ملګرې و م ، ددې په بدل کې هغه ماته د طلا یوه تنګاه را کوله (د سلطان علاؤالدین په حکومت کې تنګا یوه توله سره زر یا سپین زر کیدل . )

کریم الدین سمدستي دا ځوان پریښود او ورته یي وویل چې ورځه ، دکومه ځایه مې چې را پاڅولې وې هملته بیرته کینه . ځوان د کړکړیدونکې چرګ په څیر را پاڅید او ولاړ او دشاهین تر څنګ کیناست . اوس نو کریم الدین نیغ په نیغه شاهین ته مخ کړ او ورته یی وویل : ګوره شاهینه ! دې ځوان ستا ټوله رښتینولي ، او حقیقت را بربنډ کړ . شاهینه ته درواغجن یی ، تا د جمنا د دریاب په غاړه له ما او کمال الدین سره یوه ژمنه کړې وه ، بیا تا دخپلو ملګرو په واسطه پر ما حمله وکړه تر څو ما له منځه یوسې . په هغه وخت کې ما د لوبې په میدان کې د لوبو سیل کاوه ، زه بیرته را ستون شوم چې یو څو کسانو پر ما دشپې په تیاره کې حمله وکړه خو دا زما نیکمرغي وه چې که څه هم زه دهغوې په لاسو زخمی شوم خو زه دهغوې په وهلو اوځغلولو بریالې شوم.

شاهینه ! دا ستا له لورې یو ډیر بد قدم و ،کله چې زه دلته راغلم نو د راجکنور مهرباني وه چې زه یی دلته له ځانه سره راوړم ، زما مرهم پټۍ یی وکړه او زما د زخمونو علاج ته یي ملاو تړله . اوس زه د پخوا په نسبت ښه یم ، ما هغو ټولو ته دا هم ویلي دي چې ددې پیښې څخه کمال الدین خبر نه کړي ، شاهینه ! ته خو کمال الدین ښه پیژنې ، هغه ستا په څیر خلک د امصا په څیر په نیغولو باندې ښه پوهیږي ، ته پدې هم خبر یی چې کله چې هغه په خپل مقابل لورې باندې حمله کوي نو د توپان په څیر پرې راځي او ددښمن په لمن کې هیڅ هم نه پریږدي .

شاهین د کریم الدین ددې خبرې هیڅ ځواب ورنه کړ . هغه یی د نظره و غورځاوه او د شهزادګۍ کیتهل په لور یی وکتل اوپه ډیره نرمه لهجه یی ورته وویل :

ګوره کیتهل ! زه ستا په مینه او محبت کې هغه ځاې ته رسیدلې او په هغه ځاې کې ولاړیم ، چې ته هلته زما ارزوګانې د اور په لمبو کې په سوځولو او پریښولو سره ، ځان د څوارلسمي سپوږمۍ د خوشبوې په څیرد بل چا په لمن کې نه شې ور غورزولې . کیتهل ! ما ته د آیني په اوبلیزه بخار کې نه یي کتلې ، ماپه دې لاره کې خداې خبر څومره اذیتونه ، هجرونه او کړاونه ګاللي او ستا محبت مې تر لاسه کړې دې . ما دخپل زړه په چوکاټ کې، دخپل ذهن په آینه ځاې کې، څو څو ځله ستا د ښایست انځور مجسم کړې دې ، په داسې حال کې چې ستا خندا ، ستا محبتونو ، اوستا دمحبت را پورته کیدونکې سپوږمۍ زما د روح په ژورتیا کې ځاې نیولې دې . ته نه شې کولاې زما په پریښولو سره اوس د بل چا محبوبه و ګرځی اویا بل څوک د خپل ژوند له پاره د ځان ملګرې و ټاکې .

