عبدالرحمن فرقانی
پدې کې شک نشته چې د افغانستان واکمنه سیاسی اداره دګڼ شمیرواقعی ګواښونو سره مخ ده . که دغه سیاسی اداره توانیدلی ده ، چې له هغو سیاسی کړکیچونو څخه چې د ورستیو ټولټاکنو پرمهال ورسره لاس ګریوان وه ، د جوړ جاړیو او اتحادونوپه پایله کې بریالۍ راووځي ، او د واکمنۍ واږی یو ځل بیا په لاس کې واخلې ، خواوس دهغه مهال سیاسی مصلحتونواوجوړجاړیو ترخپل فشار لاندې راوستې ده . او د هر هغه خوزښت په وړاندې ئې خنډونه رابرسیره کوی ، چې په افغانستان کې د ملی پخولاینې او سولې دپروسه اړوند لارې چارې پلټي . او زیار باسی ، چې د ملت او دولت تر منځ هغه فاصله چې د آتو کالونو په دوران کې ایجاد شوی لنډه کړی . اوپه پاتی فرصت کې دافغانستان په تاریخ کې یوه د ویاړ وړ کارنامه ولری ، خو د مختلفو سیاسی ډلو سره دجوړښتونو په پایله کې د افغانستان سیاسی اداره ، په خپل سیاسی تحرک کې خپلواکه نده ،اوپه داخلی او خارجی سطحه تریولړ فشارونولاندې واقع شوی ده ،اودا سیاسی فشارونه په لاندې ډول څیړلی شو :
دافغانستان اوامریکا دسیاسی ادارو ترمنځ تاوتریخوالی .
په حکومت کې د امریکایانو ضد سیاسی ډلوګډون .
د پارلمان کړنلاره اوپریکړې .
د مخالفینو وسله وال مقاومت .
دافغانستان اوامریکا دسیاسی ادارو ترمنځ کړکیچن وضعیت .
په دې لړ کې د افغانستان سیاسی اداره د یوه ریښتنی کواښ سره هغه مهال مخ شوه ، کله چې په واشنګټن کې د افغانستان دادارې حمایت کونکي ډله د سیاسی واک څخه کوښه شوه ، او دباراک اوباما په مشرۍ نوې ډلې د واک واږی په لاس کې واخیستی ، او دافغانستان د سیاسی ادارې سره ئې د نوې ستراتیژۍ اړوند د کړکیچونولړۍ پیل کړه ، او دا د کړکیچونو لړی هغه مهال ډیره کړکیچنه شوه ، کوم مهال چې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټولټاکنو پرمهال د امریکا د حکومت سره د ښاغلی کرزی د ګوښه کولو خیال پیدا شو ، او دا د اخ اوډب سلسله د ټولټاکنو پر مهال ډیره روښانه وه . ښایی د وخت د کمبود په اساس د امریکا حکومت نه وی توانیدلی ، چې د موجوده ادارې لپاره بدیله اداره پیدا کړی ، او په پښو ئې ودروی . بل لوری ته ښاغلی کرزی وکولای شو ، چې د وروستیو ټولټاکنو پر مهال د امریکا د سیاسی خوزښت په وړاندی ، په افغانستان کې د امریکا مخالف سیاسی قوتونه تر ځان را ټول کړی ، او د دې سیاسی اتحادونو په پایله کې د افغانستان د واک واږی په خپل لاس کې ولری . د دیموکراسۍ د اصولو سره سم ، وروسته لدې چې ښاغلی کرزي د افغانستان زعامت په خپله ولکه کې وساته ، دواړو اړخونو زیار وکړ چې تاوتریخوالی کم شي ، او سیاسی راکړه ورکړه د یوه تفاهم په پایله کې تر سره شي . خو په روښانه ډول دوهم ځل دا کړکیچ هغه مهال بیا تند شو ، کوم مهال چې د لندن په کنفرانس کې د افغانستان د ادارې له لوری د مصالحې طرحه تائید شوه ، او ښاغلی کرزی له فرصت نه په استفادې سره پدې هکله ریښتینی ګامونه پورته کړل ، مګر د سولې دا پروسه چې د