په تیر پسي
دقریب الرحمن سعید ژباړه
کله چې د منګولیانو قومندان ترغي خان دخپلو دوه نیم لکو عسکرو سره یو ځاې په برن ښار باندې یرغل وکړ نو د برن د ښار حاکم فخرالدین په دې ښه پوهیدلې و چې هغه به ددومره ستر لښکر مقابله و نه شی کړاې په دې خاطر یی خپل ځان هملته د برن په ښار کې محصور کړ . د منګولیانو قومندان ترغې خان هم ددې حالاتو په کتلو سره د ښار په یوه څنډه کې خیمه ووهله ، تر څو په ښار باندې د یرغل کولو له پاره ځان چمتو کړي . تر څنګ یي د هغه نژدې ځنګل څخه لرګی را پرې کړل او هملته یی انبار کړ ل ، کیداې شی چې هغه به د غه لرګي د ښار د سوبې له پاره استعمالول. خو د ترغي خان بدقسمتي وه چې هغه لا تر اوسه پورې په ښار باندې د یرغل پیل نه وکړې چې د دیبالپور حاکم تغلق خان هلته د خپل لښکر سره ور ورسید او دښار په جنوبي برخه کې یی پړاو وکړ ، په داسې حال کې چې دښار شمال ته منګولیانو پړاو کړې و.
په کومه ورځ چې د دیبالپور حاکم تغلق ملک هلته د برن ښار د حاکم کومک ته ور ورسید نو د همدې ورځې را هیسې د تغلق ملک او فخرالدین تر منځ اړیکي ټینګ شول ، په بله ورځ کمال الدین هم د خپل لښکر سره هلته ور ورسید ، ملک تغلق د خپل پړاو څخه بیرون را ووت او د کمال الدین استقبال یي وکړ .که څه هم ملک تغلق د کمال الدین سره پخوانۍ پیژندګلوي نه درلودله ، خو کوم وخت چې هغه د کمال الدین د ښه راغلاست له پاره راغې نو کمال الدین د خپل لښکر نه مخکې روان و او سمدستې د آس څخه کیوت او مخته راغې اود ملک تغلق سره یی په غاړه باندې ښه روغبړ وکړ . او بیا یي په ډیره نرمۍ او عاجزۍ سره وویل :
زما نوم کمال الدین دي او که زه غلط شوې نه یم نو ستاسې نوم ، ددیبالپور حاکم ، ملک تغلق دې. ملک تغلق یو ځل بیا کمال الدین ته غاړه ورکړه ، بیایي ورته وویل : کمال الدینه زویه ! ما ته ستا په اړه معلومات را کړل شوې و. چې د دهلي څخه یو لښکر د دهلی د لښکرو د سالار کمال الدین په مشرۍ د برن ښار ته در رسیږي ، نو د پرون راهیسې ، زویه ، ما په ډیره بې صبرانه توګه ستا انتظار کاوه ، ما فکر کاوه چې کمال الدین به څوک د ډیر عمر خاوند انسان وي ، مګر ته خو ډیر تنکې ځوان یي ، په هر حال دا چې سلطان ته د خپل ټول لښکر ستر سالار ټاکلي یي ، نو هغه به د کوم هنر ، پوهې او جنګي فن له مخې وی ، ګوره زویه ! زما لښکر همدا اوس د برن د ښار په جنوبې برخو کې پړاو کړې دې ، خو د ښار په شمال کې دمنګولیانو د قومندان ترغی خان لښکر پړاو کړې دې ، زما په فکر ته زما د لښکر تر څنګ پړاو وکړه ، او نن شپه ارام وکړه، سبا به د منګولیانو پر خلاف قدم پورته کوو . کمال الدین د ملک تغلق ددې وړاندیز سره متفق شو بیا یی د خپل لښکر سره یو ځاې هملته د ملک تغلق د لښکر تر څنګ پړاو وکړ ، هغه شپه ډیره ارامه تیره شوه ، بله ورځ ملک تغلق او کمال الدین د منګولیانو پر خلاف د جنګ دپیلامي له پاره ځانونه تیار کړل او خپل لښکر یی د ښار غربي برخې ته یوړ . منګولیان هم په دې پوه شوې و چې نوې راغلي فوځ غواړې جنګ پیل کړي نو په دې خاطر هغوې هم د برن ښار په غربي برخو کې د خپلو فوځونه صفونه سره را جوړ کړ ل . ملک تغلق او کمال الدین د برن ښار حاکم فخرالدین ته ځواب ولیږه چې کله چې جنګ تود شي نو ته به د ښار د دروازو څخه را بیرون شې او دشا له اړخه به په منګولیانو باندې یرغل وکړي تر څو منګولیان د بدترینې ماتې سره مخ شي . ددې کار د تر سره کولو وروسته ملک تغلق او کمال الدین د منګولیانو پر خلاف د جنګ د پیلولو له پاره په ډیره بیړه خپل فوځونه منظم کړل .