د شاهین ددې خبرو په دوران کې د شهزادګۍ کیتهل بدن په ډیر عجیبه حال کې را نغښتې و . بیا بیا یي خپلې اوږې غورځولې پرزولې ، دا سې بریښیده چې دهغې سینه د قهر او غضب نه نوره چوي. دهغې په مخ باندې د غم تورې لړې را غلې وې بیا یي په ډیره کرکجنه توګه وویل :

شاهینه ! تا ماته دوکه او فریب را کړې ، ته خو اوس زما له پاره کمینه ، مجرم ، بد اخلاقه او بدکړچاره انسان ثابت شوې . تا د جمنا ددریاب په غاړه زه او زما خور کنپل دواړه بې وقوفه کړی و . دداسې بدکړچاره او غولونکې انسان له پاره ما د کمال الدین په څیر نیک او بهادر انسان ته څومره غلطه ژبه استعمال کړې ده ، ګوره شاهینه ! هغه زما له پاره یو ستر روحاني مشر دې . دهغه په اړه له ما څخه داسې ګناه شوې که ټول عمر زه دهغه څخه بښنه وغواړم بیا به هم زه، نه دهغه تلافي وکړاې شم او نه به یی حق ادا کړاې شم .

شهزادګۍ کیتهل تر دې ځایه پورې خبرې وکړې بیا یي لږ ځنډ وکړ اوبیا یي په خپل چاپیریال کې ټولو خلکو ته وکتل او په لوړ اواز یی شاهین ته وویل:

ګوره شاهینه ! تا د جمنا ددریاب په غاړه ماته فریب اودوکه راکړه او پر مادې خپل احسان را بار کړ او په یوه ډول دې زه په خپله مینه کې را و نښلولم ، خو واوره چې له همغه وخته نه زما په زړه کې له تاسره مینه وه او نه کوم محبت. یواځې ستا احسان و چې زه یی دې ته اړکړې وم تر څو په موقته توګه ستا د محبت او میني پرده په ځان واچوم . خو واوره چې اوس هغه ګنده او غلیظ غلاف ما له خپله ځانه ایسته خطا کړې دې . اوس چې دا څرګنده او ثابته شوه چې د جمنا ددریاب په غاړه تا نه ، بلکه زما او زما دخور عزت او عصمت کمال الدین او کریم الدین خوندي ساتلي دي او پر مونږ یي خپل ټول احسانات را بار کړی دی نو اوس شاهینه زما پریکړه هم واوره . زه د ټولو ناستو خلکو تر مخ په دې اعلان کولو سره شرم نه احساسوم چې سر له نن څخه ، بلکه سر له اوسه کمال الدین زما د زړه سکون ، زما د منګل سوتر (یوډول غاړکۍده چې هندوان یی خپلو ښځو ته دواده په وخت کې ور اچوي او هغه ښځې ان تر مرګه پورې هغه له غاړې نه لري کوی ) یخوالي دې . هغه زما د هر څه مالک دې ، زما د محبت مرکز ، او زما د میني هر څه دهمغې دې . ګوره شاهینه ! ستا په څیر فریبی او دوکه باز هیڅکله هم نه بریالي کیږي ، اوس خودحالاتو حقایق را بربنډ شول . نو زه تا ته دا ډاګیزه کوم چې سر له اوسه زما نرۍ ملا ،او زما د جسم هر ښکته پورته د کمال الدین دي او بس.

ما ته سر له ننه کمال الدین دډیر ستر عزت مالک دې ، که چیرې ما ته د هغه له لورې د محبت لاس را اوږود هم نه شی نو بیا به هم زه د کمال الدین له پاره خپل ټول ژوند په انتظار کې تیر کړم . هغه اوس ما ته دتندي د خال او دچندر ما او مندر په څیر ستر او دعزت خاوند دې . واوره شاهینه ! لکه څنګه چې باران د اوریدو په وخت کې دریچې ټکوي اودهغې وروسته د لمدو خاور خوشبوي هرې لورې ته خپروی نو په همدې توګه د کمال الدین غوښتنه او محبت زما د زړه څلورو خواو ته خپور شوې دې . تر دې ځایه د خبرو وروسته شهزادګۍ لږ څه ځنډ وکړ نو په منځ کې شاهین را ټوپ کړ او ویی ویل :