ناتو د پیمان دګڼ شمیر هیوادونو له خوا تاید شوه ، په افغانستان کې د امریکا له ستراتیژۍ سره موافقه نه ښکاریده ، نو ځکه د افغانستان په سیاسی چاپیریال کې امریکا یانو پدې هکله خنډونه ایجاد کړل ، چې د مارجې جګړه او په پاکستان کې د مخالفو ډلو د سیاسی مشرانو نیول د پام وړ اقدامونه وو ، چې په خپل وار ئې د سولې تګلاره زیانمنه کړی . او دکندهار دعملیاتو ګواښ هم پدې لړ کې د افغانستان ادارې ته ستونزه ایجادوي ، ځکه چې ښاغلي کرزي څو ځله د کندهار مشرانو ته اطمئینان ورکړی ، چې پدوی به جګړه نه پیل کیږی . دافغانستان سیاسی اداره پدې هکله خپله ژمنه ښولی ده ، او غواړی چې ستونزه د خبرو له لارې اوراه کړی . کیدلای شي د دې عملیاتو د مخنوی لپاره او دسولې د پروسې د پرمختګ لپاره ښاغلی کرزی زیار ایستلی وی ، چې د امریکا د ځواکونو مشرتابه جنرال ماک کریستال په خپل نطر راواړوی او قانع ئې کړی ، چې د افغانستان کشاله د سولې له لارې اواره شي . بل لوری ته په داخلی سطحه د هغو کسانو ګوښه کول هم ، یو مثبت ګام وو ، چې د سولې د پروسې مخالف وو . خو څومره چې دافغانستان دادارې ګامونه ګړندي کیدل ، هماغومره د امریکا دادارې اقدامونه هم ژوریدل . که د افغانستان سیاسی ادارې هغه لوړ پوری مسولین ،چې د سولې د پروسې مخالف وو، له دندې نه ګوښه کړل ، نو امریکا هم هغه لوړپوری مسول ګوښه کړ، چې د افغانستان له ادارې سره نیږدی شوی وو . نو دا راز د افغانستان د سیاسی ادارې د تحرک په وړاندې نوی خنډونه پیدا شول ، چې کولی شی پلان ئې ځنډمن یا شنډ کړی .
د افغانستان په حکومت کې د امریکایانو ضد سیاسی ډلې .
د امریکا او افغانستان د ادارو تر منځ د تاوتریخوالی تر څنګ یو بل مؤثر عامل ، چې د ښاغلی کرزی ملی اوسوله ایزتحرکات ترفشار لاندی راولی ، هغه د هغو سیاسی ډلو حضوراوګډون په حکومت کې دي ، چې کرزي سره د تحالفاتو په پایله کې د افغانستان په سیاسی اقتدار کې شریک دي ، که څه هم دا ډلې د روسیې ،هند او ایران د سیاسی مثلث له خوا تقویه کیږی ، خو قدرت ته د رسیدو لپاره ئې د لودیځ لمن هم نیولی ده ، او دافغانستان د جهاد وارثان هم ځان بولی ،او دافغانستان ادارې ددې ډلو په کړۍ کې داسې ښکیل شوې ده چې په هر حرکت او موقف کې ئې اثر ډیر روښانه لیدلی شو . دمثال په توګه د دولت سوله ایزه تګلاره نه خوښوی ، او د ځنې اشغالګرو په څیر په افغانستان کې د ملی روغې جوړې په ذریعه دحکومت په راتللو کې د خپلو سیاسی مصلحتونو خطر ویني ، دا ډلې د دولت مخالفان خپل زاړه رقیبان ګڼی او د افغانستان سیاسی چابیریال ته د هغوی راتګ نشی زغملی ، نو تر ممکنه حده زیار باسی ، چې د سولې پروسه له پیله شنډه وی ، او د خپلوسیاسی امکاناتو له لارې کوښښ کوی ، چې پدې هکله خنډونه پیدا کړی . خو باید څرګنده وی ، چې د افغانستان حکومت د ښاغلی کرزي په مشرۍ دا عامل ددې لپاره چې په واک کې پاتی وی په خپله پیاوړی کړی و، او دی .
د پارلمان کړنلاره اوپریکړې .