ملک تغلق خپل فوځ چپ لورې ته کړ او په ښې اړخ کې کمال الدین د خپل لښکر سره پاته شو . تر دې وخته پورې منګولیانو هم خپل لښکر تر تیب کړې و اوبیا د حملې له پاره ترغي خان خپل لښکر مخته راوست .
دمنګولیانو فوځ د ترغي خان په قیادت کې په ډیره وحشیانه توګه مخته را غې اوبیا د ملک تغلق او کمال الدین په فوځ باندې د توپاني ملخانو په څیر ور پریوتل.
د ترغی خان د حملې د درولو وروسته ، تغلق او کمال الدین هم خپلې حملې پیل کړې ، دښې لورې کمال الدین په منګولیانو باندې داسې را و دانګل چې په هغوې یې رڼا ورځ توره شپه کړه . د کمال الدین تر څنګ تغلق ملک هم خپله حمله پیل کړه اود منګولیانو د مرګ بازار یی ګرم کړ . د کمال الدین او تغلق ملک په ورګډیدو سره د جنګ لمبي تر اسمانه پورې پورته تللې ، د چغو او سورو یو توپان را پورته کیده ، شنړیدونکې اسونه یو په بل پسې را پرزیدل ، سواره زخمیان کیدل او لاندې را پریوتل . په داسې وخت کې چې دواړه دښمن فوځونه یو دبل سره په پخه مقابله کې جنګیدل د برن دښار حاکم فخرالدین هم خپل کار پیل کړ او د ښار د مخالفې لورې د دروازې څخه را ووت او دمنګولیانو تر شا یی خپله حمله پیل کړه . په منګولیانو باندې د شا له اړخه د فخرالدین حملې د جنګ ټول انځور بدل کړ ، د منګولیانو لښکر په خپل منځ کې د ډیر افراط تفریط سره مخ شو او د هغوې په منځ کې اړو دوړ را منځته شو . د هغوې د لښکرو یوه برخه شاته تګ ته میلان درلود ،تر څو د فخرالدین د یرغل څخه خوندي پاته شي ، خو د مخې له اړخه کمال الدین او تغلق ملک فشار ډیر کړې و ، او په دې تر تیب یي د منګولیانو فوځ په شاتمبولو ته اړ کړ.
په جنګ کې په کلار کلار د منګولیانو تر منځ نا هیلۍ خپریدې ، هرې لورې ته د اور او ویني یو توپان را پورته شوې و . په زمکه باندې ولاړ فصلونه لکه د وینو په سیلاب خړوبه شوی و . د مرګ بوې هرې لورې ته خپور شوې و . ددواړو خواو لښکرې یو په بل باندې لکه د څیرونکو حیواناتو په څیر را غورزیدې ، او ستر ستر سورماران او جنګجویان یي د زمکې تل ته رسول .