ګوره کیتهل ! شاید چې ته نه یی پوه شوې چې تر ننه پورې کمال الدین د یوه غلام په څیر ژوند تر سره کاوه ، خوزه تاته ډاډ درکوم چې که چیرې ته زما په پریښوولو د کمال الدین په لور میلان پیدا کوې نو د کمال الدین دخټي څخه به تاته هیڅ ډول خوشبوي در نشي ، د شاهین په دې خبرو ، شهزادګۍ کیتهل نوره هم قهرجنه شوه او د نفرت او کرکې په سترګو یی شاهین ته وکتل اویو ځل یي بیا ورته وویل :

شاهینه ! زه پوهیږم چې ما ستا په خاطر کمال الدین ته ډیر ې سپکې سپورې ویلي دي ، دهغه بې عزتي مې کړې ده او ډیر ناوړه سلوک مې ورسره کړې دې نو که چیرې هغه ما ذلیله او سپکه هم کړی نو پر ما به بده و نه لږیږي . که هغه په خپل ټول ژوند کې ما خپله نه کړي نو واوره چې زه به بیا هم دهغه دخدمت له پاره تیاره اوسم . ځکه چې هغه اوس زما له پاره د براهما تر قدمونو لاندې د هماله د خوبونو په څیر او د اریایی نغمواو خوږو سندرو په څیر محترم او باعزته دې . زه به اوس ټول عمر د هغه په خوب ځاې کې دبستر غوړونکې شپې او دشپینیو زمزمه کونکو نغمو په څیر اوسم .

داسې معلومیده چې د شهزادګۍ د خبرو څخه د شاهین نفرت او کرکه هره شیبه زیاتیده ، نو د خپلې غصي په را څرګندولو سره یی په ډیره پریکونکې توګه وویل :

کیتهل ! که چیرې تا زما محبت او زما میني په لغته ووهله ، اوزما پر ځاې دې د کمال الدین دخپلولو هڅه وکړه نو یاد ساته چې زه به ستا ساه د تل له پاره را ټوله کړم . ستا د ستونې رګونه به د تل له پاره خاموشه او منجمد کړم . بیا به ته ژوندۍ پاته نه شې اود سوځیدلي مړي د ایرو په څیر به په هوا کې الوزې .

شهزادګۍ کیتهل غوښتل د شاهین د دې ګواښ ځواب ورکړي خودهغې څخه دمخه کریم الدین په ډیره غضبناکه توګه منځته را ودنګل او ویی ویل :

اوس چې شهزادګۍ کیتهل زما د ورور شاهین سره په دې عام محفل کې د محبت او خپلوۍ اعلان وکړ نو سره له ننه دا زما خور ده ، زه ورسره وعده کوم چې زه به دې ته د خپل ورور کمال الدین محبت او مینه را اخلم. خو که پدې منځ کې تا د لاس و پښو د وهلو هڅه وکړه اویا تا زما په خور کیتهل باندي د حملې کولواویا هغې ته د څه زیان د ور رسولو هڅه وکړه نو یاد ساته چې ستا دداسې کړچار د کولو تر مخه به ستا ژوند ته ما دپاې ټکې ایښې وي . ګوره شاهینه ! که چیرې تا زما د ورور کمال الدین ،او زما د خور کیتهل د محبت او میني تر منځ ددیوال جوړیدو هڅه وکړه نو یاد ساته چې زما په لاسو به ستا حالت داسې شي لکه د زلزلو تر منځ را ګیر زوړ خام کور ، او یا د شور اوزوګ نه ډک ماتم اونورو ته د عبرت نه ډک حال .

دکریم الدین ددې قهرجنو خبرو او سختو ګواښونو په واسطه شاهین په لړزه کې راغلې و . دهغه ددې حال په کتلو سره نه یواځې دا چې کریم الدین په خندا پیل وکړ بلکه راج کنور ، کولاب دیوي او کنپل دیوي هم په طنزیه توګه دهغه لورې ته کتل او خندل یی . په دې وخت کې شهزادګۍ کیتهل یو ځل بیا په خبرو پیل وکړ.او ویي ویل چې : زه اوس د کمال الدین یم او د کمال الدین به اوسم .