د امریکا او افغانستان د ادارو ترمنځ د تاوتریخوالی او په دولت کې د مختلفو سیاسی ډلو حضور تر څنګ یو بل مؤثر عامل چې د دولت خپلواکی سلبوی ، هغه د افغانستان د پارلمان پریکړې اوکړنلاره ده ، چې د حکومت د پلانونو په هکله ئې خپلوي ، او د پارلمان څرنګوالی اوجوړښت هم پدې لړ کې خپل اثر ښیی ، د ښاغلی کرزی د دولت او پارلمان ترمنځ د تاوتریخوالی انځورونو خو موږ هر وخت د ټلویزنونو په پردو باندې لیدلی دی ،او لنډ پرون مو هم دشخړو نه ډک حالت په ژوندۍ بڼه ولید ، لدې انځورونو نه پوهیدی شو چې د دولت او پارلمان تر منځ څومره فاصله ده ، د دولت د هرتحرک په وړاندې پارلمان سنګر نیولی وی ، خو دا ټکر لکه په پرمختللیو هیودونو کې د ملت د ښیګڼې او خیرخواهۍ لپاره نه رامنځ ته کیږي ، بلکې اکثرا دا تصادم د خارجی سیاسی لاسوهنو او د مادی لاسته راوړنو لپاره پیدا کیږی ، چې د دولت پلانونه د کړکیچ سره مخ کوی . په پارلمان کې هم اکثریت هغه شخصیتونه حضور لری ، چې په سوله ایزه توګه د افغانستان د کشالې د اواریدو مخالف دي ، د افغانستان سیاسی چاپیریال ته د مخالفینو راتګ نه خوښوی ، د مخالفینو په راتګ خپل تجارت په خطر کې وینی .
د دولت په وړاندې د مخالفینو نطامی مقاومت .
د یاد شویوفشارونو ترڅنګ یوبل مؤثراو بنیادي عامل چې د دولت سیاسی تحرک تر فشار لاندی ساتی هغه د دولت په وړاندې د مقاومت ډلې دی . پرته لدې چې د مقاومت په مشروعت او څرنګوالی خبری وکړو ، دا هغه بنیادی فشار دی ، چې د افغانستان د سیاسی ادارې د تحرک په وړاندې همیش ولاړ دی ، او اجازه نه ورکوی ، هغه دولت چې د دوی په اند لاسپوڅی دولت دی ، خپل پلانو نه تطبیق کړی ، دغه فشار له یوه لوری د دولت او ولس ترمنځ فاصله ایجاد کړی ده ، بل لوری ته ئې د دولت او اشغالګرو قوتونو ترمنځ کړکیچ ایجاد کړی دی ، او دا مقاومت دافغانستان د کشالې نیمه برخه ده ، چیرته چې نیمه نوره برخه ئې اشغالګر قوتونه او دافغانستان حکومت تشکیلوی . دا څرګندونه هم ضروری ده ، چې د مقاومت ډلې هم په خپل نظامی اوسیاسی خوزښت کې خپلواکې ندی ، او څرنګه چې دولت بهرنی کومکونو ته اړ دی ، دا ډلې هم خپل نطامی او سیاسی حمایت له بهر نه تر لاسه کوی . پدې مانا چې د افغانستان دکشالې د دواړو اړخونو تر شا بهرنی مصلحتونه او لاسوهنی په کار بوختی دی ، او دا بهرنی سیاسی قوت نه غواړی د افغانستان کړکیچ پای ته ورسیږی . اوس تقریبا د لسو کالونو په تیریدو سره اشغالګرو ځواکونو او دافغانستان دولت ونه شوی کولای چې دا مقاومت له منځه یوسی ، ټول جګړه ایز امکانات تر نن پوری ونه توانیدل چې دمقاومت ریښی غوڅې کړی ، هغه بنیادی لامل چې په بدلون سره ئې د افغانستان سیاسی کشاله بدلیدلی شي ، ختم کړی . نوځکه د افغانستان دولت او هغه اوروپایی میشت هیوادونه چې غواړی د افغانستان له ګرداب څخه ځان وژغوری د مقاومت د ډلوسره د خبرو او سولې پروسه غوره کړی ده ، ترڅو د واکمنۍ په آخره مرحله کې داسې یوه اتل والی تر سره کړی ، چې عادتا ئې ډیرۍ واکمنان د اقتدارپه لړ کې د تاریخ لپاره تر سره کوی . خو بیا هم هغه سیاسی داخلی ډلې او خارجی حمایت ، چې د دې ادارې پاتی کیدل ئې په واکمنۍ کې تضمین کړی او ورسره د مقاومت ډلې دا اداره نه پریږدی چې خپل پلان عملیکړی
.ټول پوهیږی چې د افغانستان د کړکیچ د دواړو اړخونو تر شا استعماری غاصب قوتونه ولاړ دی ، او دا قوتونه هیڅ کله هم نه غواړی ، چې دا کشاله په سوله ایزه توګه اواره شی ، او په اسلام مین افغان ولس په خپل سرلوړی هیواد کې د امنیت په فضا کې ژوند وکړی .
.