د شا له اړخه د فخرالدین حملې نه وروسته دبرن دښار جنګ تر ډیره اوږود نه شو . بالاخره په دې جنګ کې کمال الدین د منګولو قومندان ترغی خان ژوندې و نیو ، دهغه د نیولو سره سم د منګولیانو لښکر د جنګ د میدان نه په تیښته شو ، نر هغه و چې خپلې پښې د میدانه سپکې کړې ، د کمال الدین ، تغلق او فخرالدین فوځونو تر ډیره پورې دهغوې پسې ولاړل او دهغوې شمیره یي تر ډیره پورې را کمه کړه . اوداسې تاریخي ماتې یی ورکړه چې بیا تراخره یی فوځونو د شاته کتلو جرأت نه شو کولې ، او دکومو لارو څخه چې راغلي و بیرته په هماغو لار و باندي ولاړ ل .
کله چې تعاقب پاې ته ورسید نو بیا تغلق ملک او فخرالدین دواړه د خپلو آسونوڅخه ښکته شول او یو د بل سره یي روغبړ وکړ . کیداې شې چې هغوې به دپخوا څخه یو بل پیژندل ، د فخرالدین سره د ستړي مشې نه وروسته تغلق یوې لورې ته شو او د فخرالدین او کمال الدین تر منځ یي پیژندګلوي وکړه . فخرالدین په ډیره بیړه را مخته شو اوپه ډیر شوق او ذوق سره یي د کمال الدین سره روغبړ وکړ او هغه یي په تندي باندې ښکل کړ.او بیا یي ورته وویلې :
کمال الدینه زما زویه ! په دې جنګ کې چې تا د کومی جنګي پوهې ثبوت ورکړ دهغې مثال په تاریخ کی نه کتل کیږي . دخداې په ذات مې سوګند، کله چې تا د منګولیانو قومندان ژوندې و نیوه نو په همغه وخت کې دې جنګ پاې ته ورساوه ، اومنګولیانو هم خپله ماتې و منله او و تښتیدل . کما ل الدینه زویه ! زه ستا میړانې ، بهادرۍ او جرأت ته سلام کوم . په ځواب کې کمال الدین په ډیره عاجزۍ سره وویل :
محترم فخرالدینه ! دا سې کومه ډیره ستر خبره نه ده شوې . منګولیانو ته مونږ درې واړو یوځاې ماتې ورکړې ده ،ما ځانته د منګولیانو سره ټکر نه شو کولاې . دهغه په دې خبره فخرالدین د کمال الدین شا و ټپوله او یو لاس يي دکمال الدین په اوږه باندې او بل یي د تغلق ملک په اوږه کیښود او ویي ویل :
زما درونو میلمنو ! زه غواړم چې تر یوه وخته پورې تاسې همدلته د برن په ښار کې زما میلمانه و اوسئ . کمال الدین سمدستي د فخرالدین خبره ور غوڅه کړه او ویی ویل :
فخرالدینه ! زما عزتمنده ! که ته ونه وایی هم مونږ به دلته د خپل فوځ سره څو ورځی اوسیږو . ترڅو منګولیان یوځل بیا مخ نه کړی اوپه ښار باندې یرغل را نه وړي ، کله چې مونږ ډاډه شو چې منګولیان بیرته د را ګرزیدو وړتیا نه لري نوبیا به له دې ځایه کوچ کوو ، زه ویریږم چې منګولیان به د خپل فوځ د قومندان دخلاصون له پاره حتما حمله کوي ، فخرالدین او ملک تغلق دواړو د کمال الدین دا خبره و منله ، بیا يي دخپل فوځ سره د بیرته تللو په وخت کې د منګولیانو د فوځ پړاو و لټاوه او ټول پاته شیان ترې را ټول اوله ځانه سره واخستل . د منګولیانو دلښکر قومندان ترغې خان یي هملته د برن ښار په زندان کې واچاوه ، او د فخرالدین د غوښتنې په اساس ملک تغلق او کمال الدین دواړه د خپلو لښکرو سره یو ځاې هملته څو ورځی تم شول.
نور بیا
۱۰