شهزادګۍ کیتهل د خبرو په ځواب کې شاهین غوښتل څه ووایی چې کریم الدین یو ناڅاپه خپله توره را وویسته ، په خپل ځاې کې و درید اوبیا خپله توره په لاسو کې خوزوله اوپه ډیره ګواښونه توګه ي شاهین ته وویل :

شاهینه ! اوس ددې ځایه ورک شه . اوس دې که یوه ګواښنه خبره هم زما خور کیتهل ته وکړه نو په یاد ساته چې ته به ددې خونې څخه ژوندې هم و نه وځي . پورته شه او ، دخوني زنځیر پرانزه او دخپل دغه درواغجن ملګری سره یو ځاې ددې ځایه خپلې پښې سپکې کړه او که نه ددواړو د ژوند اخري ورځ به په همدې خونه کې وي .

د کریم الدین دغه ګواښ ډیر کارې ثابت شو . شاهین د خپلو سترګو په اشاره خپل ملګری ته اشاره وکړه اویو ناڅاپه دواړه له ځایه پورته شول ، شاهین مخته شو اوپخپله یي د خونې بنده دروازه پرانسته اودواړه په ډیره غصه د خوني څخه بیرون را ووتل . راجکنور هم ورپسې بیرون را ووت ، او دپخوا په څیر ولاړ او انګړ دروازه یي بیرته و تړله اوبیرته سالون ته ولاړ او هلته پخپل ځاې کیناست .

د لږڅه وخته پورې په خونه کې چپه چپتیا وه بیا کریم الدین شهزادګۍ کیتهل ته په کتلو سره وویل :

کیتهل خورې ! اوس ته اندیښنه مه کوه . زه پوهیږم چې ددې نه مخته تا د کمال الدین ډیره بې عزتي کړې ده اوبیا بیا دې هغه ته سپک الفاظ استعمال کړي دي ، خو ګوره خورې ! زه به تاته ستا دا مینه حتما تر لاسه کوم . ته دهغه سره کتل را کتل کوه ،او خبرې اترې ورسره روانې ساته . زه پوهیږم چې په لمړیو وختو کې به هغه له تاڅخه کرکه و ښئ ،اوله تاسره به په بیزارۍ سره معامله وکړي ، خو که چیرې ته په ثابت قدمۍ سره په خپل کار کې و اوسې نو زه ډاډ درکوم چې کمال الدین به یوه ورځ حتما تا ته میلان پیدا کړې ، هغه ورځ چې داسې و شی نو یاد ساته چې هغه ورځ به ستا د ورور کریم الدین له پاره ډیره ستره اودخوشحالۍ ورځ وي.

د کریم الدین ددې خبرو په اساس د شهزادګۍ په مخ باندې خوشحالي را څرګنده شوه او په نرۍ غوندې خندا سره یي وویل :

کریم الدینه ، زما وروره ! ته اندیښنه مه کوه . اوس چې دحالاتو حقیقت ماته را بربنډ شو نو زه به خپل لاسونه جوړه کړم اود کمال الدین په مخ کې به و دریږم او زه هیله منه یم چې یوه ورځ نه یوه ورځ به د خپل دغه له لاسه تللې محبت په بیرته لاسته راوړو کې به بریالۍ شم .

په دې وخت کې کنپل دیوي دخپله ځایه پورته شوه ، اوپه خندا سره یی شهزادګۍ ته وویل : کیتهل خورې ، بګوان دې تا په خپلو موخو کې بریالۍ کړې ، اوس را پورته شه او را ځه چې اوس ډوډۍ کیږدو ، ټول یو ځاې کینو او ډوډۍ وخورو . په ځواب کې کیتهل سمدستي را پورته شوه ،دواړه را پورته شوې د ډوډۍ لوښې یي کیښول ،بیا ټول پنځه واړه سره یو ځاې شول او یو ځاې سره ډوډۍ و خوړه .

نور بیا

*****۱۳

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک